(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سائين کمال خان شېراني دوهم تلين ولمانځل شو

[06.Nov.2012 - 23:05]

د سائين کمال خان ولسمل شېراني دوهم تلين ولمانځل سو.

رفيع الله مندوخېل

 د ملي مبارز، سياستپوه  او ستر لارښود ارواښاد سائين كمال خان ولسمل شېراني  دوهم  تلين  په  ږوب  کي  په  ډېر عقيدت  او احترام  ولمانځل سو.

 په  دغه  مناسبت  يوه  درنه  غونډه  په  ظريف  شهيد پارک کي  جوړه سوې وه، چي  مشري  يې د ګوند د مرستيال  مشر او پخواني  سناتور  ښاغلي عبدالرحيم  مندوخېل  پر  غاړه  وه .

له  نوموړي  سره  پر دريځ  پخوانی  سناتور رضامحمدرضا، ډاکټريونس شېراني، سرداراعظم موسى خېل، عبدالقيوم ايډوکېټ، سلطان محمد شېراني، مولوي سلطان خروټی  او رښتيامل شېراني هم  ناست  وو.

مولوي  سلطان  خروټي  غونډه  دقرآن کريم  د څو مبارکو آياتونو په  تلاوت  سره  پيل کړه، له  هغه  وروسته ښاغلي  عبدالرحيم مندوخېل، رضامحمدرضا،  ډاکټريونس شېراني، سرداراعظم موسى خېل، عبدالقيوم ايډوکېټ   او ستوري شېراني په  خپلو وېناوو کـي  د سائين  درانۀ  روح  ته  د عقيدت  پېرزوئينې  وړاندې  کړې  اود د ه مړينه  يې  د پښتنولپاره يوه  ستره  ضايع  وبلله .

سائين  كمال  خان  شېراني  چې په کلي شنه پونګه کي يې دې  نړۍ ته سترګي  رڼې کړې، لومړنۍ  زده کړې  يې  په  خپل کلي کي ترلاسه کړې او بيا  د لوړو زده  کړو لپاره  پښين  او پېښور ته  ولاړ .  سائين  په مېلادي  کال ۱۹۴۲ کي  د تحصيلدار پر دنده  وګومارل  سو، خو  د فرنګي استعمار په  ضد د مبارزې  له کبله  له  دندي  ګوښه  سو.

ارواښاد  د پښتنو د ستر لارښود او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند  د بنسټ  ايښودونكي خان  شهيد عبدالصمدخان اڅكزي نيژدې  ملګرى  او کلک ملاتړی  وو .  چې  د استقلال،  د خاورې  د  تماميت  او د فرنګي  استعمار په  ضد يې  کلکه  مبارزه  کړې  ده.

ويناوالو وويل  چې  سائين  خپل  ټول  عمر  د پښتون  او افغان  قام  په  يووالي، يو موټی کېدو، دقامي پيژندنې، د پښتني کولتور د ودي او پرمختيا په چوپړکي  تېر کړ .  چې  له دې  امله  د ملتپالو په  زړونو کې  تلپاتي  ځاى  لري. ارواښاد به ويل چې د ژوند هدف  او يوازنى ارمان يې د پښتونو يوالى  دى.

 په  داسي وخت کې چې د ملي خپلواکۍ لپاره  مبارزې  دوام  درلود او  پر  پښتو ليکلو او لوستلو بنديز وو، سائين  له  ږوب  څخه  د پښتو په  نامه  لومړۍ  پښتو مجله  چلوله  او د نوموړي  له انګلېسي څخه پښتو ته  ژباړل سوي  آثار زموږ علمي  اثاثه  ده.  موږ که  د سائين  پر پله  پل کښېږدو او د ده  هغه  مبارزې ته ،  د کوم چې به ارواښاد ځوانانو ته  توصيه کوله، دوام ورکړو، نوحق يې اداکولاى سو.

ويناوالو زياته  کړه  چې  فرنګي  پښتانۀ  دبرټش  بلوچستان، نارته وېسټ فرنټئيرپراونس، قبايل، فاټا او نورو نومونو وېشلي  وو .  د فرنګي استعمار په  ضد تر ټولوکلکه  مبارزه  پښتون  او  افغان  ملت  کړې  ده . د خپلواكۍ له  غورځنګ  سره  د  لاس  يو كولو  په  پايله  كې  فرنګى  له  هند او له  مستعمره  پښتون  افغان خاورې  څخه  ايستلو  ته اړ سو.  

د جنرال ايوب خان له کودتا بيا د  پخواني ديکتاتورپروېز مشرف  ترواکمنۍ  پوري  د پاکستان  واک  اختيار د پوځ  په  لاس کي وو،  چې  پاکستان  يې له مذهبي تندروۍ ، ناامنۍ او تروريزم  سره  مخ  کړی  دی.

او  په  کي  ترټولو زيات  پښتونخواوطن  زيانمن  سوی  دی .  نن  پښتانۀ  د ژوند په  ډېرو سختو شرايطوکي دوخت  ترخې شېبې تېروي .  په شمالي پښتونخوا،مينځنۍ پښتونخوا او قبايلو کي مکتبونه  او روغتيايي مرکزونه  تړلي او شمله ور  پښتانۀ  وژل  سوي  دي .  چې  دا  لړۍ  لاهم  دوام  لري، او وضع  مخ  په  خرابېدو ده . په کراچۍ کي  بې ګناه  پښتانه وژل  سوي  دي .   

په  جنوبي  پښتونخواکي د نا امنۍ ټغر غوړېدلى دى، په رڼاورځ  خلک  تښتول  کېږي .  او د ايالت  په شتمنيواو بوديجه کې  په سلوکي اتيابرخه بلوڅو غصب کړې  ده.  له مېلادي کال ١٩٧٠ راهيسې په ايالت کې پښتانه له حق څخه بې برخې پاتي سوي دي. د دوى په وينا د ټولو ستونزو حل په ټولټاکنو کې دى، که ټولټاکنې ترسره سي، نو ولس دي هغه چاته خپله رايه  ورکړي، چې د دوى  غم ورسره وي.

په غونډه کې له مرکزي او ايالتي حکومت څخه غوښتنه  وسوه چې  په  پاکستان  په  تېره بيا په کراچۍ چې په کې تر پنځه مليونه زيات پښتانه ژوند کوي، د نا امنۍ د پېښو مخنيوى  دي وسي، او په ترهګرۍ، سړي تښتونې او نورو پېښو کې ککړ کسان دي ژر تر ژره ونيول سي او دوى دي د قانون منګولو ته وسپارل سي. دږوب ، ټانک اوکوټې لويې لاري  دي  په  عاجله  توګه  جوړي  سي. د نا راجسټر سويو موټرو په ضد دي عمليات ودورل سي او په سيمه يزو پوليس تاڼو کې دي راجسټرېشن وسي. له  بولانه  تر چتراله  د پښتونخوا په  نامه  د صوبې  يا ايالت  تر جوړېدو پوري  دي   په  ايالت کي د پښتون بلوڅ  برابري  ومنل سي.

غونډه  په لراوبر پښتونخوا کې د سولې پر مختګ په دعا سره پاى ته ورسېده.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

 

- رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته