(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهنمل نظري ظنزي ټولګي

[10.Oct.2012 - 21:25]

پوهنمل محمود نظری نوی کتاب د« شیطان پیژندنه» په نامه کتابچې شیطان یېدفیلسوفانو ، ادیانواو پوهانو د نظریاتو  او دساینس د شواهدو په اساس څیړلی دیپه دې وروستیو کې د دانش خپرندويېټولنېلخوا چاپ شوی دی.

د پوهنمل محمود نظري د طنزونو یولسمه ټولګه  « خبرې کوونکی خر» اودولسمه ټولګه  « دسبوپاچا » چې خندونکي ادبي او سیاسي طنزونه لري  د دانش خپرندويېټولنېله خوا چاپ شوی ده .

طنز

له داسې تلاشي دي خدای ساته !

کابل ته تګ آسانه بې خط کشي دی

له بیرته راتګه تلاشي دي خدای ساته

که بکسونه دي روغ راورسیدل  تر میدانه

هلته  دپنډیانو  د بزکشي دي خدای ساته

پنډې که  پوه سي چې راغلی یې له بهره

په بکسودبرید او لښکر کشي دي خدای ساته

په  ښه راغلاست کې وینې داسې انځورونه

د هغو په لیدو د اتر شي دي خدای ساته

***

که غواړې چې بیرته  ولاړ سې بهر ته

د امنیتانو  د ز یار کشي دي خدای ساته

یو کیلومتره مخکې  پيل کیږي دستها بالا

دبکسواوجیبو  دتالاشي دي خدای  ساته

دبکسونو په پورته کښته  کیدو کې

دلس واري بارکشي  دي خدای  ساته

په سفر کې  د بندو وتل اودملا درد حتمی دی

له انتظاره او بې غم باشي دي خدای ساته

د تلاشي عصري ماشینونه هلته سته  ډیر

بیا  هم د مرغټانې مالشي دي خدای ساته

په قطار کې به سم په خپل وار ولاړ یې

ستا تر مخه  دتللو سفارشي دي خدای ساته

که  دی خوله چونګه کړه دهغو  کړو په هکله

د هغو د امنیت د جوشي دي خدای ساته

دهر یوه په څه ا و څه لس واري لاس وهل کیږي

د مسافرو دعزت کشي دي خدای ساته

 دبکسونو شیان څو واره تخلیه کیږي

په غلا کې دهغو د سرګوشي دي خدای ساته

په ډیر لاسونوپورته کولو مه  خپه کیږه 

ددې بدتره بد اندیشي دي خدای ساته

مقامات سیده تیریږي له ټولو تلاشیو

د دولت ددې غریب کشي دي خدای ساته

زه خو بیزاره سوم له دې خپل سفره

له دې کارونو خشي تشي  دي خدای ساته

***

که غواړې ولاړسې له کندهاره کابل ته

دسپین او تور سپي د سا کشي  دي خدای ساته

که یې  ماموردرنه پورته نه کړ کوم شی

بیا د هغو د زړه شیني دي خدای ساته

چې په بکسو کې دي وویني عطر اوسپرې

بیاد هغو د بدمعاشي دی خدای ساته

دننه په خبرو اخته کوي زنانه زنانه تلاشي

ددې غلو د پرده   پوشي دي خدای ساته

دا د امنیت ساتل نه دی د خلکو ازارول دي

په خوړو د سپو د سږمه کشي  دي خدای ساته

داشیان ټوله له قصده هلته تر  سره کیږي

دپردو د دې نخشه کشي دي خدای ساته

هیڅ چیري په خلاصو بکسونو سپي نه پسیږي

د مسلمانو ضد ددې اسلام کشي دي خدای ساته

د سپو تلاشي یوازې په سیمو کې د پښتنو کیږي

ددې مډرن ډول غیرت کشي دي خدای ساته

دجیبو او بکسو  تلاشي   دي دسي ښه ده

 د ځینو بدبویو دبغل کشي دي خدای ساته

***

لومړی وار که تشناب ته ولاړسې د ترمینل

کاغذپه لاس د مامور دستړی مشي دي خدای ساته

که  دي لومړی وار شیریني ورنه کړه د حاجت

دویم وار د هغه د تندي ترشي دي خدای ساته

که په میدان کې غواړ رانیسي د طیارې ټکټ

د ټکټ پلورنکي د غوالوشي دي خدای ساته

دبل وار له راتګه دي زړه شین کوي

ددې ډول مسافر کشي دي  خدای ساته

دا دامنیت ساتل نه دي مسافر آزارې ده

د داسي امنیت نمایشي دي خدا ی ساته

***

 وايي که وطن خرابوئ   نوخلک یې ځوروئ

دلته د بزرګانود سنګ تراشي دي خدای ساته

 دا بې مغزه بزرګانڅه ويښ څه ويده !؟

دامنیت په نامه د اشي ماشي دي خدای ساته

دا وطن بیله هغه هم  دبزرګانو له خوا چورسوی

د هغو د نورو جدول کشي دي خدای ساته

په دې بزرګانو که مو بیله شیطان بل څه ونه لید

 اوس دهغو د استخوان فروشي دي خدای  ساته

عجبه ټول خلک چوپ دی هر څه ګالي

ددې خلکو د خاموشي دي خدای ساته

تالاشي(لوټونه ) ، تلاشي( پلټون)، اشي ماشي ( دماشومانو لوبه ).راشي ( رشوت خور)

خشي تشي( بیکاره او چټې)،جوشي( جذباتی)، اتر شي ( دزکام نیولو ږغ)

- نظري
بېرته شاته