(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښوونې اوروزنې پوهنتون دنوم دبدلولوپه اړه

[09.Oct.2012 - 09:27] په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون
افغانستان يو کثيرالملته مملکت دی، چې ګڼشمېر واړه او لوی ټبرونه پکې اوسېږي او د بېلابېلو دينونو او مذهبونو پلويان دي. پرته له دغو فکتورونو د افغان ولس په ټولنيز ژوند کې ژبنيز، سياسي او صليقوي توپيرونه هم موجود دي، چې له بده مرغه په يو جنګ ځپلي هېواد لکه افغانستان کې، د ټولنې د دغو فکتورونو د نا انډولتيا په ترڅ کې ټولنيز تاوترېخوالي ته زمينه برابرېږي او د هېواد دوښمن دا ډول ټولنه په ژبنيز، قومي او مذهبي نفاقونو کې ښکېلوي. 
په افغانستان کې د څو لسيزو په بهير کې د جګړې بړبوکۍ فعاله ده، چې دغه بدمرغه مملکت د ځبرځواکونو په ژرنده کې مېچن شوی دی، د ټبرونو، سياسي او مافيايي زورآزموينو په لړۍ کې ښکېل شوی دی او د نړيوالو ځبرځواکونو او ګاونډيو ملکونو د لاسوهنو په ترڅ کې د ټولنيزو ناخوالو مسؤليتونه د افغانستان په بېلابېلو ټبرونو وتپل شول، چې له دغه نا منسوبه تاوتريخوالي نه يو شمېر سياسي کړيو، مافيايي جوړښتونو او ډلو ټپلو د خپلو نامشروع موخو لپارو په سپينسترګي سره ګټه پورته کړې او کوي يې، چې نن سبا يې هم هېواد د بېلابېلو بدمرغيو کندې ته ورټېل وهلی دی.
څه موده مخکې د افغانستان د وزيرانو په شورا کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوم بدلولو په ټولنه کې د نفاق اور بل کړی دی، خلک يې راپارولي دي، چې نن سبا يې ګڼشمېر پوهنپال قرباني شوي او کېږي. د افغانستان بې مسؤليته اداره په شعوري توګه په ټولنه کې داسې ناخوالې رامنځ ته کوي، چې افغاني ټولنه په ټبريز، ژبنيز، فرقوي او مذهبي ترينګړتيا کې ښکېل کړي او د خپل واک بقا د خلکو په وينه کې ويني.
د افغانستان لاسپوڅې اداره د خپلو دغو غير عادلانه او مضرو کړنو څخه عبرت نه اخلي. څو کاله مخکې د مزار شريف د پوهنتون لانجه د همدغه بې کفايته ادارې د غير انساني او افغان ضد يوه دسيسه وه، چې د پوهنپالو تر منځ يې هغه مهال تاوتريخوالی رامنځ ته کړ. سربېره پر دې په افغانستان کې د يوې اونۍ نومونه د «هفته شهيد» په نامه چې په افغانانانو کې يې ډېر نامطلوبه پايلې درلودې او لري به يې، چې څه موده مخکې د شهيد د اونۍ په بهير کې د برچي په دښته، ماتاوقلا او پلې سوخته کې د نظار د شورا يو شمېر پنجشېريانو او د هزره ګانو  تر منځ تاوتريخوالی رامنځ ته شو، چې عاقبت يې د څو انسانانو وژل ول او د هزاره او تاجک د سر خوړل.   
په افغانستان کې د څو لسيزو په بهېر کې بېلابېلې واکمنۍ تېرې شوې دي، چې د دوی د ناحقه او تپل شوې جګړې په ترڅ کې په لکهاو انسانان ووژل شول او شهېدان شوي دي، چې له بده مرغه د شهېدانو نومونه، مړي او هديرې هم ورک شوي دي. حتی د خلکو ټولې کورنۍ او د ژوندون سيمې تباه شوې دي او د ليلا د دښتې د شهېدانو اروا ليا کراره نه ده، د افغان ولس له پرهارونو ليا هم وينې څڅېږي، چې د امريکايي يرغل په ترڅ کې د ځوانو طالبانو تر څنګ په لکهاوو ملکي خلک هم په نامردي سره ووژل شول، مګر لاسپوڅې اداره ليا تېره چاړه په لاس درېدلې ده او د وګړو وينه تويوي.
نننۍ د امريکا په مټو سپره افغاني ضد اداره او د روسانو د يرغل په موده کې د هغه مهال لاسپوڅې سوسياليستي ادارې د افغان ولس لپاره د بهرنيو او ځبرځواکونو لاسناستې ادارې وې او دي، چې په افغاني ټولنه کې يې ولسي مشروعيت نه درلود او نه به يې لري، ځکه نن هم لکه پرون پر زور په افغان ولس د لږ تر لږه څلوېښتو ملکونو د نظامي ځواکونو په مټ حکومت کوي، ځکه نو د لاسپوڅي دولت پرېکړې د ملت لپاره د منلو وړ نه دي او د افغان ولس ټولنيز تاريخ به خپلې وياړلې پاڼې له سره د خپلې افغاني وينې او مينې په زرينو کرښو ليکي.
په افغانستان کې وروسته د سرې غمېزې له پېښېدو سره د سيمو د نومونو سلسله هم پيل شوې ده، چې د ثور له غوبل سره سم شاهي ارګ ته د «خانه خلق» نوم ورکړل شو، خو په افغاني ټولنه کې و نه منل شو او خلکو ورته هېڅ کله هم د «خلکو کور» ونه ويلو، نو ارګ ته هم بيرته خپل تاريخي نوم وروګرځېد. په کابل او نورو سيمو کې ګڼشمېر ځايونه هر چا د خپلو پلويانو په نامه ياد کړل، مګر بيا هم د خلکو غبرګون يو ملي دريځ وو، چې دغه مصنوعي نومونې يې و نه منلې، چې لرغونتوب او افغانتوب ته يې د مريتوب په پرتله ترجيح ورکړه.
په افغانستان کې د مصنوعي نومونو سلسه اوږده ده. په کابل کې د غازي لېسه د «شېر شاه سوري» په نامه، د نادريې لېسه د «عمر شهېد» او ګڼشمېر نورې سېمې او يا ځايونه په مصنوعي بڼه په يو او بل نامه ونومول شول، چې د جلال آباد ښار هم يوه لنډه موده د «تړون ښار» په نامه ياد شو، مګر د وخت په تېرېدو سره ټولو ځايونو، سيمو او موسسؤ خپل اصلي نوم بيرته وګاټه، نو ښه ويل شوي، چې کوږ بار تر مزله نه رسېږي!
له بده مرغه نن سبا په افغانستان کې ډېر خلک په ناحقه وژل شوي دي. هر څوک يا ښه وويل شي هره ډله او يا لاسپوڅې اداره خپلو مړيو ته د شهېد لقب ورکوي او د خپل مړي د تاريخي درنښت لپاره له احساساتو نه کار اخلي، چې د افغانستان نننۍ اداره هم د ډلو په دغو احساساتو ملنډې وهي او د خپلو شومو اهدافو لپاره د خلکو له احساساتو نه ناوړه ګټه پورته کوي، چې دغه دريځ په ټولنه کې د تاوتريخوالي سبب ګرځي او په راتلونکي کې د شرو فساد د دورې د تکرارېدلو امکانات رامنځ ته کوي.
د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون د نوم د ژغورلو لپاره افغان پوهنپالو يو ملي دريځ خپل کړی دی او  د خپلو ملي موخو لپاره يې د څو اونيو په ترڅ کې په سوله ييزو لاريونونو لاس پورې کړی دی، چې د خپلو مشروع او ملي غوښتنو په ترڅ کې يې د هېواد له ولسمشر او د تش په نامه د سولې د شورا له مشر سره کتلي هم دي، خو له بده مرغه چې د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون د محصلينو غوښتنو ته هرکلی نه دی ويل شوی او پوهنپال دې ته اړ شوي، چې د خپلې ملې موخې او غوښتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړې، چې د خپل پوهنتون ملي او ټولمنلی نوم وژغوري، خو له بده مرغه يو شمېر محصلين د پوليسو د ګوليو او تاوتريخوالي قرباني شوي دي، چې حتی يو شمېر معيوب محصلين هم د پوليسو لخوا وهل شوي او جيلونو ته اچول شوي دي.
نننۍ نامشروع ادارې هڅه کړې چې د محصلينو تر منځ درځ واچوي او د قومي نفاق په جهنم کې يې ښکېل کړي، نو افغان پوهنپال بايد په دې پوه شي، چې په افغانستان کې ټول ټبرونه تلپاتي دي او سوله ييز ژوند ته لېوال دي، مګر دولتي ادارې نن شته، خو سبا به نه وي، نو افغاني کلتوري ټولنه په ټولو محصلينو غږ کوي، چې په خپل منځ کې اتحاد وکړي، یو او بل ورورولي ته وهڅوي او يو او بل ته درنښت وکړی او د لاسپوڅو او افغاني ضد ادارو د خوشاله کولو او يا هم د يوې او بلې ډلې د ضد افغاني موخو قرباني نه شی.
د افغانستان له وينو او قربانيو ډکو پېښو په وروستيو څو لسيزو کې ښودلې او زباته کړې ده، چې د روس پلوو سوسياليستانو، د بهر پلوو مجاهدينو، عرب پلوو طالبانو واکمني غوندې د امريکا پلوو لاسپوڅه اداره به هم د افغان ولس د مقاومت په مټه به مخ توره نسکورېږي او له منځه به ځي، مګر تاسو افغانان به د يو او بل ترڅنګ تل پاتې وی او له يو او بل سره به د ملي ارزښتونو د درنښت په چاپېر کې هوسا ژوند کوی، نو بيا هم تاسو ته وړانديز کوو، چې د نورو د تورې او تبر لاسوند نشی او د محصلينو يووالي او يو موټي کېدو ته خپلې هڅې وقف کړی، چې په خپل ملي دريځ کې بری ومومی.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلينو د دغه ملي دريځ  ننګه کوي او د افغانستان د لاسپوڅې ادارې دريځ د دغه پوهنتون له پوهنپالو سره يو غير انساني، نامناسبه او له بشري ارزښتونو لرې  چلند ګڼي او په جديت يې غندي. د دغه غبرګون په مرسته د افغاني مدني ټولنو په چارواکو، افغاني رسنيو او نړيوالو رسنيو غږ کوي، چې د افغان پوهنپالو دغه مشروع غوښتنې ته لبيک ووايي او د هغوی فعاليت، احتجاج او لارښونې ته هر اړخيز انعکاس ورکړي.
د افغان پوهنپالو د ملي دريځ د پياوړتيا په تمه
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
اداري کميسيون
www.acvn.nl, [email protected]
8 October 2012

- ټولنه
بېرته شاته