(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان او امارات د دوستۍ ۴۱ کلیزه

[24.Nov.2012 - 00:53]

افغانستان او متحده عربي امارات د خپلې کلکې دوستۍ یوڅلویښت کاله نمانځي

د افغانستان د متحده قامونو د شورا مشر حاجي اجمل خان ځاځی په عربي اماراتو کې میشتو افغانانو په ملگرتیا د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د یو څلویښتمې کلیزې په مناسبت د یووالي یوه ستره غونډه جوړوي.
د ښاغلي ځاځي په وینا دا درنه غونډه چې د نومبر د میاشتې په ٢٩ د شارجې په کلچرل پیلس کې کیږي. د غونډې کوربه او اهتمام کونکی حاجي اجمل ځاځی وي. هغه وايي چې دا د خپل نویت لومړۍ غونډه ده چې افغانستان او د متحده عربي اماراتو د دوستۍ یادونه او نمانځنه پکې کیږي. هغه وایی دا وخت د دریو لکو نه زیات افغانان په عربي اماراتو کې ژوند کوي.
ښاغلی ځاځي امریکا غږ آشنا راډیو سره خبرو کې وویل چې متحده عربي اماراتو په تیرو څو لیسیزو کې د افغانستان سره دمیلونو ډالرو مرستې کړیدي. هلته ې د مکتبونو او پوهنتونونو په جوړونه کې کومک کړی. د معذور او معیوب افغانانو او د هغو د کورنیو غم ېې خوړلی. په دې تیرو دریو لسیزو کې د عربي اماراتو مرستې چې د بې کوره افغانانو سره کړیدي د هیرولو نه دي.
حاجي اجمل ځاځی دا هم وايي چې زموږ د نومبر د نهه ویشتمې نیټې د دې سترې غونډې هدف دا دی چې افغانان خپلو محسنو وروڼو ته د مننې یو پیغام ورسوي. د هغو مرسته مننه ېې وکړي چې د افغانستان سره ې کړیدي او لا ېې هم کوي. هغه وايي چې زموږ دا غونډه به خارج کې میشتو افغانانو ته یو مثال وړاندې کړي چې افغانان احسان فراموشه او خاموشه نه دي. هغه وايي چې افغانان په هر هیواد کې چې میشت دي کولی شي چې خپلو کوربنو ته د داسې غونډو د لارې د ښه نیت پیغام ورسوي. اوس هم ډیر ملکونه افغانستان سره په ځاني او مالي توگه مرسته کوي او د سر په بدل د افغانستان ساتنه کوي. هغه زیاتوي چې موږ افغانان د دې ټولو ملکونو او د هغو د ملتونو منندوی یو چې موږ سره ې دوستي ،همکاري او مهرباني کړیده.
د نومبر د نهه ویشتمې نیټې د غونډې په اړه د افغانستان د متحده قومونو د شورا مشر الحاج اجمل ځاځي وویل چې متحده عربي امارات د دسمبر په دویمه د خپلې خپلواکۍ یوڅلویشتمه کلیزه نمانځي. نو د همدې جشنونو په لړ کې افغانان هم غواړي چې ځان ورسره شامل کړي. نو په دې هدف قریب شپږ سوو کسانو په گډون د یوې غونډې بندوبست نیول شویدی. چې په دې کې به د افغانستان نه راغلي میلمانه . په عربي اماراتو کې میشت فغان دیپلوماتان . همدا شان عربي اماراتو خپل دیپلوماتان ، تجاران او قامي مشران به هم میلمنو کې شامل وي. همداراز د افغانستان دولتي مامورین او ملي تجاران به هم میلمنو کې شامل وي.همدا شان افغانستان نه هم یو شمیر لیکوالان او د نظر خاوندان هم غونډې ته دعوت شوي دي. او کوربانه به ېې متحده عربي اماراتو کې میشت افغانان او د افغانستان د متحده قامونو د شورا غړي وي. هغه په عربي اماراتو کې میشتو افغانانو نه هیله وکړه چې د دې غونډې په کامیابولو کې پوره پوره ونډه واخلي

- نظاریوسفزی
بېرته شاته