(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار:دارواښاد ډاکټراعظم يادغونډې خبرتیا

[13.Dec.2012 - 22:27]
په جلال اباد کې ختيځ ادبي بهير پتيلې ده چې د ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم ياد په يوې غونډې سره تازه کړي، په دې غونډه کې به نامتو لیکوال د اعظم صیپ په ژوند او فن مقالې او ويناوې اوروي او په وروستي پړاو کې به د هغه په يوه بیت طرحي مشاعره کوي، چې له تيرې اوونۍ څخه اعلان شوی هم دی، يو ځل مخکې مې هم د ارواښاد اعظم هغه مسره دلته ستاسې په وړاندې ايښې وه. چې درتنو ملګرو شاعرانو پرې طبعه ازمايي کړې
او ډيرې ښکلې غزلې يې پرې لیکلی دي. له هالنډ څخه صاحبزاده خپلواک وطنیار، له ناروې څخه سيد اکبر سایر او له پيښور څخه قاسم مين خپل شعرونه راليږلې او له تاسو درنو شاعرانو هم هيله کوم چې په دغه لاندې نيم بیتي خپلې غزلې ولیکیء او ما ته يې میسیج کړیء مننه به مو وی. مسره داسې ده
 
لاړ که مې نظر شي، زه به ستا لارې ته ګورم

نيټه: د ډسمبر ۱۴ - جمعې ورځ سهار ۹ بجی
ځای:  ننګرهار علمي او فرهنګی مرکز میديو تیک کې تر سره کيږي.

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
Phone # 0773410589/0786384859
Email: [email protected] 
  Office Website: www.mediothek.org.af
- پسرلی
بېرته شاته