(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددانش خپرندويې ټولنې خبرتيااوبلنه

[10.Oct.2012 - 22:03]

درنو هېواد والو، ګرانو دوستانو!

موږ د خپل هېواد دهر ګوټ د ودانولو په برخه كې بل چا ته د هيلې پر ځاى، پر خپل هوډ او مټ زښت ډېر باور ته اړتيا لرو. كه موږ هر يو ځان وپوښتو، چې څومره وړتيا لرو او هغه څنګه د هېواد، سيمې، ولايت او ولسوالۍ يا لږ تر لږه يوه كلي د ښېګڼې او هوساينې لپاره كار ولاى شو، لرې نه ده چې په لنډه موده كې به له اوسني وروسته پاتيوالي او ګڼشمېر ناخوالو وژغورل شو.

كه موږ هر يو د دغې ملي هيلې لپاره ان  خپل خورا كمزوري امكانات هم سره را غونډ كړو، په هره برخه كې داسې ځواك ترې جوړېدلاى شي، چې زموږ هېوادوالو ته يې ډېره ګټه ور ورسېږي.

تاسې خبر ياست، چې دانش خپرندويه ټولنه له تېرو شلو كالو راهيسې پرلپسې په هېواد كې د پوهې او ادب خپرولو هڅه كوي او وياړي، چې په دغه سپېڅلې لار كې لا نورې هلې ځلې وكړي.

خوښ يو، چې په دغه بهير كې تل د خپلو فرهنګدوستو هېوادوالو او دوستانو رېښتينى ملاتړ را سره وو او هېڅكله يې خپلې مينه ناكې هڅونې، پېروزينې او لورېينې را څخه سپمولې نه دي.

همدغه ټكي موږ ته زړورتيا او ځواك رابښلى، چې د خپلې څانګې په چوكاټ كې تر پخوا لا اغېزناك ګامونه پورته كړو او د افغاني ټولنې د روښانولو نورې پر مختللې لارې چارې ومومو.

تاسې پوهېږئ چې د دانش خپرندويې ټولنې مالي امکانات او د هغې سترې هېوادنۍ هيلې يو تر بله د پرتلې وړ نه دي او دومره وړتيا نه لري، چې خپلې فرهنګي چارې ټول هېواد ته وروغځولاى شي.

دا مهال ايله همدومره کېداى شي چې د وروسته پاتې لغمان ولايت اوسېدونکيو د ژورو پوهنيزو_فرهنګي اړتياوو د پوره کولو لپاره د يوه سنبال کتابتون خاوند کلتوري بنسټ جوړولو ته ملا وتړو. ځکه، موږ وينو چې له ښه مرغه، د پخوا په پرتله د کتاب مينه والو شمېر ډېر شوى، خو له بده مرغه اقتصادي ستونځې کتاب ته لا هم د هغه د ډېرو مينه والو د لاسرسي مخه نيسي.

موږ هيله لرو، چې ددغه کتابتون له جوړېدو سره د لغمان او شاوخوا سيمو اوسېدونکيو ته د لوستنو او څېړنو پراخه اسانتيا چمتو کړو او په ځانګړې توګه، په پام کې ده چې خپلو بېوزله فرهنګدوستانو ته مو ددغې اسانتيا وړيا شرايط رامنځته شي.

په دغه کلتوري بنسټ کې د کتابتون Public Library، د غونډو تالارPress Club ، اېنټرنېټ خونه Net Cafe، د مجلې څانګه  Magazine Branch ، د اف ام راډيو څانګه Danish F.M Radio او چاپخونه Printing Press هم په پلان کې نيول شوي دي.

له دې سره، په لغمان کې د فرهنګي غونډو د ټاکلي ځاى اوسنۍ ستونځه له منځه ځي، اېنټرنېټي معلوماتو ته د خلکو لاسرسى پراخېږي، د مجلې د پرلپسې خپرولو کار اسانېږي، يوه نوې خپلواکه او ناپېيلې راډيو منځته راځي او لومړى ځل په لغمان کې د چاپ نوى صنعت پر پښو درول کېږي.

د همداسې لوى کلتوري بنسټ د ودانولو لپاره، څه موده وړاندې ما )د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسد ساپي( په مهتر لام ښار کې يوه ټوټه ځمکه وپېرودله، چې اوسمهال يې ودانيزې چارې روانې دي.

درنو دوستانو،

تاسې پوهېږئ چې د داسې سترو کلتوري بنسټونو جوړول له مالي پلوه خورا ستونځمن کار دى او تر هغې چې د فرهنګپالو دوستانو هراړخيز ملاتړ نه وي، ګرانه ده چې له هر پلوه لکه څنګه چې ښايي، بشپړ شي.

دانش خپرندويه ټولنه ددغه کلتوري بنسټ د ناپېيلتوب د ساتنې لپاره د ددولت او بهرنيو پروژو د مرستو پر وړاندې بښنه غواړي او يواځې د خپلواکو او ناپېيلو فرهنګپالو هېوادوالو مرستې په ورين تندي منلاى شي.

په دې توګه، تاسې درنو دوستانو ته بلنه درکوم چې په دغه ولسي_فرهنګي هڅه کې هر اړخيزه ونډه واخلئ او د خپلو مرستو او ملاتړ له لارې زموږ ايښي ګامونه ګړندي کړئ.

ډاډه يو چې تاسې به ددغه هوډ کلتوري ارزښت ته په پاملرنه، موږ يوازې پرې نه ږدئ.

ستاسې د مرستې هره روپۍ او د هغې د لګښت ټاکلى ځاى او شمېر به د دانش خپرندويې ټولنې پر اېنټرنېټي وېبپاڼه www.danishpress.com پرلپسې څرګندېږي. همداراز به دغه مرستې د راجستر په يوه ځانګړي کتاب کې وليکل شي او د يوه تاريخي_کلتوري سند په توګه به په کتابتون کې ساتل کېږي.

***

د دانش ميډيا سنټر جوړولو کې د لاندينيو موادو اړتيا ده، موږ نقدې روپۍ نه غواړو، بلکې هر څوک چې غواړي له دې سنټر سره مرسته وکړي، نو له دې توکيو څخه دې د يو توکي په اخيستلو له خپلېژبې او کولتور سره خپله مينه په زبات ورسوي. 

Material Required for Danish Media Center

S/n

Description

Unit

Quantity

 

1

Excavation

Cums

396

 

2

Back Filling Material

Cums

100

 

3

Cement

Bags

3500

 

4

Sand

Cums

180

 

5

Crush

Cums

150

 

6

Brick

NOs

90000

 

7

Steel

Tons

35

 

8

Isogam

Sqm

110

 

9

Aluminum Frame (Complete)

Sqm

266

 

10

PVC Doors and Windows

Sqm

120

 

11

Marble

Sqm

36

 

12

Tiles for Bathrooms

Sqm

100

 

13

Steel doors for shops

Sqm

150

 

14

Chawka for roof

Nos

10000

 

15

Marble

Sqm

36

 

 

په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه

 د اړيکو لپاره په لاندينيو ادرسونو تماس ونيسئ:

Email: [email protected]

[email protected]

ټليفون شمېرې: 0788042821/0700639383/0700449298

www.danishpress.com

 

- شفق
بېرته شاته