(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلخ: د واده پر یو ګاړي چاودنه ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله

[19.Oct.2012 - 12:30]

د واده پر یو ګاړي چاودنې ۱۵ تنه وژلي ۱۸ ژوبل

د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې ١٥تنه ووژل او ١٨ نور ټپيان کړل.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ورا(جنج) یو موټر  نن سهار  د سړک غاړې پر یو ماین وروخوت چې په کې دومره ګڼه مرګ ژوبله واوښتله.
افغان حکومت تل د سړک غاړې چاودنو تورونه پر وسله والو طالبانو پورې کوي خو د اوسنۍ  پېښې په اړه  د دولت  مخالف لوريو تبصره نه ده کړې.
په بل خبر کې ويل شوي، چې د بلخ چارواکي وايي په خلم ولسوالۍ کې د دوو موټرو په ټکر کې نهه ملکيان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د سړک غاړې چاودنې او پر سړکونو د موټرانو ټکرونه په بیا بیا ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

 

- Mashaaal
بېرته شاته