(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احمد شاه مسعود او روسان

[08.Oct.2012 - 14:29]

په دې وروستيو کې د «احمد شاه مسعود او روسان ، وسله ، نېشه يي توکي او قيمتي ډبرې» کتاب نوی له چاپه راووت . په دغه کتاب کې د روسانو او د مجاهدینو د ډګري بولندوی او جنګسالار احمد شاه مسعود ترمنځ پټ اړېکي رابربنډ شوي دي . په کتاب کې له مسعود سره د روسيې د پوځي ، سياسي مرستې او ملاتړ ، د نېشه يي توکيو په سوداګرۍ کې د مسعود لاس لرلو ، زموږ د هېواد د قيمتی ډبرو ، په تېره بيا پنجشېر زمردو د ناقانونه راايستلو او پر بهر هېوادو باندې پلورلو په اړه لاسوندونه راټول شوي او ډاګيزه شوي دي .

هغه لاسوندونه چې په دې کتاب کې راټول شوي ، ډېری يې له داسې روسي چاپي او برېښنايي خپرونو څخه دي ، چې ناپېيلې يا نيمه ناپېيلې دي ، ځکه خو يې د پېښو انځورنه څه ناڅه په عيني ډول کړې ده . په دې شمېر کې دا خپرونې ګډون لري لکه د روسۍ «کومېرسانت»، «نېزاویسيمایا ګزېته» ، د «ورېمیه نووستی» ، «کامسامولسکایا پراودا» ، «ارګومېنتي نېدېليې» ، «اتکریتایا اېلېکتروننایا ګازېته» ، د «مسکوفسکي کامسامولېڅ» ، «نووایا ګازېته » ورځپاڼې ، د «پروفيل» اوونیزه مجله ، د «ایتوګي» مجله ، د «سپېڅناز - رو» اوبپاڼه ، د «ار . بي . کې» خبرې اژانس اوبپاڼه ، د «اې . پي . ان» سیاسي خبرونو اژانس اوبپاڼه ، د «سېم دنېی» اوونیزه خپرونه ، د فرغانې خبري اژانس اوبپاڼه ، د بي بي سي راډیو د روسي څانګې اوبپاڼه ، د قزاقستان د «کانتینېنت» مجله او داسې نورې نامتو سرچينې دي . په دې کتاب کې ټول ۷۱ لاسوندوندونه له ۷۱ سرچينو څخه راټول شوي او له روسي څخه پښتو ژبې ته راژباړل شوي دي . کتاب (که تېروتنه ونه کړم ، څه د پاسه ۲۰۰ مخه لر ي) چې له روسي څخه پښتو ته ژباړه يې پولاد افغان کړې ده .   

د دې کتاب بنسټيزه موخه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د ځينو اړخونو ، همدا راز په دغه هېواد کې لومړی د پخواني شوروي اتحاد او بیا راوروسته د روسيې پټو او ښکاره لاسوهنو په اړه حقايق وړاندې کول او له هغوی څخه زموږ هېوادوال خبرول دي .

د دې کتاب په لوستلو سره زموږ هېوادوال یو ځل بيا په دې ډاډمنېدای شي ، چې احمد شاه مسعود په اصل کې نه يوازې چې کوم ملي اتل نه دی ، او نه هم ملي اتل کېدای شي ، بلکې خپلو تورو سياسي موخو ته د رسېدو لپاره یې د افغانستان د خاورې او تاریخ له دوښمنانو سره لاس يو کړی او زموږ د کړېدلي ولس د وينو په تويولو يې زړه نه دی سوځولی .

زموږ درانه هېوادوال او لوستونکي کولای شي ، چې نوموړی کتاب په جلال اباد ، کندهار ، خوست او کابل کې  له کتابپلورنځيو څخه رانیسي .  په درنښت .

اونۍ (( نۍ)) د ١٣٩١ لمريز کال د تلې ١٥

د ۲۰۱۲ زېږدي کال د اکټوبر ۶

- پولاد افغان
بېرته شاته