(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په نښتو کې عام پښتانه مري

[22.Nov.2012 - 15:24]

نښتې د پوځ او طالبانو دي مري په کې عام پښتانه

عمردراز وزېر مشال راډيو
 دوه ورځې وړاندې (ګل ورځ)  د شمالي وزیرستان  پر میرعلي بای پاس سړک  د امنيتي سرتیرو پر یوه کاروان له بریده پس د پاکستان پوځ هیلیکاپټرو د میرعلي پر بیلابیلو سیمو ګوله باري وکړه
عسکري سرچینې وايي چې دوی د وسله والو طالبانو  ټکانې په نښه کوي. خو د ولسي خلکو د معلوماتو له مخې د توپونو ډېری  ګولۍ  دوی پر  ودانیو او مارکیټونو غورځول شوې دي،  چې په نتیجه کې يې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ شمیر ژوبل شول.
په وژل شوو کې د مېرعلی دې کریسېنټ سکول اېنډ کالج د دولسم جومات زده کوونکی نعیم الله هم شامل دی،چې د حیدرخیل کلي د مشر ملک ګل صالح جان پر کور باندې د ګولۍ لګیدو په نتیجه کې ووژل شو.
د هغه د کالج دوستان وايي،  نعیم الله ارمان لرلو چې ډاکتر جوړ شي.او په دغه ورځ هم په کلي کې دننه د خرابو حالاتو باوجود زدکړو(ټيوشن) ته تللی و چې څنګه کور ته راغلی وو نو  ځواني يې خاورې شوه.
د سیمې یو بل زده کوونکی وايي که له یوې خوا ملاله د وسله والو له خوا په نښه کیږي نو بلخوا د امنیتي سرتیرو دا ګام  د ستایلو نه دی او ددوی اندیښنې یې راپارولي دی
دي وايي،)) د پوځي کیمپ او هېلیکاپترو نه په دغه کور ګولۍ وویشتل شوې، تاته چا ویلي وو چې په دې کور کې ټارګېټ دی؟ چا درته ویلي و چې ددې کور خلک او نعیم الله  ستا د ټينګ په ویشتلو کې ملوث دي؟  زما د کلي دا حال دی، موږ د تشدد بلکل خلاف یو. ))
ملک ګل صالح جان وايي د هیلیکاپټرو د ګوله بارۍ له وجې يې ټول کور سوروی سوروی دی او د ده په ګډون په کور کې يې ټول اته کسان ژوبل شوي دي :
((زما د نعیم الله غوندې وراره خاورې شو او د ډاکترۍ ارمان يې خاورو ته یوړه، زما په کور باندې ۱۸۰ ګولۍ لګیدلې دي، خو زه نه دهشتګرد یم نه بل څه بلکې د کلي مشر او خدمتګار یم. ))
دا چې په داسې عملیاتو کې د عام ولس خوندي ساتل څومره ضروري دي او د دې پر ځايي ولس کوم اثرات کیږي، په دې اړه  د دفاعي چارو کارپوه ریټایرډ بریګیډير سعد وايي:
((دوی چې ترڅو پورې د وزیرستان خلک  خپل اړخ ته نه وي کړي نو یو داسې د شورش عملیات به ناکامه وي. زما په خیال دې کې جواب طلبي پکار ده او دې کې ډير زیات احتیاط په کار دی، ځايي خلکو باندې وسله وال هم  فشار اچوي او پوځ يې هم وژني نو هغوی کوم خوا لاړ شي؟ ))
په شمالي وزیرستان کې ګرینډ وزیرستان امن جرګې مشر ملک جان فراز نه مو وپوښتل چې دوی د ځايي انتظاميې په نوټس کې دا خبره څومره راولي چې په عملیاتو کې د عام ولس ژوند خوندي وساتل شي نو یې مشال ریډيو ته وویل :
((زموږ خو همیشه دا کوښښ وي چې په وزیرستان کې امن وي، خو پوځي کاروايي دا د معاملې حل چیرې نه شي جوړیدلی اوس چې کومه کاروايي وشوه په هغه کې ټول عام خلک زخمیان او شهیدان شول. کومه بمباري چې ده عوام ته د هغې تکلیف رسي، دوی وايي پوځي چارواکي يي له دغه حالاتو خبر کړي دي.))
د یادونې ده چې د تیرې میاشتې په درویشتمه نیټه هم په امین چیک پوسټ د وسله والو د حملې نه پس د ادعا له مخې امنیتي ځواکونو د عامو خلکو په کورونو ګولۍ  وورولې وې. چې په نتیجه کې دځايي خلکو په وینا درې ولسي وګړي مړه او پنځه ویشت نور ژوبل شوي وو، په وژل شویو کې د یو کور پلار او زوی هم شامل و

Source:Mashaal.

- وزېر
بېرته شاته