(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کالاباغ ډیم او FCR نه منو،

[01.Dec.2012 - 12:02]

شبیر احمد جان پېښور - د پښتونخوا حکومت د لاهور های کورټ هغه پرېکړه غندلې او نا قانونه بللې ده چې د لاهور عدالت ویلي ؤ چې کالا باغ ډیم دې جوړ کړي.
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت وویل تر اتلسم اییني ترمیم وروسته د ډیمونو جوړېدو د کار پر وخت باید له صوبو اجازه واخیستل شي.
میا افتخار حسین د لاهور های کورټ د پرېکړې په ځواب کې دوه دلایل ورکړل.
لومړی ده وویل چې دا پرېکړه د اتلسم اییني بدلون پر بنسټ د اساسي قانون خلاف ده.
دویم دلیل ده دا ورکړ چې د لاهور های کورټ پرېکړه د بشري حقونو ضد ده. د دې په توضیح کې ده وویل، د لږې ځمکې د سمسورولو په پلمه که د درو صوبو اوسېدونکو ځپل کېږي او وژل کېږي نو دا د انساني حقونو ضد کار دی.
میا افتخار حسین د کالاباغ ډیم معامله ((ډرامه)) وبلله او و یې ویل چې ((پنجاب هم زما ورور دی)) خو په دې صوبه کې یوه ډله ده چې داسې خبرې کوي.
لاهور های کورټ د پنجشنبې پر ورځ په خپله یوه پرېکړه کې وویل چې د ۱۹۹۱ز کال د ګډو ګټو شورا په سپارښتنو کې د کالاباغ ډیم د جوړولو خبره شوې وه نو باید د اوبو دا بند جوړ کړل شي.
میا افتخار حسین زیاته کړه، دوی دا پرېکړه نه مني نو ځکه به یې پر ضد سپریم کورټ ته هم نه ځي او دا چې باید د هیواد ستره محکمه پخپله د لاهور د لوړې محکمې پرېکړې ضد ګام واخلي.
د کالاباغ اوبو بند جوړولو پرېکړې پر ضد په پښتونخوا او سېند صوبو کې خلکو احتجاج او مظاهرې هم کړې دي.
 بل خوا دمسال راډیو دښاغلی غلام غوث  د راپور له مخې فاټا ډيموکريټک مومېنټ له پاکستاني سرکاره غوښتنه کړيده چې د قباییلي سيمو د حالاتو د سمولو لپاره دې ايف سي آر( فرنټیېر کرایمز رېګولېشن) په مکمله توګه ختم کړي او د سيمي د حالاتو  سمولو لپاره دې پاکستان خپله زړه خارجه پاليسي بدله کړي-
د فاټا ډيموکريټک مومېنټ دا غوښتني په پيښور پريس کلب کې د يو خبري کانپرنس پر محال مخې ته راغلي دي- په دې لړ کې د فاټا ډيموکريټک مومنټ صدر عبد الرحيم مشال ريډيو ته وويل چې له اوسني ډموکراټیک  حکومت  دوی ډيرې هیلې لرلې چې د قبایيلي سيمي ولس به له  ايف سي آره آذاده کړي او په سيمه کې به امن راولي خو لا هم د قباییلي سيمي ولس په ايف سي آر او بد امنۍ کې ښکېل  پاته دی.
عبد الرحيم اپريدی وايي: (د قباییلي سيمي ولس سترګې په لار وو چې زموږ وار به هم  راشي او دا مسئلې به کمې شي ، دا ايف سي آر به ختم شي، امن به راشي،د روزګار لپاره څه سکېمونه به منظور شي،خو له بده مرغه پنځه کاله د دې حکومت پوره کېږي او ډيره کمه موده ې پاتي ده،او د فاټا ولس هم  هغه رنګ په ايف سي آر کې تړلی پاته شو او ورته بنيادي بشري حقونه ورنه کړل شو، دلته امن رانغلو،دلته خلک بې روزګاره شوي دي، غربت سيوا شوی، زموږ کورونه ورانيږي، بازارونه بند دي، ګرځبنديز دی، او پوځي عمليات دي، نو دا ستونزي موپه خبري کانفرنس کې  بيان کړې  او ددې د حل غوښتني مو وکړې)
د فاټا ډيموکريټک مومېنټ يوه بل غړي نورد خان اپريدي مشال ريډيو ته وويل چې د قباییلي سيمو امن د سيمي د امن سره تړلی دی او بایید پاکستان په منطقه کې د امن لپاره پخپله زړه خارجه تګ لاره کې بدلون راولي-
نورد خان اپريدي وويل:( امن به هله راشي چې د پاکستان دولت پخپله عمومي تګ لاره کې بدلون وکړي او  د افغانستان  په اړه د سټريټجک ژوروالي تګ لاري ته بيا له سره کتنه وکړي ، چې تر کومي دا پاليسي وي په فاټا کې امن نه شي راتلې، پاکستان دې افغانستان خپله  يوه صوبه يا علاقه ونه ګرځوي يا هغلته د خپلې خوښې  حکومت جوړولو کوښښ دې پريږدي، او دا کوم خلک  چې قباییلي سيمو ته راغلي دي دا هم  پاکستان راوستلي دي ، دا خلک چا راوستلي دي؟ دا خو د فاټا ولس نه دي راوستلي، القاعده چا راغوښتلي ده؟ طالبان چا جوړ کړي دي؟ دا جهاديان چا راوستي دي ؟ دا خو د قباییلي سيمي ولس نه دي راغوښتي)
د فاټا ډيموکريټک مومېنټ مرستيال مشر لقمان اپريدي مشال ريډيو ته وويل چې بایید د پاکستان دولت قباییلي سيمي په سمه توګه خپله برخه ومني او قباييلو ته دې  بنيادي بشري حقونه ورکړي-
دی وايي، (موږ داسي وايو چې يا خو دې موږ دا خلک او دا رياست د  ځان برخه برخه ومني او يا دې بيا موږ ته آزادي راکړي چې ځان ته څه بله لاره جوړه کړو،  تر کومي چې دا ايف سي آر وي تر هغو دا معاملات نه شي سميدلای،دا ايف سي آر که ښه قانون وي نو ټول هيواد ته دي وغځول شي او که دا بد وي نو دا بد شې دي زموږ نه لري کې، دا په ترميمونو نه سپينيږي، ګند به مکمل سپا کول غواړي، موږ ته دې په دې صوبايي اسمبلۍ کې غړيتوب راکړل شي، نو که داسې وشي نو هغلته به  امن هم  راشي او ادارې به هم  جوړي شي)
د يادونې وړ ده چې موجوده حکومت د قباییلي سيمو لپاره په مخصوص قانون ايف سي آر کې يو شمير اصلاحات اعلان کړي دي چې په کې قباییلي سيمو ته سياسي هلي ځلي غځول شامل دي خو فاټا ډيمو کريټک مومېنټ غوښتنه کوي چې د قباییلي سيمو د حالاتو د سمولو لپاره دي دولت د ايف سي آر قانون په مکمله توګه ختم کړي-

- lahg
بېرته شاته