(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناروې : د ادبي ناستې شلمه غونډه

[26.Nov.2012 - 23:33]

په ناروې کې يو شمېر مېشتو افغان فرهنګيانو، اديبانو، شاعرانو او پر افغان کلتور ميينانو پرون په پلازمېنه اوسلو کې د افغان ادبي ناستې پرلپسې شلمه غونډه تر سره کړه٠
غونډه د قرانکريم پر مبارکو اياتونو پرانيستل شوه ، تر تلاوت وروسته ځوان ليکوال او د افغان ادبي ناستې سمبالوونکي ښاغلي اټک يوسفزي پرانيستونکې وينا وکړه اټک مېلمنو ته د ښه را...
غلاست ويلو تر څنګ د محرم او حسيني ( رض ) انقلاب په اړه خپلې څرګندونې وکړې همدارنګه اټک د پښتو ژبې د وتلي او منلي ليکوال او شاعر ارواښاد ډاکتر محمد اعظم اعظم او د پښتنو نومورکی ليکوال ارواښاد هوسا صاحب سپېڅليو روحونو ته د بخښلو دعا وشوه ٠
همدارنګه د افغان ادبي ناستې له درنو غړو غوښتنه وشوه چې تر خپلې وسعې د ځوان ليکوال او شاعر ښاغلي شرر ساپي په درملنه کې ونډه واخلي٠
د غونډې دويم ويناوال د هېواد پېژندل شوی ليکوال او شاعر ښاغلی دلجو حسيني و٠ چې د ارزښتناکې او علمي وينا تر څنګ يې خپل ښکلي شعرونه د غونډې برخه والو ته واورول ،د غونډې دريم ، څلور م او پينځم ويناوال هم د هېواد ياد او تکړه ليکوال او شاعران هر يو استاد ناقد ، ښاغلی سيد محمد نادر خرم او د افغان ادبي ناستې کوربه ښاغلی الحاج محمد اسحاق امانزی و٠
د افغان ادبي ناستې په پرونۍ غونډه کې له نېکمرغه يو ډېر شمېر ځوانو شاعرانو هم برخه اخيستې وه چې په لاندې ډول يې شعرونه ولوستل : ښاغلی ډاکتر پايز ، ياسر جان رحمتي ، عصمت منصور ، مېرمن مونيژ پوپل ، ريدي ګل ساپي ، تکړه غزلبولې مېرمن لينا احمد ، احمدجان ، اټک يوسفزي ، پسرلي ژواک ،سيدي ، رحمت سهاک ، عالم جان , مجيب پيام ، ښاغلي کارواني ، بابري صيب ,خليل صيب او يو شمېر نورو ښاغليو ٠
غونډه د ښاغلي ډاکتر خيرالله رحمتي له خوا وارزول شوه ښاغلي رحمتي د افغان ادبي ناستې کړنې او لاسته راوړنې وستايلې او خوښي يې وښوده چې د افغان ادبي ناستې وياړليو غړيو د افغانانو د راټولو او خپلولو زيار ويستی او زموږ په زړونو کې يې ځای خپل کړی دی ٠ او هيله يې وکړه چې دا روښانه شوې ډيوه تتيدو ته بايد پرېنږدو٠
پاتې دې نه وي چې پورتنۍ غونډه د تکړه او خوږ ژبي وياند ښاغلي انجنير اسماعيل سيدي له خوا په مخ بېول کېده٠ نوموړې غونډه چې د مازيګر پر څلورو بجو پيل شوې وه دشپې پر اتو بجو پای ته ورسېده ٠
په درنښت
زهير پکتين25.11.2012
Redi Gull Safi

- پکتين
بېرته شاته