(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چاپي رسنۍ څنګه پياوړې کېدای شي

[24.Oct.2012 - 16:29]

ننګرهار ميديوتيک (رسنیزکور) د روان ١٣٩١ هـ کال د عقرب د مياشتې په ٣ نېټه ((چاپي رسنۍ څنګه پياوړې کېدای شي؟)) تر عنوان لاندې يوه ناسته رابللې وه، چې د بېلابېلو چاپي رسنيو مسوولينو او نظر خاوندانو  په کې ګډون درلود.
د ننګرهار د رسنيزکور مسوول محمد داود وفا پرانستې وينا وکړه او وې ويل اوس که د پېښور چاپ ورځپاڼو په راتګ بنديز لګېدلى؛ نو موږ ته په کار ده،چې مينه والو ته يې يو بديل وړاندې کړى شو، ددې لپاره بايد ټول په ګډه کار وکړو. هغه وويل: رسنيزکور تل د رسنيو د فعاليتونو او پرمختيا لپاره کار کړى او نن يې په همدې موخه دغه ناسته رابللې ده. ښاغلي وفا ننګرهار ته په علمي ډګر کې د علم د زانګو نوم يادولو پالنه اړينه وبلله او ويل يې چې بايد ارزښت يې په عملي برخه کې څرګند شي.
ورپسې د اريانا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد شېرعلم امله وال خبرې وکړې او وې ويل چې د پېښور چاپ ډېرى راتلونکو ورځپاڼو يې زموږ د ملي مسئايلو ضد مطالب خپرول؛ خو اوس په کار ده چې خپلو ملي او کلتوري ارزښتونو ته ژمنې چاپي رسنۍ فعاليت پيل کړي.
نوموړى په هېواد کې سياسي ګوندونه هم کمزوري وګڼل او زياته يې کړه چې اخبار يا چاپېدونکې مجلې يې ځانګړو سيمو پورې محدودې دي. نوموړي وويل اوس تر پخوا ډېر امکانات لري او په کار ده چې سيمه کې يوه پياوړې ورځپاڼه ولري. هغه د ازادو رسنيو په مسوولينو غږ وکړ چې اعلاناتو ته دې پام وکړي ترڅو يې رسنۍ خود کفا شي.
د ننګرهار پوهنتوند حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استادهجرت الله اختيار بيا ويل چې د چاپي رسنيو پرمخ بيول ډېرو امکاناتو ته اړتيا نه لري، محدود کسان او امکانات ورته بسنه کوي. نوموړي زياته کړه: موږ خپله د مثبت بدلون په نوم اخبار لرو، چې د ملګرو په ډاډ مو ورته د مارکېټنګ او مالي امکاناتو ستونزه حل کړې ده. ښاغلي اختيار داهم وويل چې دوى د اخبار مصارف د اخبار په پلورلو پوره کوي او دا چاره يو احساس غواړي. د پېشور چاپ ورځپاڼو په بنديز موږ وننګول شو او دا کار بايد پخوا شوى واى، ممکن تراوسه به مو په سيمه کې بلا اونيزې او ورځپاڼې لرلاى.
هغه وويل ميديوتيک د يو اخبار لپاره ټولې اسانتياوې لري او يوازې چاپ يې د مطبې پر اوږو پاتې کېږي، ټولې هغه ټولنې چې په دې برخه کې کار کوي رادې شي او د دغې ادارې له امکاناتو دې ګټه واخلي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون د ادبياتو څانګې استاد شفيق الله رحماني بيا ويل: ( که موږ د ژورنالیزم معنی ته ځېر شو، ژورنالیزم د ژورنال څخه اخستل شوي او ژورنال د یادښت یا ډایري په معنی ده، په اوایلو کې د ژورنالیزم پیل د اخبار څخه شوي، اوس هم د اخبار ضرورت په ټوله دنیا کې احساسیږي په تېره بیا په افغانستان کې- ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې که موږ وغواړو، کولای شو چې د نورو هغو اخبارونو په پرتل چې پخوا افغانستان ته راتلل په ښه کیفیت او کمیت اخبار ولرو.)
د روغتيايي مشال مجلې مسوول مدير ډاکټر فرهاد احمد خليلزي د اخبار پر مطالبو او انډول نه ساتلو بحث وکړ. نوموړي وويل: ((دلته ځينې کړۍ شته چې يو د بل د پرمختګ مخنيوى کوي او يو شمېر په کې دي،چې پرته له خپلو ګټو په پام کې نيولو څخه يوه پاڼه هم نه چاپوي.
د مينې راډيو خبریال شاکرالله سعید  وویل: (هره چاپي رسنۍ چې د خلکو د ذوق مطابق مطالب ولري بازار يې تر نورو ښه وي او هم يې لوستونکي ډېر خوښوي.)
رشیدالله بصیرد ننګرهار رسنیز کور د ژورنالیزم د کورس زده کوونکی بيا د اخبار پرتوضيح ډېر ټينګار کوه او ويل يې چې که يې وېشل په پراخه کچه وي نو مالي امکانات به يې هم له خپل ځانه پوره کېدونکي وي.
د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د رسنيو د پياوړتيا لپاره د اخبار په وخت وېشنې او لوستونکو ته رسونې ټينګار کوه او ويل يې که د اخبار مخ ګڼ مطالب ولري او ليکنه يې په يوه ژبه وي نو لوستونکي به يې هم ډېر وي.
یادونه: ددغه ګردي میز پوره جزیات د مینې راډیو له خوا خپریږي.
ننګرهار رسنیز کور

- رسنیز کور
بېرته شاته