(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمیرویس نیکه جومات خبرتیا

[29.Sep.2012 - 22:06]

دجرمني په بایرن  آیالت  دمونشن  په ښارکې دمیرویس نیکه جومات مسؤلینودراتلونکې جمعې مباره کې په ورځ  د یوې مهمې غونډې تابیا کړې ده.
په دې  غونډه کې به زموږ دجګړې ځپلي هېواددسولې اوثبات  په اړوندبحثونه،سلااومشورې وشي.
زموږ دغونډې مشرمېلمه ښاغلی  ډاکترصاحب  فاروق اعظم له لندن څخه تشریف راوړي .
محترم ډاکترصاحب به دمیرویس نیکه جوماتوال او نورلرې اونږدې مېلمانه پخپلو عالمانه او ګټوروویناوومستفیدکړي.
ډاکترصاحب فاروق اعظم په پرله  پسې  ډول دسولې لپاره مختلفوهېوادونوته سفرونه اونه ستړې کېدونکې هڅې کړې، له افغانانوسره یې خپل اندونه  اولازمې مشورې شریکې کړې دي.
دیادولوده،چې سږ کال ډاکترصاحب  فاروق اعظم له محترم  ډاکتر صاحب روستار تره کي سره ګران هېواد ته دپاس ذکرشوي هدف لپارګډسفر درلود.
افغانستان  زموږ ټولوګډ کوردی ددې ګډ او نړېدلي کور رغونه په موږ ټولو فرض ده نو ګرانو افغانانو!
راځئ ، چې دګډو مشورو له لارې دخپل ګران افغانستان لپاره دسولې څرک ولګوو.
نېټــــــــــه :
دروان زکال د اکتوبرپنځمه
05-10-2012
وخـــــــــــــــــت :
دجمعې مباره کې له لمانځه څخه وروسته  د دو نیمو بجو په شاوخواکې
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــه:
دغونډې په اخېرکې دډوډۍ بندوبس هم شوی هیله ده زموږ دستارخوان نورهم  دروندکړئ
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Str.10
Ubahn.3
München80379  
دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سویل کې پرته ده
اړینې تیلیفــــــــــــــوني شمېرې :
دحاجي صاحب احمد احمدزي شمېره 01747170700
دحاجي صاحب حبیب الله فیضي شمېره 01795001992
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18948

- بسمل
بېرته شاته