(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښاد حنيف بکتاش په مړينه د غمرازۍ پيغاونه

[05.Oct.2012 - 12:23]

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوندPSDPدغمرازئ پیغام

په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی شاعر، ژورناليست او تاريخپوه ښاغلی حنيف بکتاش په لندن کې د ٥١ کلونو په عمرلدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
انالله و انا اليه راجعون 

اروښاد حنيف بکتاش د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې کړی، دپښتوژبي شاعر، تاريخپوه او له بي بي سي پښتو څانگې سره يې د هلمند په راديويي نوم کلونه کار کړى و

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) دارواښاد  حنيف بکتاش مړينه لوي تاوان بولی ، دارواښاد کورنئ، خپلوانو ،دوستانو  او ملګرو سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي.
روح دی ښاد وی
په درناوی
نصیر ستوری

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټری

د خواخوږۍ او غمشریکۍ پیغام

په ډیر خواشینۍ سره خبرشوم، چې زموږ دهیواد ټولنیزپوه، سیاست پوه، ادب پوه، نوښتګر، انځورګر، وتلې او تاندځوان شاعر ارواښادډاکتر حنیف بکتاش په لندن کې له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې .

(انالله وانا الیه راجعون)

شاعر وایي:

څوک د ځان لپاره مړ شي نوم یې ورک شي

د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ وي

د ډاکتر صاحب حنیف بکتاش مړینه  زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز ، ادبي او فرهنګي  ډګر کې یوه لویه ضایعه ده.

دی زموږ  په ټولنه کې  یو پیژندل  شوې مخور لیکوال او شاعر و، چې پر (۱۳۴۱) لمریز کال د وردګو ولایت په میدان ښار کې زیږیدلی و.ده خپلې لومړنۍ زده کړې په مزارشریف، میدان ښار، قندهار، هلمنداو نورې زده کړې یې د کابل د حبیبیې په لیسه کې پای ته رسولې وې، وروسته یې په مسکوکې  د نړۍ په معاصر تاریخ کې  د ډاکتری دیپلوم تر لاسه کړې و.

زه نه یوازې په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده د ویرمنوکورنیو غړو، خپلوانو او دوستانو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  ده ته د فردوس جنت غواړم .

شاعر وایي :

چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

په ډیر در نښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

 

دغمشريکۍپيغام

يوبل  افغان  پياوړۍ ليکوال ،شاعر اوژورنالست  دابد لپاره له موږ نه جلاشو!

په ژوره  خواشینی سره موخبر تر لاسه کړ چي د پښتو ژبې شاعر، ژورناليست اوتاريخ پوه ډاکترحنيف بکتاش اودبې بې سي پښتو ژبي دتفریحي پروګرامونودپښتو څانګې په ملغلرو امیل پروګرام کې په  مستعارنوم «هلمند» دروان  ۲۰۱۲ ز  کال د اکتوبر ۵په لندن کې دور پېښې ناروغۍ له امله  له دې نړۍ نه دابد لپاره سترگي پټې کړې .

اناالله و انا اليه راجعون

 

دردونکېخبره داده چي له يوې خواهره ورځ دکورنۍ جگړې په روان ناورين اوناترتارکښي دپرديو په لمسون  هر ه ورځ  بيگناه افغانانخپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوالوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي افغان ولس  ئې په بيلتون  ډير زيات  خوار اوزورېږي .

ارواښادډاکترحنيف بکتاش ديوافغان په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې  ټولی ورسپارل شوی دندي په افغانستان اوبهرکي سرته رسولي.

موږ پدې ټينگ باور لروچي ددغه پياوړ ي ليکوال،شاعراوتکړه ژورناليست ،ټولنيز ،سياسی  اوعلمی شخصيت  او دژوند له ټولوکاري امکاناتونه دهيواد اوټول بشريت په گټه دانسانی چوپړيادبه دتل  لپاره  دافغانانواوپدې ورستيو کښي دده دمسلکي اوکاری  همکارانوپه  زړونوکښي  ديوېنه هيريدونکیخاطرې  په توگه پاته وي .

مرحوم ډاکتر حنيف بکتاش د بي بي سي پښتو څانگې د مرغلرو امېل په خپرونه کې د هلمند په مستعارنامۀ کلونه کلونه  کار کاوه .مرحوم ډاکتر بکتاش په ١٩٦١  ز کال کې په ميدان وردگو ولايت کې زېږيدلى و .په افغانستان کې د پوهنتون تر بشپړېدو وروسته يې  په پخواني شوروي اتحاد کې د دوکتورا سند واخيست .مرحوم حنيف بکتاش په پښتو اودري ژبو يو شمېر کتابونه ليکلي اوخپارۀ کړي دي .((دځنگله سترگوکې)) د حنيف بکتاش د شعرونو لومړنۍ ټولگه ده چې په ١٩٨٧ کال  په کابل کې خپره شوه .

په ٢٠٠٩ کال د دۀ بله شعري ټولگه ((کله چې لمر د خداى ايتونه لولي)) په نامه چاپ شوه .bbc

د مرحوم حنيف بکتاش يوله وروستيو شعرونونه چې خپل زوى ته يې ليکلى و"پر ما مه ژاړۀ" نومېدۀ :

پامیــــرته چې نه یوازې زوی مې بلکې ملګری، مې هم دی .

کله چې، د شمال وږمو

د مور للو، للو

ستا غوږته رسوله

ته،

د یوې لویې ونې

تر سیوري لاندې زنګېدې.

کله چې اوښکې

زموږ پر مخ وچېدې

ستا خندا لا جاري وه

پر ما مه ژاړه

زه له تانه،

د مسکا هیله لرم

پخوانۍ سندرې

له سره پیل کېږي

په آسمان کې

د الماسو زړي کرل شوي

او سپوږمۍ بیا راځي

لا تر اوسه هم

د شمال وږمې، کولای شي

مسکا وشیندي

او د شپیلۍ آواز

د مینې انځور و باسي

او لا تر اوسه هم

ستا خندا

موږ سره رانغاړي

خو ګوره

که څوک

ستا د سترګو وړاندې هم

دغه لویه ونه

په سکروټو کې را ونغاړي

لابه ووایم

چې، ستا سره یم.

غواړم یو کوچنی جام

ستا په نوم پورته کړم

پر ما مه ژاړه

پخوانۍ کیسې

زموږ د ژوند یوه برخه ده

خو زه یې

ستا د نن او سبا لپاره څکم.

  په سويډن کي ددوستۍفرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍخپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دپښتو ژبې شاعر، ژورناليست ارواښاد ډاکترحنيف بکتاش دمړينه دهيوادوالواو ټولوافغان روڼ اندولپاره لويه اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي،ځانونه د ارواښاد دکورنۍدټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،مسلکي ملگرواودوستانو سره پدغه ستر غم کېشريک بولو.

ددغې ويرجنې پېښې لامله د بکتاش صاحب کورنۍ ته د زړه صبر اواوهغه ته فردوس جنت غواړو

دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم ډاکتر حنيف بکتاش دکورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دزړه صبر اوحوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدسی وي .

په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه  په استازيتوب   حبيب اله  غمخور

دغمشریکی او تسلیت پیغام

کابل-  د میزان د میاشتې ۱۵نېټه

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد تکړه شاعر، سیاستوال او ژورنالیست ډاکتر محمد حنیف بکتاش له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په دې توګه زموږ د هیواد د علم او فرهنګ له آسمانه یوبل ستورئ هم ولوید.

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان د (وطن د ترقۍ ملی ګوند) مشرتابه په داسې حال کې چې په دې ستر غم کې ځان شریک بولي، مرحوم ته د لوی څښتن تعالی له درباره د فردوس برین غوښتنه کوی، د هغه د کورنۍ ټولو غړو او په تیره بیا د هغې اولادونو، میرمنې او وروڼو او په ځانګړی توګه د (وطن د ترقۍ ملی ګوند) لومړی مرستیال ښاغلی ډاکتر محمد آصف بکتاش ته خپل د تسلیت مراسم وړاندې کوی.

عبدالحی مالک

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس

 

 

 
- خبرڅانګه
بېرته شاته