(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فاریاب: د لوی اختر خوشالي په غم بدله شوه

[26.Oct.2012 - 13:57]

د فاریاب ولایت په میمنه ولسوالۍ کې د لوی اختر خوشالي په غم بدله شوه د ډیوه راډیو او نورو خبري رسنیو د خبر له مخې په میمنه ولسوالۍ کې   ديو جومات څخه بهرداختر دنمونځ په موقع ترسره شوي ځانمرګي بريد کې 45کسان  د پنځو ماشومانو په ګډړن وژل شوي او 80 کسان ټپیان  شوي دي.
د فاریاب ولایت وياند جاويد ديدار ددغه پيښې په اړه  يو بهرني خبري اژانس سره خبروکې وويل  دغه ځانمرګى بريد  هاغه مهال  ترسره شوى کله چې  خلک په يو جومات کې لوې داختر دلمونځ لپاره راټوليدل.
ديدار وويل  دچاؤدنې په مهال  دجومات ودانۍ کې   والي ،د پوليسو مشر او لوړپوړي چارواکي موجود وؤ.
دفارياب مرستيال والي يا ګورنر عبدالستار وارث  په دغه ځانمرګي بريد کې د41ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى او خبريالانو ته يې وئيلي دي په دغه وژل شوؤ کسانو کې ګڼ شمير پوليس هم شامل دي.
هغه وويل چې په وژل شوؤ کې دپوليسو،پوځيانو او استخباراتي ايجنډانو پشمول 19 افغان عسکر،17 اولسي وګړي او پينځه ماشومان شامل دي.په ژوبل کسانو کې هم دزياترو حالت نازک دى.
دشورو په ورځ  دطالبانو مشر ملا محمد عمرپخپلو جنګيالو ټينګارکړى ؤ چې  داولسي وګړو دوژنې څخه دې ځان وساتي.

- خبرڅانګه
بېرته شاته