(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهرات نظار شورا

[09.Nov.2012 - 22:51]

نظرمحمد مطمئن
داسي معلوميږي چي د روسانو سره د جهاد پرمهال ورته تاریخ بيا تکرار او دهغه وخت د کورنۍ جګړي وروستني ورځي، اوسمهال د امريکا سره د جګړي پرمهال د کورنۍ جګړي لومړنۍ ورځي دي.
کله چي د ډاکټر نجيب الله حکومت د روسانو په وروستيو وختونو کي دهغوی په خوښه راغی،ترهرڅه لومړی يې د سولي درواغجن شعار دنن ورځ د ښاغلي کرزي صاحب شعار ته ورته په رسنيو کي ډنډوره کيدی.
کله چي د ډاکټر نجيب الله حکومت ورځ تربلي کمزوری کیدی، د ښاغلي احمدشاه مسعودترمشري لاندي د جهادي قوماندانانو شوراجوړه شوه چي په وروسته وختونو کي دغي شوراد نظار شورا ځای ونيو.
دډاکټر نجيب الله په وخت کي همدغه د جهادي قوماندانانو شورا(دنظار شورا) هغه لومړنی قدم وو چي د کورنۍ جګړي لپاره واخستل شو، چي وروسته يې پايلي موږ ټولوافغانانو په خپلو سترګو وليدلي، د نظارشوراد نجیپ د حکومت د مليشو له مشرانوجنرال دوستم ، بابه جان او ګڼو نورو پرچم مليشوسره لاس يو کړ، د ډاکټر نجيب حکومت يې د سپيني کودتاه له مخي ړنګ او غوښتل يې چي پرځای يې ببرک کارمل ارګ ته راولي، خود حزب اسلامي او نورو اسلامي ګوندونو له ويري يې دغه کار ونشوای کولای.
موږويره لرو چي د تورن صاحب اسماعيل خان اوسنی پروګرام به هم د نظار شوری پروګرام ته ورته د کورنۍ جګړي له پاره بيا ځل پېل وي،د مجاهدينو په نوم غولول شوی قوماندانان به راټول کړل شي، هسي هم د ښاغلي کرزي اداره ورځ تربلي کمزوري کيږي، داچي په اردو او پوليسو کي د تورن صاحب د قوم خلک ډير زيات قدرتمن او واک درلودونکي دي،دهغوی سره به لاس يوکړي، دامريکا په خوښه به سپينه کودتاه وکړي، امريکا به له افغانستان څخه پښي سپکي کړي، بيا ځل به دشمال، هرات او ختيځ ائتلافونه دامريکاله وتلو سره سمله طالبانو سره د روسانوله وتلو څخه وروسته ورته کورنئ جګړي کي اخته شي.
تورن اسماعيل خان څو ورځي وړاندي په هرات کي دپخوانيو مجاهدينو په لويه غونډه کي اعلانوکړ چي د جهادي قومندانانو شورا جوړوي اوله ډيره وخته يې پر دي کار کړی دی، د روانکال په لومړيو وختونو کي تورن صاحب ډيرومشهورو سياسي څیرو ته ويلي وو چي بوخت دیچي مجاهدين سره راټول او يوه قوي شوراورڅخه جوړه کړي، ترڅو د هيواد د دفاع له پاره په راتلونکي کي دغه کسان منظم وي، دهيواد د دفاع څخه د تورن صاحب مقصد د امريکااو غرب د عسکرو په مقابل کي جنګيدل نه دي،بلکه هغه د هيواد دفاع د پخوانيو مجاهدينوپه نوم له اوسنيو مجاهدينو سره جنګ کولوته وايې.
افغانان په جنګ ولي نه مړيږي؟ تورن صاحب ترکومه وخته به جنګ او جګړه کوو؟ د روسانو سره جګړه خو هر افغان جهاد باله، او دغه مؤمن ولس ښه پرېمانه قرباني ورکړه،خو وروستنۍ خپل منځي جګړو بې لابېل لاملونه درلودل،قوم پرستي، سمئيز توپيرونه، ناروا تعصبات،دواک او قدرت ترلاسه کول.
تورن صاحب! کله چي تاسي پخوانيو مجاهدينو په خپلو منځونوکي جګړه پېل کړه، بيا هم زموږ ډیری ځوانان د پخوانيو مجاهدينو د خپلمنځي جګړو له امله په ګور کي د تورو خاورو ميلمانه شول،دومره جنګ او جګړه وشوه، چي په هرکلي،سيمه، ولسوالي او ولايت کي نه هيريدونکي جنګونه وشول، په هرات کي هم د تاجک اوپښتون په نوم درني جګړي وشوي.
په کابل کي د ښاغلي حکمتيار او ښاغلي مسعود جګړي لااوس هم زموږ له ذهن څخه نه دي وتلي،هغه دجګړي ترخي ورځي اوخاطري مو لاهم په ياد کي پاتي دي.
دښاغلي استاد سياف او ښاغلي استاد عبدالعلي مزاري له ظلمونو ډکي ناروا جګړي اوس هم دهغه وخت ماشومانو او د اوس وخت ځوانانوپه ماغزو کي چکروهي او د سترګو له ګاټو يې هغه د مرګونو تصويرونه نه دي پاک شوي.
دتاجيک مشرانو او ازبک دوستم جګړي هم ددغه قوم د ځوانانو نه دي هيري شوي.
دهمدغوپخوانيو مجاهدينو د ظلمونو او ناسمو کړنوله امله ولس په طالب اعتماد او باور وکړ،په هر کلي، کور او سيمه کي ورسره يوځای شول، ورسره ودريدل، خو د ولس د ارادي اوغوښتني پرخلاف د قدرت او واک ليونيان پخواني مجاهد قوماندانان ددي پرځای چي په کور ارام کښيني او سلاح ولس ته تسليم کړي،جګړه يې پېل او يوځل بيا يې زموږ ډيری نازک ځوانان د ګور ميلمانه کړل.
تورنصاحب! زماد هرات مشهور جنګ له طالبانو سره ښه ياددی، الله ج دي وکړي چي ستاسي له ياده هم نه وي وتلی، هغه وخت زه په پوهنتون کي وم،او د راډيوګانو څخه مو دخپلو ځوانانود مرګونو بد خبرونه اوريدل، د جنوب لويديځي حوزي لوی او کوچني پر دي پوهيدی چي د ګرشکاو شینډ نډ ترمنځ دښتونو کي څومره د مړولاشونه پاتي وو، آيا دغو ځوانانو ميندي،خوندي، ميرمني، وروڼو او دوستان نه درلودل؟آيا دغو ځوانانو چي دګور ميلمانه شول راتلونکی نه درلود؟ آيا هغوی انسانان نه وو؟چي دهغوی له ناپوهي څخه ناسمه ګټه پورته کيدله؟
دامريکادحملي پر وخت بيا هم زموږ هغه د درنوبمباريو ژغونه لا له ذهن څخه نه دي وتلي،په کانټينرونو کي د خالي سلاح بندي ځوانانوپه ژوندون شکنجه کول او په بې رحمي سره يېله منځه وړل د افغان ولس په ياد دي.
دقلعه جنګي ځورونکي پېښه، خالي لاس بنديان په ګوليو ويشتل او له پاسه د امريکايې الوتکو بمبارد خو د ټولو ژوندي پاتي شووافغانانو ياد دی. دليلي دښتي خونړۍ پيښه چي لاهم تر اوسه نوي کندي او ډله ئیز قبرونه پيداکيږي، ټولافغانان پري خبر دي.
دناټوچي په سرکي يې امريکا ده په يولس کلن يرغلکي مو په لکونو ځوانان شهيدان شول، په لکونو ځوانان مو زخميان شول، په لکونوافغانان بې کوره او په زرونو افغانان په زندانونو کي شکنجه او وځوريدل.
ښاغلي تورن صاحب! سوال کوو، زارۍ کوو، لمن درته نيسو، نور د جنګ خبري مه کوئ، د افغانستان د آبادي اوجوړيدو خبري وکړئ، د سولي او روغي خبري وکړئ، د خپل ځان د ګټي او واک او قدرت کي د پاتي کيدو له امله موږ بيا ځل په کورنۍ جګړه کي مه سوځوئ.
موږمه وژنئ، زموږ وروڼه او خويندي مه وژنئ،زموږ پلرونه او ميندي مه وژنۍ، زموږ زامن او لورګاني مه وژنئ او زموږ ښکلي وطن نورمه خرابوئ.
ښاغلی تورن صاحب! بس ده نور په جګړو کي موږ افغانانو خير ونه کړ، د نورو افغانانو په ډول ستاسي کورنۍهم ددغه ناورين څخه خوندي پاتي نه شوه،موږ ټول جګړو وکړولو، خوار او زار يې کړو،بي علمه او ناپوه يې کړو، د سيمي سره له سيالۍ کولو نه يې وغورځولو، هره ورځ موپر پاکه خاوره د امريکاد بمباردترڅنګ دګاونډي پاکستان درانه راکټونه را شړل کيږي، دا رنګه د ايران له راکټي بريدونوموهم خاوره خوندي نه شوه پاتي، دا ټول د جګړوله امله ده چي موږ يې کمزوري کړي يو.
که بيا هم جګړو ته دوام ورکوو او خپل په منځونوکي سره وژنو دا به يواځي دهغه چا په ګټه وي چي د ولس له محاکمي څخه ويره لري او په دي ډول به غواړي چي د ناپوهو او نا خبروبې علمه افغان ځوانانو په مټ خپله نامشروع شتمني خوندي کړي.
موږبې واکه اوکمزوری افغان ولس به الله ج ته سوال او زارۍ کوو چي الله پاک دي د هغوکسانو دا خوب نه رښتيا کوي چي کورنۍ جګړي ته لمن وهي، او الله ج دي همدغه د کورنۍ جګړي غوښتونکي مشران په خپلو منځونو کي مخکي د امریکا د يرغلګر پوځ له وتلو څخه لتاړ او الله ج دي افغان ولس ددوی له شرڅخه خلاص کړي   . امین

- مطمئن
بېرته شاته