(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رسنیو محترمو چلوونکو او استازیو ته!

[30.Sep.2012 - 20:35]

 

د تعلیم او تربیې د پوهنتون محصلینو پرېکړه کړې چې سبا یانې د یک شنبې ورځ(۹- ۷- ۱۳۹۱) به د خپلو سوله ییزو لاریونونو په لړ کې یو ځل بیا د خپل پوهنتون مخې ته راټولیږي او خپل سوله ییز لاریون ته به دوام ورکوي.
موږ ټول په یوه خوله د دې پوهنتون د نوم له اړولو سره موافق نه یو، او غواړو چې د خپلو سوله ییزو لاریونونو په مټ د نوي ورکول شوي نامه په وړاندې احتجاج وښیو.
سبا به بیا هم له دولته، ولسي جرګې او اړوندو ادارو وغواړو چې زموږ د پوهنتون خپل نوم همداسې پریږدي او د یوه نوي نوم د تپلو هڅه دې نه کوي.
ستاسو د رسنیو د ټولو درنو استازیو او ژورنالیستانو څخه په درنښت هیله کوو چې زموږ لاریون ته راشئ او زموږ غږ تر دولتي چارواکو، د ولس تر استازو او ټولو هېوادوالو ورسوئ.

وخت: سهار ۷بجې
نېټه: یک شنبه، ۹/ ۷/ ۱۳۹۱
پته: د تعلیم او تربیې پوهنتون، افشار، کابل

- خبرڅانګه
بېرته شاته