(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هریپور: پولیسو له یوه افغان څخه د هغه میرمن ایساره کړه

[20.Oct.2012 - 20:36]

پېښور:دازاډۍ را ديو خبريال مجيب الرحمان انگار د خبرله مخې پاکستاني پولیسو د مهاجرت کارتونو نه لرلو له امله له یوه افغان مهاجر نه د هغه تور سرې ایسارې او په تاڼه کې بندې کړې.دا پيښه د جمعې په ورځ د حسن ابدال او هریپور ترمنځ د لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې.د هريپور د اوولسم کمپ یوه اوسیدونکي، چې دغه افغان مهاجر يې له نژدې لیدلی د جمعې په ماښام له سیمې نه په تلیفون ازادۍ راډيو ته وویل، نوموړی له خپلو څو تورسرو سره یوځای له پيښوره هريپو ته په لاره و چې د چاري کس سیمې پولیسو تورسرې ترې کوزې او په تاڼه کې يې بندې کړې :(له دې ښځو سره یو نارینه و، پولیسو هغه ته ویلي، چې ته کارت لرې نو زه خپله لاره لنډوه او ښځې يې ترې په تاڼه کې بندې کړې،اوس راغلی دلته په کمپ کې ګرځي چې کومه واسطه پيدا کړي او خپلې تورسرې د پولیسو له قیده راخلاصې کړی. دا سړی ما خپله ولید او ټوله کیسه مې ترې خپله واوریده)د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه افغان، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي د هريپور اوولس نمبر کمپ ته ورغلی او ددغه کمپ له مخورو او مشرانو يې غوښتي څو له ده سره مرسته وکړي.دی وايي پولیسو د نوموړي تورسرې ځکه له موټره ښکته او په تاڼه کې بندې کړې، چې د مهاجرت کارتونه يې نه لرل.دغه موضوع مو د جمعې په ماښام په پيښورکې د افغانستان دجنرال کونسل سید محمد ابراهیم تر غوږونو ورسوله.نوموړي په دې باب بې خبري وښوده، خو د شپې ناوخته يې له ازادي راډیو سره په خبرو کې پيښه تائید کړه او ويې ویل چې ټولې تورسرې په تاڼه کې تر څوساعتو تیرولو وروسته په هریپور کې د افغان مهاجرینو د مشرانو په مرسته را خوشې شوې :(دغه پيښه چې د حسن ابدال او هريپور ترمنځ سیمه کې رامنځته شوې بې له شکه ډیره بده پيښه ده. ما د هريپور کمپ له مشرانو سره خبرې وکړې هغوی وايي تر ډيرو هلو ځلو وروسته يې ښځې راخلاصې کړې)ابراهیم خیل دا یوه ډیره دردوونکې پيښه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د عالي رتبه پاکستاني مقاماتو تر غوږونو به يې ورسوي.افغان کونسل وايي په پاکستان په ځانګړې توګه په پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو پر وړاندې د پولیسو ناروا چلند نور د زغم وړ ندی او د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکیو چارو وزارت پر مشرتابه يې غږ وکړ چې زر تر زره دې ددې مشکل غم وخوري.د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یاUNHCR د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا یونیم ملیون راجستر شوي افغان مهاجرین دیره دی، چې تر یو ملیون پورې يې په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي.سره له دې چې د پاکستان دولت په کراتو ویلي، چې د۲۰۱۳کال له پيل سره سم د افغان مهاجرینو په ویستو لاس پورې کوي، خو د افغان دولت لاپرواهۍ او چوپتیا افغان مهاجرین انديښمن کړي او وايي، چې که د افغانستان مربوطه ادارې يې پر وخت غم ونه خوري نو په راتلونکي کې به له سختو ستونزو سره مخ شي

فضل قادر انډیوال.

- اڼډیوال
بېرته شاته