(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغاني کولتوري ټولنه:د اداري جرګې راپور

[26.Nov.2012 - 23:15]

په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې

د ټولنې د اداري جرګې د غونډې راپور


د ۲۰۱۲ميلادي کال د نوامبر ۲۵نېټه
هالنډ، آمستردام ښار، د هوفددورپ کلی، «کابل رسټورانټ»
ليکنه: د ټولنې اداري کميسيون
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې د ۲۰۱۲ميلادي کال د نوامبر مياشتې په ۲۵نېټه د هالنډ ملک، د امستردام ښار د هوفددورپ په سيمه کې په افغاني «کابل رستورانټ» کې د ټولنې د اداري جرګې د غړيو کلنۍ غونډه رابللې وه، چې د غونډې موخې د غونډې په اجندا  کې راغبرګې شوې وې. په غونډه کې ډاکټر سيد نصير احمد، عبدالله احسان، ډاکټر صبور عابد، ډاکټر عرفان نور، ډاکټر عزيزالله شېرزاد، ډاکټر شېرولي ستوری، انجينير نعمت الله، ښاغلي عصمت الله ثنا او ښاغلي فريد ويال ګډون کړی وو. د غونډې د چارو د ښه سمون لپاره له حاضرو غړيو څخه د غونډې مشر (ډاکټر سيد نصير احمد)، د غونډې اداري مرستيال (ډاکټر عرفان نور) او د غونډې منشي (عبدالله احسان وټاکل شول). غونډه د ماسپښين پر ۳بجو پيل او د ماسخوتن په لسو بجو پای ته ورسېدله. غونډه د اجندا پر بنسټ پيل شوه، چې لومړی ويناوال په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې مشر ډاکټر سيد نصير وو، چې د ټولنې ټوليز راپور يې په لاندې ډول وړاندې کړ.

د ټولنې د اداري جرګې د غړو انځور


د ډاکټر سيد نصير احمد د وينا (راپور) پوره متن:
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې د هڅو راپور
د ۲۰۱۲ميلادي کال د نوامبر مياشتې ۲۵نېټه
د آمستردام ښار، د هوفددورپ سيمه، د کابل رسټورانټ
له ۲۰۰۰ميلادي کاله تر ۲۰۱۲ميلادي کاله
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ،  د ۲۰۰۰ميلادي کال د فبروري په ۱۵ ( د دلو ۲۶نېټه) له ګران هېواده د روسيي کمونيستي ځواکونود وتلو له ورځې سره سمون لري، د اوترېخت په ښار کې د افغاني کلتور د خواخوږو په ګډون، د يو شمېر افغاني فرهنګپالو په هڅو، د ټولنې د بسټليک په اورولو، د بنسټليک تصويبولو او د ټولنې د اداري جرګې په ټاکلو سره کېښودل شو، چې په غونډه کې ګڼشمېر افغاني ټولنو او کلتوري بهېرونو ګډون کړی وو. ټولنې وروسته له حقوقي مراحلو او رسمي کېدلو خپل فعاليت د بنسټليک په رڼا کې پيل کړ. دلته به هغه ټولنې يادې شي، چې په نيدرلند کې يې د افغاني کلتوري ټولنې په جوړېدو کې ونډه اخيستې وه. 
د اوترېخت د افغانانو ادبي بهير
د آمرسفورت افغاني کلتوري بهير
د ايندهوفن افغاني ځوانانو کلتوري خوځښت
د الکمار د ځوانانو خوځښت
د هلموند افغاني د سولې بهير
په نيدرلند کې د افغاني ډاکټرانو د ټولنې استازو
ناپېيلي افغاني اشخاص، فرهنګپال او څانګپوهان
وروسته له قانوني پړاونو او رسمېکېدلو په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې  په اداره کې په متفاوتو وختونو کې بېلابېلو کاري ډلو کار کړی دی، چې لاندې به لنډه نغوته ورته وشي.
۱ – له ۲۰۰۰تر ۲۰۰۱ميلادي کاله د ټولنې کاري ډله  ډاکټر طارق رشاد، ډاکټر سيد نصير احمد او ډاکټر بختيار ول؛
۲ – له ۲۰۰۱تر ۲۰۰۳ميلادي کاله د ټولنې کاري ډله ډاکټر طارق رشاد، ډاکټر سيد نصير احمد او الحاج اسدالله الکوزی ول؛
د ټولنې فعاليت په لومړيو دوو دورو کې:
د ټولنې لخوا لږ تر لږه اوه (۷) ټولنيز، کلتوري او پوهنيز سيمينارونه جوړ شوي دي، چې د ښاغلي عبدالباري جهاني په اړه ادبي څېړنغونډه، د ښاغلي حبيب الله رفيع د ادبي کارونو په اړه څېړنغونډه او د علامه پوهاند رشاد د اتيومې کليزې پوهنېزه څېړنغونډه د يادولو وړ دي
د ټولنې په لومويو دوو دورو کې د څلورو کتابونو د خپرولو چارې هم تر سره شوې دي.
د څانګې او شملې په نامه د مجلو خپرول هم د يادولو وړ دي، چې د مواد د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له کبله يې خپرونې ودرېدلې.
د هالنډ او بهرنيو ملکونود افغاني ټولنو په غونډو کې ګډون شوی او د غونډو په اړه  پيغامونه لېږل شوي دي.
د ۲۰۰۱ميلادي کال په بهیر کې د سپټامبر د پېښو په اړوند: د هالنډ په آمستردام، خرونينګين، آرنهم، اوترېخت او دنهاګ کې د جګړې ضد لاريونونه د ټولنې په سازماندهي او هڅو تر سره شوي دي.
د ټولنې د دېنهاګ څانګې د جګړې ضد افغاني لاريون هم پلي کړی وو او د هالنډ پارلمان ته يې هغه مهال د ټولنې پرېکړه ليک هم ورسپارلی وو.
د نيدرلند د پارلمان له غړو سره ليدل او ځينو نورو دولتي غونډو کې ګډون کول هم د ټولنې ښې راسته راوړنې ګڼل کېدلی شي.
په ۲۰۰۲ميلادي کال د هالنډ د بهرنيو چارو له وزارت، د وروسته پاتيو ملکونو سره د مرستې وزرات او ختيز پېژندې له انستيتوت سره ګډ د افغانستان په اړه د يو نړيوال سيمينار جوړول، چې افغاني کلتوري ټولنې د سيمينار د اداري کميسيون غړيتوب هم درلود.
د ۲۰۰هالنډي، افغاني او پرديو مدني ټولنو په ګډون يې د افغانستان د جګړې ضد پلاتفورم جوړ کړی وو او په برېښناپاڼو او نورو رسنيو کې يې هر اړخيز انعکاس څرګند شوی دی او د هالنډيانو سره ګډ د جګړې ضد لاريونونه هم سمبال شوي، پوسترونه او پامفلېټونه ورته چمتو شوي او په پراخه پيمانه په لاريونونو کې ګډون هم شوی دی.
د افغانستان په اړه د هالنډ د رسنيو په ځانګړو غونډو کې ګډون کول او د ټولنې دريځ د افغانستان د ستونزو په اړه څرګندول هم د ټولنې اغېزناکه هڅې بللی شو.
د اوترېخت پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي له محصلينو سره د افغانستان په اړه سيمينارونه جوړول او د افغانستان په اړه د رسنيو په سيمينارونو کې ګډون کول هم خپل جوت اړخ درلود.
په ۲۰۰۳کال کې د ټولنې مسؤليت  وروسته له ټاکنو د ټولنې د ادارې لپاره نوې کاري ډلې ته وسپارل شو.
۳ - د ټولنې دريمه دوره په ۲۰۰۳کال کې پيل شوه، چې له ۲۰۰۳تر ۲۰۰۵ميلادي کاله د ټولنې کاري ډله  انجينير نظيف الله تکل، ښاغلی احمدشاه بهاند او مېرمن ستوری منګل ول.
په درييمه دوره کې د ټولني فعاليت:
د پنځو پوهنيزو، کلتوري او ټولنيزو غونډو جوړول، چې د ښاغلي سعددين شپون په اړه ادبي ناسته، د ښاغلي واصفي صيب د سياسي لکچر څېړنغونډه د يادولو وړ غونډې دي، چې ډېر جوت ټولنيز پيغام او الهام يې درلود.
د افغاني اروپايي ټولنو په غونډو کې تل ګډون شوی دی او په غونډو کې د ټولنې پيغامونه لوستل شوي دي.
په بهر کې د لومړي ځل لپاره د مېرمن ستوری منګل، ښاغلي احمد شاه بهاند، ښاغلي زبيح الله انيل، سعيد سيد او نورو هنرمندانو په هڅو افغاني تياتر فعال شو او په ګڼشمېر غونډو کې يې د نندارې ټوټې وښودل شوې او په ځينو اروپايي ملکونو کې هم افغاني تياتر ډېر ښه وځلېدلو، چې د افغانانو په منسجمولو او د ذهنيت روښانولو کې يې ډېر غوره رول لوبولی دی.
په اروپا کې د «هجرت» فلم د جوړولو په چارو کې هم د ټولنې د غړيو هڅې د پام وړ دي او د ټولنې يو شمېر غړيو د هجرت په فلم کې فزيکي او پولي  ونډه هم اخيستې وه، چې د دغه فلم په برياليتوب کې يې خپل جوت اغېز درلود او په يو شمېر ټولنو کې د هجرت فلم وهم ښودل شو، چې د ټولنې په منځګړتوب دغه فلم د هالنډ د آمستردام ښار په يو نندارتون ګې هم نمايش ته کېښودل شو او د افغانان لخوا يې تود هرکلی وشو. 
۴ – له ۲۰۰۶تر ۲۰۰۷ميلادي کاله د ټولنې کاري ډله  پوهنمل رحمت ګل ځواکمن، عبدالله احسان او مېرمن ستوری منګل ول، چې لاندې فعاليتونه يې تر سره کړي ول.
د ۴پوهنيزو، کلتوري او ټولنيزو غونډو جوړول، چې د نوروز يوه پوهنېزه څېړنغونه، د مرحوم پلار د تياتر هڅو ادبي غونډه او د افغانستان وتلې هنرمندې مېرمن ستوری منګل د ادبې او کلتوري هڅو څېړنغونډه د يادولو وړ دي، چې خپل اغېز او مثبت غبرګون يې په ټولنه، هالنډي مدني ټولنو او له هالنډه بهر درلود.
د افغاني اروپايي ټولنو په غونډو کې ګډون کول او د ټولنې پيغامونه بېلابېلو غونډو ته استول او ګډونوالو ته يې اورول.
د ټولنې مالي چارې ليا هم لاس په لاس تر سره کېدلې، ځکه د بانکي سيستم سهولتونه ليا لږ څه ستونزمن ول، خو بيا هم د ټولنې هڅې او پروګرامونه د قدر وړ دي او موږ د ټولنې له ټولو مسؤلينو نه مننه کوو.
د ټولنې د وروستيو څلورو کلونو راپور
د ټولنې پنځمه دوره له ۲۰۰۸ميلادي کاله پيلېږي، چې له ۲۰۰۸تر ۲۰۱۲ميلادي کاله ډاکټر سيد نصير احمد، عبدالله احسان، ډاکټر صبور عابد د ټولنې کاري ډله جوړه کړې وه، چې مېرمن متيلدا کروز او ډاکټر صيب عرفان نور هم د ټولنې د اداري جرګې غړيتوب درلود او په اداري چارو کې يې د پام وړ برخه اخيستې ده. د ټولنې هڅې په وروستيو څلورو کلونو کې بايد د ټولنې په اداري چارو، خپرونو، د غونډو جوړولو، له نورو ټولنو سره د همغږي او د مالي چارو د پياوړتيا په برخه کې څرګندې شي، چې زه به هم تاسو ته په دې برخه کې د ټولنې راپور وړاندې کړم، خو لومړی به په وروستيو څلورو کلونو کې د ټولنې د هڅو په ټوليزو برخو لږ رڼا واچول شي او بيا به د ياد شويو برخو جزئياتو باندي هم معلومات وړاندې شي.
افغانستان: افغانستان زموږ هېواد او د خپوړو ټاټوبی دی، ځکه نو له افغانستان سره مو بايد اړيکې تل مستحکمې وې. ټولنې په وروستيو څلورو کلونو کې د افغانستان له ادبي بهیرونو او کلتوري ټولنو سره اړيکې ټينګې کړې دي، د ټولنې موخې په افغانستان کې د افغاني مدني ټولنو جرګو ته واضح شوې دي، په سيمينارونو کې يې ګډون شوی دی او ټولنه په افغانستان کې هم پېژندل شوې او هڅې يې هم د قناعت وړ ګڼل شوې دي. له افغاني ټولنو سره  د افغانستان ملي ارزښتونو او ملي مسايلو په اړه مشوره کېږي او زموږ ټولنه هم خپل سپارښتونه او وړانديزونه ورته وړاندې کوي، له اړتيا سره سم خپل پرېکړه ليک او يا پيغام هم له هغوی سره ګډ صادروي او رسنيو کې يې خپروي، چې د همغږي ښه بېلګه ده.
نيدرلند: زموږ ټولنه په نيدرلند کې له ګڼشمېر هالنډي، افغاني او نورو پردېسو مدني ټولنو سره اړيکې ساتي او په غونډو کې يې ګډون کوي او له يو شمېر مدني ټولنو سره د افغانستان د حياتي موضوعاتو په اړه مشورې کوي او له اړتيا سره سم غونډو ته راغوښتل کېږي او د هغوی په غونډو کې هم ګډون کېږي.
په نيدرلند کې يو شمېر افغاني ټولنې له ډېره وخته په دې هڅو بوخت دي، چې يوه د همغږي افغاني جرګه په هالنډ کې رامنځ ته کړي، چې په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دغه برخه کې اساسي رول لوبوي.
د هالنډي خپرونو او د مهاجرينو په اړه په رسنيو کې خپاره شوي معلومات څېړل شوي دي او په  اړه يې غبرګونونه او نظرونه هم په رسنيو کې خپاره شوي دي.
په نيدرلند کې د افغانستان د سفارت چلند له افغانانو سره تر څارنې لاندې نيول شوی او په اړه يې اړين غبرګون ښودل شوی دی. 
د افغانستان سفير، قونسل او نورو چارواکو يې د ټولنې په يو شمېر سيمينارونو کې ګډون کړی، خبرې يې کړې دي او هڅه شوې چې ښې اړيکې له افغاني سفارت سره وساتل شي.  
اروپا: د مهاجرتونو په ترڅ کې افغانان په ټوله نړۍ کې پردېس شوي دي، نو د افغانانو سره اړيکې په اروپا او د نړې په نورو برخو کې د ټولنې اړينې هڅې ګڼل کېږي.
افغاني کلتوري ټولنه په اروپا کې له نورو ټولنو سره نېژدې اړيکې ساتي او د ګڼشمېر اروپايی افغاني ټولنو په غونډو کې ګډون کوي او خپل پيغامونه وراستوي او په ملي مسايلو کې ورسره خپله همغږي څرګندوي.
د اروپايي افغاني ټولنود مشورتي شورا (جرګې) د جوړولو او يا د پخوانۍ اروپايي افغاني جرګې د بيا فعالولو هڅې يې هم تر سره کړې دي او په دې برخه کې ليا هم هڅې روانې دي.
له اورپا يې بهر هم له يو شمېر ټولنو سره اړيکې ساتلې دي او وخت پر وخت د يو شمېر ټولنيزو پېښو په اړه ورسره مشورې کوي او د ټولنې د بسټليک په رڼا کې ورسره اړېکې ساتي.
ټولنه: د ټولنې د ورځنيو هڅو په ترڅ کې له ۲۰۰۸تر ۲۰۱۲د کتابونو د خپرولو تر څنګ د ګڼشمېر لويو او وړو پوهنيزو، څېړنيزو او کلتوري غونډو جوړول او په رسنيو کې يې په اړه معلومات خپرول د ټولنې يوه غوره لاسته راوړنه ده، چې راپورونه يې په رسنيو کې خپاره شوي دي او کله کله په يوتيوب کې په انځوريز بڼه هم راڅرګند شوي دي.
څېړنغونډې
پښتو پوهنېزه پانګه: ( د پښتني پوهانو ويناوې او څرګندونې د پښتو ژبې د ودې، خپرولو او علمي کېدلو په اړه)،
په افغانستان کې ټاکنې: (په غونډه کې د افغانستان د ټاکنو حقوقي، سياسي، ګونديز او وګړيز اړخونه څېړل شوي دي)،
د افغاني رسنيو مسؤليت: (د ټولنيز ژوند په برخه کې د ټوليزو رسنيو څېړلو په اړه پوهنيزه غونډه او هنري غونډه)،
افغاني کلتوري ارزښتونه: (کلتوري، پوهنيزه او هنري څېړنغونډه، چې ډېره برخه کورنيو، ځوانانو، پېغلو او ماشومانو ته ځانګړې شوې وه، چې د ګڼشمېر کورنيو تر څنګ د افغانستان د سفارت، د اروپايي ټولنو استازو او له افغانستان راغليو مېلمونو ګډون پکې کړی وو)،
پردېسي او افغاني کلتوري ټولنې: (په غونډه کې پر افغاني کورنيو او افغان ماشومانو د پردېس چاپېريال اغېز څېړل ول)،
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لسمه کليزه: (يوه پوهنيزه سياسي غوڼده وه، چې په افغانستان او افغاني پردېسو د امريکايي تيري لس کلنه موده يې تر څېړنې لاندې نيولې وه، چې د جګړې حقوقي اړخونه او د افغانستان د ستونزو حللارې ته ځانګړې شوې وه، چې د مقالو ټولګه يې خپره شوې هم ده)،
د ۲۰۱۲ميلادي کال د جون مياشت کې په برلين کې د افغاني اروپايي ټولنو د ګډې غونډې اداري او مسلکي چارې هم د يادولو وړ دي، چې د افغاني ټولنو ترمنځ يې د تفاهم لاره نوره هم پراخه کړه، د اروپايي جرګې د فعالولو او يا بيا جوړولو په اړه بحثونه وشول او يو شمېر ټولنې د افغانستان د ستونزو او حللارو په اړه خپل نظريات هم شريک کړل.
د ټولنې د غونډو د چارو توکي
د ټولنې د غونډو لپاره يو بيمر (سينماسکوپ) اخيستل شوی دی، چې په سيمينارونو کې کارول کېږي، چې د ټولنې شتمني ګڼل کېږي.
د ټولنې د غونډو لپاره سرمېزۍ اخيستل شوې دي، چې د دريو ټوټو په بڼه د دريځ (ستېژ) د جوړولو او دېکور لپاره کارول کېږي او د ټولنې شتمني ګڼل کېږي.
د ټولنې د پېژند لپاره د ټولنې نوم او نښان په يوه لويه ټوټه انځور شوی دی، چې د ټولنې په غونډو کې ورڅخه کار اخيستل کېږي.
د ټولنې د دريځ لپاره بېنر (پېژندپاڼه) هم د ټولنې له نښان، نوم، برېښناپاڼې، برېښناپتې او د بنسټ اېښودلو کال او ځای له نامه سره هم جوړ شوی دی، چې د ټولنې په غونډو کې کارول کېږي او د ټولنې شتمني ګڼل کېږي.
خپرونې
۱ – د پېښو په اړه او د نورو ټولنو غونډو ته د ټولنې پيغامونه ليکل شوي او د ټولنې په پاڼه کې خپاره شوي هم دي.
۲ – د ټولنې څېړنيزې ليکنې ليکل او خپرول هم د ټولنې له ښو هڅو څخه ګڼل کېږي.
۳ – د لومړي ځل لپاره د ټولنې برېښناپاڼه «www.acvn.nl» په ليکه  شوې ده او برېښناپته «[email protected]» هم فعاله شوې ده، چې د ټولنې د خواخوږو لخوا تمويلېږي، د ډيزاين مسؤل او د مواد د پورته کولو مسؤلين يې په بېلابېلو ملکونو کې اوسېږي، چې بايد په دې اړه فکر وشي، چې ټولنه يو د خپرونو کميسيون ورته جوړ کړي او کلنی لګښت يې هم ټولنه پخپله پرې کړي. 
۴ – د ټولنې په نامه د ۴نويو کتابونو خپرول:
اوټوکېد (تخنيکي هندسه)، د کندهار پوهنتون لپاره.
د تاريخ ننداره، د کابل د ادبياتو پوهنځي لپاره.
د نثر ليکلو هنر، د کابل، جلال آباد او پکتيکا پوهنتونونو لپاره.
د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود، د ټول افغانستان او بهرمېشتو افغانانو لپاره، بايد ياده شي، چې پرته زموږ له ټولنې دغه کتاب د نورو ټولنو لخوا هم څو ځله بيا خپور شوی دی او په ټولنه کې يې ښه هرکلی شوی دی.
امريکايي ډيموکراسي او افغاني سياسي بې وسي، په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې د پوهنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د لسمې کليزې د شتون په اړه خپور شوی وو.
بايد ياده شي، چې د ټولنې د زياترو کتابونو اهتمام د ټولنې د اداري کميسيون لخوا تر سره شوی دی او د کتاب ډېزاين بيا د ټولنې د خواخوږو لخوا تر سره شوی دی، د لګښت په برخه کې يې د ټولنې تر څنګ اشخاصو او يا بلې ټولنې هم مرسته کړې ده.
اداري برخه
په نيدرلند کې
د ټولنې د کار ډلې او اداري جرګې غونډې په پرلپسي توګه جوړې شوې دي، د تليفون پر ليکه هم غونډې شوې دي او برېښنايي غونډې هم د کاري ډلې تر منځ تر سره شوې دي.
په نيدرلند کې د يو شمېر ټولنو سره پرلپسې د ګډ کار خبرې شوې دي او اوسمهال هم پرلپسې خبرې روانې دي، چې د غرغښت د ټولنې له مشر ښاغلي اکبري، خپلواک ژورناليست او ليکوال انجينير قادر مسعود چې خپله برېښناپاڼه هم لري، د افغان راډيو برېښناپاڼې له مسؤل حقوقپوه جمال کټوازي او د احمد شاه بابا د ټولنې مشر ښاغلي ننګيالی بڅرکي سره هم د ګډ کار خبرې شوې دي.
د نيدرلندي افغاني ټولنو سره د ګډ پروګرام د جوړولو ګامونه هم اخيستل شوي دي، خو خپلو ګډو موخو ته ليا هم په بشپړه توګه نه يو رسېدلي.
د الکمار د افغاني ټولنې سره اړيکي ساتو، د «بدې لار» د فلم په پرانيستونکي پروګرام کې د ټولنې څېړنيزه ليکنه واورول شوه او په نورو غونډو کې يې هم ګډون شوی دی.
بايد ياده شي، چې ليا په هالنډ کې د افغاني ټولنو د همغږي جرګه نه ده رامنځ ته شوې، خو په دې برخه کې ليا هم کار روان دی او هيله ورته شته، چې په راتلونکي کې يوه ښه د همغږي جرګه په هالنډ کې هم رامنځ ته شي، خو لږ څه بايد زغم ولرو، نوبيا به دغه موخې ته هم ورسېږو، چې يو ډېر ښه ګام د اروپايي د همغږي د جرګې د فعالولو لپاره ګڼل کېدلی شي.
په اروپا کې
په اروپا کې د افغاني مدني ټولنو د همغږي شورا يا جرګې هڅې هم روانې دي، ليا په ۲۰۰۱ميلادي کال د اروپايي افغاني جرګې هڅې پيل شوې وې، خو ايله په ۲۰۰۵ميلادي کال په پيل کې د داسې يوې جرګې تفاهم وشو، خو د مسؤليتونو او ګډ فعاليت کوم بنسټليک يا کړنلاره يې نه درلودل، ځکه يې تر ننه فعاليت هم محسوس نه دی.
په ۲۰۱۱ميلادي کال د مارچ په مياشت کې د جرمني د فرانکفورت په ښار کې د يو شمېر اروپايي افغاني ټولنو د استازو په ګډون يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په هغه غونډه کې د برلين ښار يوه اداري کومېټه جوړه شوه، چې د جرمني د پارلمان او دولتي هستو سره د اروپايي ټولنو د يوې څانګې په توګه اړيکې ټينګې کړي او  خبرې وکړي.
د ۲۰۱۲ميلادي کال د جون په دېرشمه د برلين د ديموکراسي په کور کې د لږ تر لږه ۲۲بېلابېلو ټولنو د استازو په ګډون يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د ۱۰۰تنو ګډونوالو نه ۳۰تنه يې د آلمان د پارلمان د بېلابېلو ګوندونو غړي ول او پاتې يې د افغاني ټولنو او يو شمېر بهرنيو ټولنو استازي او د رسنيو چارواکي ول، چې موخه يې د افغانستان د کړکېچونو د ستونزو د حللارې څېړل ول.
وروسته له سيميناره بله ورځ يې په برلين کې د افغاني ټولنو د استازيو په ګډون وروسته له مباحثو او نظرياتو له شريکولو د يوې موقتې اروپايي شورا چې ۱۵تنه غړي يې درلودل توافق وشو او د کار ډله هم وټاکل شوه، خو د ځينو تخنيکي ستونزو، د سليقوي تفاوتونو او غير مسلکي چلند په ترڅ کې د دغه شورا کارونه ليا په پيل کې ډېر کاوړي ول او يا ښه ووايم اوس بېخي په ټپ درېدلي دي.
په دې برخه کې بايد ياده شي، چې د اروپايي افغاني ټولنو د همغږي جرګې د فعالولو هڅو اساسي چارې او نظريات هم په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې لخوا تر سره شوې دي او په راتلونکي کې هم بايد موږ په دې برخه کې هڅې وکړو.
وروسته د برلين له غونډې د جرمني په کولن کې د جرمني يو شمېر نورو ټولنو، د ډنمارک د يو شمېر ټولنو له استازو سره هم خبرې وشوې او په بلجيم کې هم د اروپايي شورا په اړه څرګندونې تر سره  شوې دي، چې اوس پوښتنه دا ده، چې زړه شورا بيرته فعاله شي او که نوې شورا يا جرګه وټاکل شي او د فعاليت ميکانيزمونه يې په بنسټليک او کړنلاره کې درج شي.
د اروپايي جرګې د فعالولو او يا بيا جوړولو په اړه زياتره ټولنو نظريات جوت دی، د برلين په هسته ټولې اروپايي ټولنې خوشاله دي او د نوې شورا (جرګې) د فعالېدو او يا جوړېدو په برخه کې هم مثبت نظر لري، خو ليا تفاهم ته نه يو رسېدلي.
په دې برخه کې بايد نور کار هم وشي، ځکه له يوې خوا افغانستان د ۲۰۱۴ميلادي کال په درشل کې دی، له بلې خوا ټولټاکنې دي او زموږ مسؤليت دی، چې د افغانستان په اړه بې تفاوته پاتې نه شو او له يو قوي اروپايي تريبونه به زموږ خبرې ډېر اغېز ولري، نسبت دې ته، چې له هر ګوټه بېله وړه ناره پورته کړو.
د اروپايي ټولنې د همغږي جرګې په بنسټليک کار هم شوی دی، خو يو مناسب حالت ته اړتيا لري، چې له نورو ټولنو سره خبرې پرې وشي او موږ وکولی شو په دې برخه کې جوت ګامونه واخلو. مخکې هم د اورپايي افغاني جرګې د رامنځ ته کېدلو مخکښ موږ وو، اوسمهال هم مخکښ يو او په راتلونکي کې هم بايد مخکښ پاتې شو، ځکه زموږ ټولنه تر ډېرو نورو ټولنو څانګپوهه ده، ملي بڼه لري، ډېر مسلکي غړي  او کافي تجربه لري.
د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو او وروسته له ۲۰۱۴د افغانستان د برخليک په اړه د ښاغلي عبدالباري جهاني او يو شمېر نورو ملي شخصيتونو په ګډون هم غونډې تر سره شوې دي، چې په دې برخه کې بايد د افغانستان د ټولټاکنو په اړه ټولنيز پلاتفورمونه، ستراتيژکي تيوريتيک بنسټونه رامنځ ته شي او د بيا رغاونې په تيوريتيک پروګرامونو هم کار وشي، چې د ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې يو مناسب شخص ټاکنو ته وړاندې شي او يا په اروپا، نړۍ او افغانستان کې د اغېز يو قوي ټولنيز پلاتفورم ولرو.
د دغه وروستي ملي مسؤليت او د ګډو هلو ځلو د پياوړتيا او بري لپاره به د افغاني اروپايي جرګې ګډ، پراخ او اغېزمن غږ ډېر غوره وي. د اروپايي جرګې د نه رامنځ ته کېدلو سبب هم بايد د دغه شورا او يا جرګې د چارو د کاوړتيا په علتونو کې ولټول شي او حللارې يې لیا اوس ولټول شي، چې وروسته به بيا ناوخته وي، نو موږ کولی شو ځينو هغو پېښو ته نېغه نغوته وکړو، چې فکر بايد پرې وشي.
د مخکنۍ شورا (جرګې) د غړو تګ افغانستان ته او جرګه د ناڅرګند برخليک سره لاس او ګرېوان کول.
د جرګې د کار ډلې پر ځای د نوي ټيم نشتوالی يا په دې اړه د مخکنۍ کاري ډلې او يا جرګې بې تفاوتي.
د ټولنو تر منځ د همغږي کاوړتيا او بې اعتمادي يا بې ځايه سيالي شتون.
سليقوي ذهنيت په يو شمېر ټولنو کې هم د پام وړ خبره ده.
په کارنو او مسؤليتونو کې بايد څانګپوهنې او کارپوهنې ته لومړيتوب ورکړل شي.
شخصي غوښتنې تر ملي غوښتنو غوره ګڼل هم خپل اغېز لري او هر څوک بايد هڅه وکړي، چې خپل امکانات د لوی هدف لپاره و نه سپموي او معنويت ته درنښت وکړي. د افغانستان په ناخوالو کې زموږ ټولنه ډېره زخمي او ټوټې ده، خلک مو د ژوند او مرګ له ګواښونو سره مخامخ دي. پر موږ مسلکي خلکو دا فرض ده، چې د خپلو خلکو په چوپړ کې مسلکي کار وکړو او ټولنه له نننيو ناخوالو وژغورو، نو دغه موخې ته د رسېدلو لپاره بايد ياده شي، چې له يو لاسه ټک نه خېژې، ځکه نو موږ تاسو ګډ او صادقانه کار ته اړتيا لرو.
د ټولنې مالي برخه
ټولنې په ۲۰۰۸ميلادي کال کې د لومړي ځل لپاره ديجيټال بانکي سيستم رامنځ ته کړ، چې د ټولنې مالي برخه يې پياوړې کړې ده، چې په دې برخه کې د ښاغلي ډاکټر صيب صبور عابد هڅې د پام وړ او يادونې وړ دي، چې ټولنې ته يې په دې برخه کې يو ډېر پياوړی مسير ورکړی دی.
ټولنه ګڼشمېر مرکزي غړي درلودل، چې د ټولني د غړيتوب پر بنسټ يې مياشتنۍ  ګډون ونډه ورکړې او يو شمېر افغانانو پرته له غړيتوبه ټولنې ته بسپنې هم ورکړې دي.
اوس مهال ټولنه ګڼشمېر فعال غړي لري، چې يو شمېر يې په نننۍ غونډه کې حاضر دي او د مياشتنۍ ونډې تر څنګ يې بسپنې هم ورکړې او د ټولنې په کارونو کې يې اوږه ورکړې.
د ټولنې بانکي شمېره  د ټولنې په نامه ده او اوسمهال د بانک کارتونه د ډاکټر سيد نصير احمد او ډاکټر صيب صبور عابد په نامه دي.
د ټولنې په بانکي شمېره کې اوسمهال هم کافي پيسې شته، چې د ټولنې چارې پرې سمبال شي، نو د ټولنې اوسنۍ پانګه په بانکپاڼو کې درج ده، چې د مالي چارواکي په راپور کې به يې واورو.
د بانکي شمېرې ستونزې:
ځينې بانکي شمېرې غلطې وې او د وخت په تېرېدو سره بندې شوې دي، چې د ټولنې د مالي چارو د کميسيون لخوا يې نومونه د ټولنې د غړيتوب له پاڼې لرې شوي دي.
يو شمېر دوستانو پخپله خوښه نورو ملکونو ته د مهاجرتونو او يا نورو ستونزو په ترڅ کې د خپلې بانکې شمېرې د بندېدو غوښتنه کړې ده، چې غوښتنه يې د مالي کميسيون لخوا پوره شوې ده. 
له يو شمېر بانکي شمېرو نه پيسې ټولنې ته راځي او بيا بيرته ترې اخيستل کېږي، چې د بانکشمېرې له خاوندانو سره په دې اړه خبرې شوې دي، چې له خپل بانک سره خبرې وکړي، پرته له هغې به يې بانک شمېره له ليسته وايستل شي، ځکه د پيسو د راتلو او وتلو په ترڅ کې په بانکشمېره اضافي لګښت راځي.
د غونډو د ناسمې همغږي په ترڅ کې د دې امکانات نه دي رامنځ ته شوي، چې ټولنې ته نور غړي راوبلل شي او غړيتوب تر لاسه کړي.
د افغانانو په منځ کې د ټولنې په اړه د رغنده تبليغ نشتوالی او له افغانانو سره د کاري ډلې د لږ ارتباط ته هم ګوته نيول کېږي، ځکه ښې او پرلپسې اړيکې به پر يو او بل د باور مضبوتيا او د سيالي د مخنيوی په برخه کې ډېر غوره وي، چې په راتلونکي کې نور افغانان هم په ټولنه اعتبار وکړي او د ټولنې غړيتوب تر لاسه کړي.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه له دولتي مؤسسو هېڅ ډول بسپنې او مرستې نه اخلي، چې موږ ته ډېر د وياړ وړ موضوع ده، ځکه موږ د ټولنې د جوړولو سره هوډ کړی وو، چې دا به ناپېيلې افغاني ټولنه وي او د افغانانو په خوښه او پخپلو اقتصادي امکاناتو به چلېږي، چې تر ننه يې دغه دريځ خپل کړی دی. د ټولنې ټول غړي او اداري چارواکي په خپله خوښه او د ټولنې لپاره وړيا کار کوي، چې زه ترې مننه کوم. 
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري  ټولنې د فعاليتونو د کاوړتيا ځينې نور سببونه هم شته دي، چې بايد ياد شي
۱ – د ټولنې مړه شوي مسلکي غړي:
مرحوم شهيد عبدالمالک پيغام
مرحوم ميرزا علم حميدي
مرحوم محمد علم بڅرکی
مرحوم ډاکټر همايون کامران
موږ بايد د خپلو دغو مشرانو نه مننه وکړو، اروا ته يې دعاوې وکړو، له لوی څښتنه ورته د مغفرت او فردوس جنتونو غوښتنه وکړو. زما په ګومان دغه مشران پر موږ ډېر حق لري، د دوی په يادون بايد په آينده کې افغاني کلتوري تولنه د دغو اشخاصو د ادبي هلو ځلو او په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې په رامنځ ته کولو کې او اروپايي ټولنو په فعالولو کې يې رول وڅېړل شي، چې په افغاني ادبي نړۍ کې ثبت شي او راتلونکي نسل ته د پام او الهام وړ وګرځي.
بايد ياده کړم، چې د ټولنې اغېز بايد نه يوازې په هالنډ کې په پام کې ونيول شي، بلکې لکه د يو ټولنيز بنسټ د تهداب اساسي برخه غوندې وګڼل شي، ځکه زموږ تېر مشران ول، چې موږ الهام ترې اخيستی دی او د پورته یاد شو مشرانو هڅې وې چې نن سبا په هالنډ، اروپا او د ټولنې په نورو برخو کې تولنيزې هستې شته دي او د دغو مشرانو تجربې وې، چې نن سبا موږ او تاسو ګډ ناست يو او نننۍ غونډه مو د افغاني کلتوري ټولنې په چوکاټ کې جوړه کړې ده. زه پخپله د دغو ټولو مشرانو د هلو ځلو او د ژوند هغه اړخونه يې چې ما ته معلوم دي، په اړه به ليکنې وکړم او يادون به يې ژوندی وساتم.
د افغاني پوهانو په برخه کې زه د مرحوم ميرزا علم حميدي، چې تر ۱۵يې ډېر ټولنيز او پوهنيز کتابونه پښتو ته راژباړلي او ليکلي دي د يادونو وړ ګڼم. مرحوم عبدالمالک پيغام د دغه ټولنې يو له مستعدو او مستحقو غړو څخه شمېرل کېږي او د افغانستان په اړه يو پوخ ليکوال، سياسي فعال او هماسي شاعر ګڼل کېږي. د ښاغلي محمد علم بڅرکي په اړه بايد ياده کړم، چې د افغانستان د لومړني سياسي بهير ويښ زلميانو غړی وو، خو په ډېر پاخه عمر يې په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې په بنسټ اېښودلو کې مشورې، هڅې او ليکنيز فعاليتونه و نه سپمول، چې د افغانی کلتوري ټولنې د خوځښت لپاره يې خپل اړين پوتنسيال درلود. مرحوم ډاکټر همايون کامران د ټولنې په بنسټ اېښودلو کې رغنده رول درلود، د ټولنې د ټولو پوهنيزو سيمينارونو په څېړنيزه برخه کې يې برخه اخيستله او په اروپايي ټولنو کې يې د افغاني کلتوري ټولنې په استازيتوب ګډون کړی او رغنده سپارښتونه او هلې ځلې يې کړې دي.
بايد ياده کړم، چې دغه بېلګي د ټولنې راتلونکې اداري جرګې او ځوان نسل لپاره د پاک، صادق او وياړ ډک وجدان ډېره ښه بېلګه ده، نو تاسو ځوانانو ته د ټولنې يو دروند مګر له وياړه ډک مسؤليت درپه برخه کېږي، ځکه د ټولنې د نېک نامه، بشري ارزښتونو او معنويت ساتل په ښه بڼه تر سره کړی. د ټولنې پاک نوم زموږ او تاسو د ژوند هنداره  ده، چې نور ځوانان او نسلونه به خپل انځور پکې ګوري.  
۲ – نورو ملکونو ته بيا مهاجر شوي د ټولنې مسلکي غړي:
ښاغلی علي احمد مجبور
انجينير افضل ټکور
انجينير نظيف الله تکل
ډاکټر طارق رشاد
مېرمن ستوری منګل
محمد حسن شور
انجينير سيد شېر احمد
اقتصاد پوه محمد خالد وردګ
له دغو ملګرو، وروڼو او دوستانو او نورو افغاني کارپوهانو سره! موږ له يو او بل سره لکه وروڼو، خويندو او خپلوانو غوندې ارتباطات خپل کړي ول. په ډېرو ستونزمنو اقتصادي، سياسي او د افغانستان د شخړو او سليقوي ناندرو په درشل کې مو وکولی شوی، چې په هالنډ، اروپا، امريکا، آسيا کې مېشت افغانانوتر منځ د افغانستان د ټولو سيمو، ټولو دينونو، مذهبونو او سياسي کړيو اشخاصو او پيروانو تر منځ د پوهاوي، زغم او ورشه درشې شرايطو د رامنځ ته کولو هڅې وکړو او په ګڼشمېر سيمو کې مو بېلابېل خلک تر يو چتر لاندې راټول هم کړل او خپلو افغاني ارزښتونو ته مو هلته او دلته تر يو بريده وده ورکړه، چې په دې برخه کې ستاسو څخه هم همدا د نېکو هيلو، صداقت، پرته له سياليو او تربګنيو د ګډو هلو ځلو توقوع کېږي.
په دې برخه کې بايد ياده شي، چې زموږ افغان پوهان د افغانستان د وروستيو دېرشو کلونو د سياسي بندوبستونو قرباني شوي دي، چې د افغان ولس پوهان نن سبا د نړۍ په ټولو برخو کې خواره واره پردېس پراته دي او له پوهې يې سمه ګټه نه پورته کېږي. يو او يا دوو به چانس تر لاسه کړی وي او د ژوند حالات به يې ښه شوي وي، مګر اکثريت افغان پوهان او څانګپوهان ډېر خوار ژوند لري، چې حتی د مړيو د خښولو لپاره اقتصادي امکانات او د تدفين ، فاتحې او داسې نورو ديني مناسکو ټولنيز جوړښتونه هم نه لري او یا به په سلهاو کيلومټره د خپلو مړيو خښولو او فاتحوو ته ځي، چې د سيمه ييزو پرديو دينونو او مذهبونو له سياليو سره هم لاس او ګرېوان دي، په اوروپا کې داسې هم شوي دي، چې يو افغان مسلمان د پردېسي تنهايي په ترڅ کې لکه هندو، بې دينه او يا عيسوي مړي غوندې په اور کې هم سوځول شوی دی. دغه موضوعات د ټولنې د راپور نه وتلې دي، نو زه به يې په خپلو ځانګړو ليکنو کې وليکم او  په دې اړه به بيا ځينې زړه بوږنوکي معلومات هم روښانه کړم او خپاره به يې کړم.
له هالنډه بيا نورو ملکونو ته مهاجرتونو خپل ډېر ستر او بوږنونکی اغېز په ټولنه کې پرې ايښی دی، چې موږ ډېر څانګپوه او مجربه کارپوهان له لاسه ورکړي دي. ما ته ډېره زړه بوږنکونکې ده، چې زموږ له ګڼشمېر څانګپوه کدرونو څخه سمه، هراړخيز او بشپړه ګټه نه اخيستل کېږي. له بده مرغه نه افغاني چارواکي او نه هم نور ټولنيز او يا نور مدني جوړښتونه افغاني پردېس پوهانو ته د درنښت په سترګه نه ګوري، چې دغه يوه ډېره ستره جفا له خپلو مسلکي خلکو سره ده.
زه د افغاني کلتوري ټولنې د بنسټ اېښودنکې غونډې له فعالو غړو انجينير سيد شېر احمد، انجينير نظيف الله تګل، انجينير افضل ټکور، ملا بصير حبيبي او نورو غړيو څخه په ځانګړي توګه مننه کوم. د ښاغلي علی احمد مجبور صيب هلې ځلې په ټولنه کې، د کتابونو په خپرولو کې بسپنې او داسې نورې مرستې او د ټولنو د مېلمنو درنښت او مېلمه پالنه د يادولو او قدر وړ ګڼم، چې زموږ افغاني ټولنې په معنوي ارزښتونو کې شمېرل کېږي او زه ترې مننه کوم.
ډاکټر صيب طارق رشاد چې زما نيژدې ملګری دی او د ټولنې د بنسټ اېښودلو په برخه کې يې رغنده رول درلود، د ټولنې لومړنی مشر وو او د ټولنې ادارې او د ليکنيزو فعاليتونو په برخه کې يې اساسي رول درلود. زه پوهېږم، چې په افغانستان کې د لوړې ادبي، ژبني او کلتوري پوهې کارپوهان د ګوتو په شمار دي، مګر بايد ياده کړم، چې ښاغلی ډاکټر صيب طارق رشاد يو له هغو اشخاصو څخه دی، چې د ټولنې په اداري، کلتوري او ادبي چارو کې يو ځانګړی استعداد لري او روغتيايي ډاکټر هم دی، چې ساينسي پوه يې هم په لوړه کچه ده، مګر له خواشيني سره بايد ياده شي، چې د دغه ستر شخصيت سره هم د سيالي يا تربګني په تله کې چلند کېږي او له دغه پراخې پوهنيزې چينې، بشري حوصلې او ادبي زېرمې نه رغنده استفاده نه کېږي، بلکې د غوړېدلو مخه يې نيول کېږي، ځکه زه بيا په ټولو غږ کوم، چې زموږ د بري اساسي رچۍ اتفاق، زغم او يو بل ته درنښت دی.
له ټولو لويه بدمرغي دا ده، چې زموږ د دا ډول پوهو، صادقو او پاک وجدانو خلکو له ذهني او پوهنيز پوتنسياله د افغانستان لپاره ګټه نه پورته کېږي، څوک يې په سيمه کې مدغموي او څوکي يې په سياسي کړيو کې بندوي، خو د افغانستان صادق کارپوهان لکه طارق رشاد او نور په يوه ګوله ډوډۍ پسې د مهاجرتونو په څپو لاهو دي. د ادبي هڅو، کلتوري هلو ځلو او سياسي اخوډبونو تر څنګ د هر يو کارپوه شخص د کورنۍ نفقه هم پرې فرض ده، نو زه بيا تاسو ته تآکيد کوم، چې د ټولنې ماضي ډېره سپېڅلې، له وياړونو ډکه او څانګپوهه ده، د خپلې هرې پرېکړې په اړه د ټولنې ماضي په خپل ذهن کې يو ځلې تېر کړی او بيا پرېکړه وکړی!
۳ – افغانستان ته د کار لپاره تللي اداري غړي:
حاجي نثار احمد پوپل
حاجي اسدالله الکوزی
پوهنمل رحمت ګل ځواکمن
زموږ په ټولنه کې داسې خلک ول، چې نن سبا د افغانستان په چارو کې غوره رول لوبوي، يو شمېر يې په اقتصادي مشورتي بورډونو کې بوخت دی او نورو يې د ښوونې او روزنې په برخه کې رغنده فعاليتونه کړي دي، چې په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې لپاره يو ټولنيز وياړ دی، چې د دغو غړيو کارونه په مسلکي برخه کې کېدلی شي په افغانستان کې ګټور اخېز ولري او د خلکو د ژوندون په هوساينه کې خپل رول ولوبوي.
۴ – د ټولنې د کارونو په کاوړتيا کې بايد د ټولنې د غړيو فکتور ته هم پام وشي:
د غړيو مصروفيتونه
د غړيو ناروغي
سليقوي ذهنيت، د سيالي احساس او يا نورې سايکولوژيکي ننګونې
بې اعتمادي يا تربګني، سياسي سليقوي شاليد
د څانګپوهنې نيمګړتياوې
د ټولنې د اداري جرګې اوسني غړي:
ډاکټر سيد نصير احمد
متيلدا کروز
ډاکټر صبور عابد
ډاکټر عرفان نور
عبدالله احسان
پوهنمل رحمت ګل ځواکمن 
بايد ياده کړم، چې د ټولنې په ادراي جرګه او کاري ډله کې هم د نيوکې اړين ټکي شته، خو د ټولنې د ښه او اغېزمن فعاليت لپاره بايد د ټولنې راتلونکي پلانونه د ټولو غړو په فعال ګډون رامنځ ته شي، هر څوک بايد تر خپلې وسې د ټولنې په برخه کې خپل فعاليت پياوړی کړي او د سيالي پر ځای دې د ګډ کار لپاره هوډ وکړي. په ټولنه کې کارته دې لکه يو معنوي او ټولنيز مسؤليت وګوري. په پای کې به زه خپلې ځينې ستونزې او وړانديزونه هم ياد کړم، چې کېدی شي د ټولنې په نننيو ټاکنو کې ورته پام وشي. 
زما نننۍ کاري ستونزې په هالنډ کې زه دې ته اړ کړی يم، چې له نيدرلنده بهر هم د کار پلټنې او د کار موندلو هڅې وکړم.
د مصروفيتونو او پورته یاد شوي فکتور په اړوند د ټولنې د مشرتوب چارې بايد بل چا ته وسپارم.
خپلو شخصي کارونو ته د رسېدو په اړه د ټولنې د بانکي شمېرې کارت هم د بل چا په نامه کول اړين دي.
بل مملکت ته زما د تګ  په اړه د ټولنې پته هم بايد واړول شي او يوه نوې پته په تجارتي خونه کې ثبت شي.
د مالي چارو د ښه سمون لپاره د بانکي پاڼو مرکزي کول، چې د يو چا (مالي چارواکي) لخوا ټولې او وساتل شي، نو د ټولنې پته هم کې د مالي چارواکي وي، د اضافي کاغذپراني څخه به ډډه شوې وي.
د برېښناپاڼې مسوليت ته نوی کميسيون جوړول او د پاڼې مسؤل چلونکي ټاکل هم غوره دي. د پاڼې لګښت بايد د ټولنې لخوا ډيجيټال  شي او له بانکي شمېرې پرې شي.
د تجارتي خونې کلنۍ ونډه هم بايد ديجيټل شي او لګښت يې د ټولنې د بانکي شمېرې لخوا پرې شي.
مېرمن متيلدا د خپل زړښت او ناروغي په اړه خپله استعفا ما ته وړاندې کړې ده، چې زما لخوا يې استعفا منل شوې او د ټولنې له اداري جرګې به يې نوم لرې شي.
د ټولنې د ژغورلو او پياوړتيا لپاره په راتلونکي کې هم بايد د ټولنې په چارو کې د سبوتاژ پېښې ته تل پام وشي، ځينې وخت داسې شوي، چې يو شمېر اشخاصو د فرهنګپال تر نامه لاندې د ستاينليکونو، ضمانت ليکونو او پېژند ليکونو غوښتنه کړې او کوي به يي، نو د دغه ډول غوښتنو په اړوند بايد د دا ډول غوښتنې ټول اړخونه په کاري ډله کې وڅېړل شي او د ټولنې د کاري ډلې د دوو تنو د لاسليک په ترڅ کې داسې سند يو چاته ورکړل شي او کاپي يې په آرشيف کې وساتل شي.
بله د سبوتاژ پېښه د يو شمېر نامطلوبو ډلو او يا اشخاصو شعوري ډله ييز غړيتوب په ټولنه کې دی، چې په ټولنه کې بايد ورته پام وشي، چې د دا ډول سبوتاژ اغېز او عاقبت به د ټولنې لپاره نا څرګند او حتی د له منځه تللو ګواښونو او سياسي ننګونو سره مل وې، چې د ټولنې د تباهي سبب کېدلی شي.
د راپور په پای کې غواړم، چې له خپلو ټولو دوستانو، همکارانو، د ټولنې غړيو او د هغوی د اعتماد په اړه د زړه له کومې مننه وکړم. زه په تاسو ټولو وياړم، ځکه تاسو په پټه خوله پر ما او د ټولنې په اوسنۍ کاري ډله باور وکړ، موږ ته مو د دې وياړ را په برخه کړ، چې خپل کلتور ته وُړ، مګر محسوس ګام پورته کړو. په تېره بيا ما ته مو يو ځانګړی وياړ راپه برخه کړی دی، چې ستاسو نه ډېر ممنون يم، نو ستاسو څخه بيا هم د ټولنې د کاري ډلې په استازيتوب درناوی کوم، نو که د راپور او ټولنې  په اړه پوښتنې لری، زه تيار يم، چې ستاسو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايم.  په درنښت
وروسته د ډاکټر سيد نصير احمد له راپوره د ټولنې منشي (عبدالله احسان) خپل لنډ راپور واورولو، چې زياتره يې د ټولنې د هڅو کاوړتيا ته نغوته کوله او د ټولنې هڅې يې په وروستيو کلونو کې ډېرې سياسي وګڼلې. د غړيو د کموالي او ناخوښو غړيو اندېښنه يې څرګنده کړه، خو د ټولنې اداري هڅې يې د ډاکټر سيد نصير احمد په خبرو کې بشپړې وبللې او د خبرو ليکه يې مالي چارواکي ته ورکړله.
ډاکټر صبور عابد خپل اړيڼ د مالي چارو راپور وړاندې کړ، چې په څو کلونو کې يې د ټولنې عايد او لګښتونه په ګوته کړل او د ټولنې د مالي چارو اوسنی حالت يې توضیح کړ او د مالي چارو راپور يې د ډاکټر سيد نصير احمد په خبرو کې کافي وبللو او دا يې ياده کړه، چې د ټولنې د راتلونکو هڅو لپاره ټولنه دومره امکانات لري، چې کلتوري پروګرامونه پرې جوړ شي او د ټولنې د خپرونو لګښتونه پرې وشي، خو بايد د نويو غړو په راجذبولو کې نور هم ډېر کار وشي.
وروسته له ډاکټر صيب صبوره د خبرو وار ښاغلي ډاکټر صيب عرفان نور ته ورسېدلو، چې عرفان نور د ټولنې د وروستي کال په اداري چارو روښنايي واچوله. تر سره شوي کارونه يې اړين وګڼل، خو ليوالتيا يې زياتره کلتوري او تفرېحي پروګرامونو ته وښودله، چې په هالنډ کې افغاني کورنيو او ماشومانو ته ډېر اړين دي، خو د کلتوري پروګرامونو ترڅنګ يې د علمي غونډو جوړول او د کتابونو خپرول هم اړين وګڼل.
د اجندا سره سم، وروسته د راپورنو له اورېدلو د ټولنې په اداري، مالي او کلتوري هڅو هر اړخيز څرګندونې وشوې، چې ډاکټر صيب عزيزالله شېرزاد هم د ډاکټر صيب عرفان نور خبرې تآئيد کړې او دا يې وويل، چې موږ افغانان بايد دلته په هالنډ کې مېشتو افغانانو ته په خپلو هڅو کې لومړيتوب ورکړو، ځکه اوسمهال په افغانستان کې کافي مسلکي خلک شته، چې هلته په افغانستان کې مسلکي سيمينارونه جوړ کړي، نو موږ بايد هغه هڅې وکړو، چې د افغانيت احساس دلته وساتو او پياوړی يې کړو.  ډاکټر صيب شېرزاد وړانديز وکړ، چې د ټولنې اداري جرګه يعنې نننۍ غونډه کې حاضر خلک بايد په هره مياشت کې يو ځل پخپلو کې سره وګوري او په يوه ټولنيزه موضوع بحث وکړي او يوې پرېکړې ته سره ورسېږي. دا ډول غونډې به زموږ په منځ کې پېژندنه، زغم او پوهاوی تقويه کړي، چې په دې برخه کې يې د تورکانو د غونډې تجربې يادې کړې. د ډاکټر صيب شېرزاد خبرې زياتر ګډونوالو تآئيد کړې، خو د هرې مياشت پر ځای يې د هرو دريو مياشتو په بهير کې غونډې اغېزناکې او ممکنې وګڼلې.
ښاغلي عصمت ثنا د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولنې راپور ډېر په زړه پورې او ځانکړی ياد کړ او په راتلونکي کې يې د ټولنې د کلتوري او تفريحي پروګرامونو ډېروالي ته نغوته وکړه او د افغانانو په راټولولو کې يې تفريحي غونډې  غوره وګڼلې. د ټولنې تېرې هڅې يې وستايلې او خپله خوښي يې څرګنده کړه. د ټولنې په هڅو کې يې خپله ژمنه بيا تکرار کړه، چې ټولنې سره به مرسته کوي. د ښاغلي عصمت ثنا خبرې ښاغلي فريد ويال هم تآئيد کړې او د غونډو او ټولنې هڅې يې غوره يادې کړې او د ګډو هڅو هيله يې وکړه.
ښاغلي نعمت الله د ټولنې هڅې ښې وبللې او خپل نظريات يې د مالي چارو د ليا پياوړتيا لپاره ياد کړل، چې د ټولنې په برېښناپاڼه کې د مؤسسو او يا تجارتي مرکزونو د ريکلامونو ځاي پر ځای کول او يا په افغاني تجارتي يا ټولنيزو مرکزونو کې د ټولنې په اړه معلومات ځړول يې ډېر غوره وګڼل او همدا ډول يې له نورو افغانانو سره د اړيکو ټينګول هم اړين او اغېزمن وګڼل او له ټولنې سره يې د هلو ځلو ژمنه وکړه. د نعمت الله خبرې د ټولنې ګڼشمېر غړيو تائيد کړې او ډاکټر صيب شېرولي ستوري اضافه کړه، چې له نورو ټولنو سره هم بايد ګډ کار وشي او په دې برخه کې بايد هلې ځلې اوس هم پر مخ يووړل شي.  
وروسته له بحثونو او د کاندېدانو د پروګرامونو اورېدلو او د ټولنې بنسټليک ته ژمنتيا د ټولنې د اداري جرګې لخوا د ټولنې د کار ډله او اجرائيوي کومېټه وټاکل شول، چې په دې برخه کې د غونډې هر ګډونوال ته د ټولنې د بېلابېلو برخو د مسؤليت اخيستلو وړانديز وشو. ډاکټر سيد نصير احمد د ټولنې مشري ته د ښاغلي ډاکټر عرفان نور نوم وړاندې او د ټولنې د مالي چارو لپاره يې ډاکټر صبور عابد يو مناسب کانديد ياد کړ. د ټولنې سکرټريت ته يې د عبدالله احسان يادونه وکړه او د اجرائيوي کومېټې لپاره يې د عصمت ثنا او نعمت الله نومونه یاد کړل، چې ښاغلی ډاکټر شېرولي او ښاغلی فريد ويال د ټولنې د اوسنۍ اداري جرګې غړي ياد شول.
وروسته له دې هر يو کانديد او د ټولنې غړو خپلې څرګندونې وکړې. ښاغلي عبدالله احسان د ټولنې د منشي توب په اړه استعفا ياده کړه، چې د بحثونو په ترڅ کې د غړيو د نظرياتو په پاملرنې سره وروسته له ټاکنو ښاغلی عبدالله احسان د ټولنې مشر، ښاغلی ډاکټر عرفان نور د ټولنې منشي، ښاغلی ډاکټر صبور عابد د ټولنې مالي چاروکی، ښاغلی نعمت الله او عصمت ثنا د کار له ډلې سره د ټولنې د اجرائيوي کومېټې د غړيو په توګه وټاکل شول. د ټولنې اداري جرګه د کاري ډلې، اجرائيوې کومېټې او دوو نورو غړو ښاغلي ډاکټر شېرولي ستوري او ښاغلي فريد ويال په ګډون بشپړه شوه.
له ډاکټر سيد نصير احمد سره په تفاهم کې وروسته د ټولنې د اداري جرګې له ټاکنو د ټولنې د مسؤليتونو د سپارلو په چارو خبرې وشوې. د ټولنې د اداري جرګې، اجرائيوي کومېټې  او کاري ډلې اسناد به د هالنډ تجارتي خونې ته سپارل کېږي. د ټولنې پته به اړول کېږي. د ټولنې د پاڼې چارې به په تدريجي بڼه د ټولنې د خپرونو د نوي ټاکل شوي کميسيون ته سپارل کېږي. د ټولنې سامان آلات، اداري آرشيف او مالي آرشيف به مسؤلو کسانو ته سپارل کېږي. د اداري جرګې له پرېکړې سره سم د ټولنې د مالي چارو د پرمخ بېولو لپاره د ټولنې مالي چارواکي او د ټولنې منشي ته د بانکې کارت د درلودلو مسؤليت وسپارل شو، چې وروسته له قانوني مراحلو به د بانک شمېرې کارتونه د ښاغلي ډاکټر صبور او ښاغلي ډاکټر عرفان نور په نامه شي. د مالي کميسيون غړي ښاغلي ډاکټر صبور عابد، ډاکټر عرفان نور او ښاغلي انجينير نعمت الله ونومول شول. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې وروسته د ټولنې د مسؤليتونو د بشپړې سپارنې او قانونوي مراحلو تېرولو به د ټولنې اداري جرګه د ډاکټر سيد نصير احمد په ګدون غونډه کوي او د مسؤليتونو سپارل به نهايي پړاو ته رسوي.
ډاکټر سيد نصير احمد د نوې ټاکل شوې جرګې او کاري ډلې د ثبتولو په اړه رڼا واچوله او هغه اړين ميکانيزمونه يې ياد کړل، چې په څه ډول د غړيو نومونه په تجارتي خونه کې واړول شي او د ټولنې د پتې اړولو او بانکي شمېرې د کارت د نوم بدلون يې توضېح کړل، چې په دې برخه کې ښاغلي ډاکټر عرفان نور ته مسؤليت وسپارل شو، چې د جرګې د غړو اسنادونه به تياروي، چې په تجارتي خونه کې له ثبتېدو وروسته به د بانکي کارت چارې هم پای ته ورسېږي.   
په هالنډ کې له نورو افغاني ټولنو سره د ګډ کار او  له هالنډه بهر او همدا ډول د اروپايي افغاني جرګې په اړه ډېر بحثونه وشول. د غونډې اکثريت له نورو ټولنو سره د ګډ کار پلوي وکړه، چې اوسمهال يې په ميکانيزمونو ډاکټر سيد نصير احمد کار کوي، خو د ټولنې نوې اداري جرګه به خپل نظريات وروسته څرګند کړي، ځکه له نورو ټولنو سره د ګډ کار ځينې د نظرياتو مخالف ټکي هم په نوې کاري ډله کې ياد شول.
په پای کې د غونډې ګډونوالو د ډاکټر سيد نصير احمد هلې ځلې وستايلې او د نننۍ غونډې ډېموکراتيک کرکتر او په ښه بڼه يې د مسؤليتونو په اړه بحث او مسؤليت سپارل د نورو افغاني ټولنو لپاره يوه ښه بېلګه وګڼله. ډاکټر سيد نصير احمد له نوې کاري ډلې سره د ګډ کار ژمنتيا ياده کړه او ټولو ته يې د بري غوښتنو تر څنګ د نوې کاري ډلې د پياوړتيا او ګډ کار لپاره سپارښتنه وکړه او يووالي او زغم ته يې راوبلل او غونډه په دوعايه ويلو سره پای ته ورسېدله.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
اداري کميسيون
د ۲۰۱۲ميلادي کال  د نوامبر ۲۶نېټه

- اداره
بېرته شاته