(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلوی اختر په مناسبت دمبارکۍ پيغامونه

[25.Oct.2012 - 13:26]

لوی اختر مومبارک شه

دلوی اختر په مناسبت د خوست ویب پاڼې دمبارکی پيغام!
!!!د خوست ویب پاڼې په استازیتوب
تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم. لویخدای دې وکړي چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ،خوشحالۍ،نیکمرغۍ او سولې اختر وي او د همدې مبارک مناسبت له برکته پهافغانستان کېسراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي حاکمه شي. همدارنګه لویخدای دې ستاسو..عباتونه او دعاګانېپه خپل دربار کې قبولې کړي
په درناوی
د خوست ویب پاڼې اداره
رحیم خان تڼی

د ډنمارک هیواد د ویلې په ولایت کې د افغان ډنمارک دوستۍ کلتورې ټولنې لخوا د مبارکۍ پیغام.

درنو او عزتمندو ورونو،اعلو خویندو او هیوادوالو
د افغان ډنمارک د دوستۍ ټولنه مشرتابه جرګه ګۍ تاسې ټولو ته د نیکمرغه لوې اختر د رارسیدو په ویاړ مبارکې وایې او په ګران هیواد افغانستان کی د سولې د تامین په خاطر يې لاسونه لوې او بښونکې خداې (ج) ته پورته او په زارۍ دې.
ستاسې د ټولو د خوشحاله اختر او په هیواد کې د ډاډمنې سولې په هیله.
د ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ . په درنه مینه

عبدالهادی بیله وال

دويرونواختر

داختر په راتګ هيڅ نه يو خبر مونږ

نه راغلی نه ليدلی دی اختر مونږ

که اختر وای نو په خولا به مونږيوبل وو

لاخوګرځو يو له بله،مرورمونږ

اخترنشته دلته غم دی،دلته ويردی

چې سپارو خاوروته،مړي سرپه سرمونږ

نه خوښي شته ،نه مستي شته ،نه نمانځل شته

لاټول ناست يو دماتم په ويړ ټغر مونږ

اختر نه دی ،دغم  وير په ګډه  نمانځو

ګډ دخپلو په غم ژاړو ،کم او ستر مونږ

خدايه ته يي لکه مونږ ،اختر ماتم کړې

چا چې واړولو خپل منځ کې، په شرمونږ

په مونږ راولې دسولې اختر خدايه

چې شو ټول هيوادوال ،وروڼه همسنګر مونږ

خدايه مونږ افغانان وروڼه، سره يوکړې

چې دوروڼو په څېر ،کړو په ورور باورمونږ

هغه ورځ به په قيام داختر ورځ  وي

چې بيا يوشو افغانان، دلراوبر مونږ

الحاج الهام الدين قيام

افغان ننګ ویب پاڼه

په ډیر درنښت او سپیڅلی مینه تاسو ټولو ګرانو پتمنو وروڼو خویندو ته که د هیواد د ننه او یا بهر یاست د لوی اختر درارسیدو له کبله مبارکی وړاندی کوی د دغه نیکمرغه مهال شپی او ورځی مو له خوښیو او سوکالیو ډکی غواړم.

د هغو کرغیړنو تورمخو او وحشی دوښمنانو سترګی دی ړندی او لاسونه دی مړوندوکې مات شی چی زموږ دغیرتی او توریالیو هیوادوالو د خوښیو شیبی او وختونه د ناورین او نا تار سره مخامخ کوی.

تاسو ته پوره روغتیا او سرلوړی ژوند غواړو. اجمل اکبري د افغان ننګ ویب پانه

afghannang.com

سلامونه او درناوی

 د نیکمرغه لوی اختر سپيڅلې ورځې دې تاسو، ستاسو قدرمنو کورنیو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکې وي.

هيله ده چې د خپلو کورنيو او دوستانو ترڅنګ يې د سولې او خوښۍ په فضا کې ولمانځۍ.

 

  هره ورځ مو اختر او  اختر مو بختور

ستاسو ورور جبارخیل

 ------------------

Salam,

EID MUBARAK! to YOU

&

Your respected family

May theblessings of Allah fill your life with peace, joy and prosperity

----------------------------------------------------

 

دوستانو اختر مو مبارک شه

http://zendagy.com

 

ګرانو، محترمو اوزړه ته  راتېروافغان  رسنیوچلوونکووروڼو!

لوی اختر مو مبارک شه خدای پاک مو له خپلو کورنیو اوعقرباووسره ښاد اوآباد لره زه له تاسو څخه منندوی یم چې هر وخت  مو زما ترخې ترخې لیکنې خپرې کړې اوکم له کمه مودې ته هڅولی یم چې نورهم په مخ ولاړ شم زه ستاسو دزغم اوحوصلې حد نه شم ټاکلی ستاسو مصروفیتونه اوسرګردانیو ته په پام یوازې دومره وایم چې پاک رب مو لاهسک لره کامیاب اوسرلوړي اوسئ

ستاسو ورور محمدامین بسمل له جرمني څخه

 

د لوی اختر د رارسیدلو په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د مبارکی پیغام

نیټه: ۴/۸/۱۳۹۱ - ۲۴/۱۰/۲۰۱۲

ګرانو هیوادوالو او د نړی ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر د رارسیدلو په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه او ټولو غړو لخوا مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم.

لوی اختر چی د تاریخی او دینی ویاړنو څخه ډک د سر ښندنی بیلګه ده چی د حضرت اسماعیل (ع) قربانی او د حضرت ابراهیم (ع) اطاعت او ټولو مسلمانانو ته یو لوی درس او الله (ج) ته د استطاعت ښه نښه ده چی د الله (ج) پیغمبرانو لخوا و مسلمه امت ته د میړانی، سرښندنی او اطاعت سنت پاته سوی دی.

درنو هیوادوالو!

سږکال لوی اختر بیا هم د ناورین او وینو تویونی په بهیر کی ترسره کیږی چی غیر له افغانستان څخه په سوریه، لیــبــیا، عراق او نورو اسلامی هیوادونو کی هم په سلګونو بی ګناه انسانان مړه، ټپیان او په وینو کی لمبیږی او د وینی تویولو لمن ورځ په ورځ پراخیږی.

زموږ په ګران هیواد افغانستان کی هم ملی پاڅونونه او اسلامی خوځښتونه د بهرنی ښکیلاکګرو پوځونو په مقابل کی جریان لری او ورځ په ورځ پراخیږی، بهرنیان د خپل دایم پایښت لپاره په رنګارګ لوبو لاس پوری کوی او کوښښ کوی چی د افغانستان په اسلامی دولت باندی فشار راولی ترڅو د دوی دایمی بی قانونه پایښت ومنی، نو ځکه کله د افغانستان د تجزیی ګواښونه او کله د ډیورنډ کرغیړنه کرښه قانونی بولی.

خو په خواشینی سره د افغانستان لوی او ویاړلی ملت په خپل مینځ کی هم ږغی او یولاسی چی د ملی یووالی او پخلاینی باعث سی، نه لری.

د اسلامی دولت، طالبانو او د نورو مخالفینو تر منځ بی اتفاقی چی د بهرنیانو لخوا پراخیږی او ځینی فرصت طلب عناصر د هیواد په بیلو بیلو برخو کی د افغانستان د ویشلو په موخه د بهرنیانو څخه مرسته غواړی تر څو چی د بهرنیانو په هیله افغانستان ټوټی ټوټی سی.

خو باید په ډیر ویاړ سره ووایو چی ویاړلی ویښ او مسلمان افغانان هیڅکله هم د نړی وال ښکیلاکګرو کرغیړنی توطیی یی ندی منلی او په افغانستان کی د بین الافغانی خبرو او اترو په ترځ کی د دغه غمیزه حالت څخه د هیواد د ږغورلو لپاره هلی ځلی کوی او انشالله د لوی خدای (ج) په مرسته به یی بریالیتوب په برخه سی.

راځی د دغه لوی اختر په مبارکو ورځو کی د سولی او خبرو اترو لپاره هلی ځلی وکړو.

په ګران هیواد افغانستان کی د سولی، پخلاینی او کالخواهی به هیله

هره ورځ مو اختر – اختر مو بختور

الحاج غرزی خواخوږی

د ټولنی مشر

----------------------------------------------------

وروڼو افغانانولوی اخترمومبارک شه

وریتوپښتنوته لرو برمو مبارک شه

راشی چې لاسونه سره ورکړوزړونه یو کړو

ښکلی اخترونه دې خیبرمومبارک شه

- پښتونخوا
بېرته شاته