(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هوائی برید او بمی چاودنه کی بی ګناه وګړی شهیدان

[17.Sep.2012 - 17:33]

ډیوه: په لغمان ولایت کې د ناټوپه هوائي بریدکې اته ښځی او جینکۍ شهیدانی  شوې دي.
دغه پیښه د لغمان په الینگار اولسوالۍ کې د اتوار(یکشنبی)په ورځ د نمر خاته نه وړاندې رامنځته شوې ده چې د کابل په ختیز کې پرته سیمه ده. ځائي خلکو د ښځوؤ مړې ولایتي مرکز ته وړې دي. د دوې وینا وه چې ښځود خشاک راغونډولو په مهال وژل شوې دي.
د لغمان ولایت یو چارواکې وئیلې ځائې خلکو د پیښې غندنه کوله او د امریکا مرده باد نعرې يي پورته کولې.
د امریکا په مشرۍ کې نړې وال ائتلاف ائیساف وئیلې په هوائی برید کې تر
۴٥ پورې یاغیان په نخښه کړې دي خو په ورستي بیان کې ائیساف د پنځو نه واخلې تر د اته ؤ پورې د ملکې کسانو په ممکنه وژنه د خپلې خوا ښوږۍ څرگندونه کړې ده.
د ملکې کسانو د وژل کیدو پیښې اکثر د افغان حکومت او نړې والو ځواکونو په منځ کې د تاؤ تریخوالې سبب گرځي. افغان صدر حامد کرزۍ دداسې قسمه پیښو په کلکه غندنه کوي او وائي ددې په نتیجه کې د نړي والو ځواکونو خلاف په افغانانو کې کرکه راپورته کیږي.
د نړي وال ائتلاف چارواکې وائي وسله وال مخالفین اکثر د ملکو کسانو په منځ کې ځانونه پټوي او د ملکې کسانو په وژنه د خفگان څرگندونه کوي.
بلخوا دپښتونخوا صوبې دیر ضلع کې د سړک په غاړه د بم چاؤدیدو په نتیجه کې ١
۴کسان وژل شوې دي چې پکې څلور ماشومان او دوه زنانه هم شاملې دي.
د پولیس د وینا ترمخه چاؤدنه په مونډه کې د مسافرو د یو ډاټسن سره نزدې شوې ده چې پکې اته کسان زخمیان شوې هم دي.
د عينې شاهدینو ترمخه د چاؤدنې ورستو د پیښې په ځائې کې د انساني بدن ټکړې او د ماشومانو او زنانه ؤ مړي پراته وو.
پولیس وائي د سړک په غاړه ښخ کړی شوی بم د ریموټ کنټرول د لارې خلاص کړی شوی دی.
په سمدستي توگه د حملې ذمه واري چا نه ده قبوله کړې خو پاکستاني چارواکو په سیمه کې دداسې قسمه بریدونو پړه په طالبانو اچوي او طالبان هم وخت په وخت د حکومت خلاف د شوؤ حملو ذمه واري پخپله غاړه اخلي.
کابل کی  چارواکي وائي دجمعې په ورځ  دمسافرو يو بس  دتيلو دټانکر سره ټکر شوى چې له امله دښځو او ماشومانو پشمول لږ ترلږه 51 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي
.
دغه  پيښه   دکابل څخه قندهار ته په غځيدلې لويه لاره  دغزني ولايت په اب بند اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده، په سملاسي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دتيلو دغه ټانکر په چا پسې اړه لرله.
په کومه لاره چې دغه پيښه رامينځته شوې هغه  دافغانستان دخطرناکو لارو څخه يوه گڼلى شي.
دوالي مرستيال محمد علي احمدي وائي   د اب بند اولسوالۍ په سپين بند سيمه  کې  دټانکر سره دبس دټکر کيدو سمدستي وروستو بل شوي  اور دواړه گاډي پخپله غيږه کې واخستل.
هغه وويل  په وژل شوؤ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دجگړه ځپلي هيواد افغانستان  زياتره سړکونه  مات گوډ  او خطرناک  او په دغه هيواد کې  گڼ شمير گاډي  زاړۀ دي چې په نتيجه کې يې اکثره مهال دغه شان پيښې رامينځته کيږي.
  دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي دوژل شوؤ کسانو شميره 50 ښودلې او زياته کړې يې ده چې پيښه کې پينځه کسان ژوبل شوي هم دي.
  دولايتي پوليسو مشر جنرال زړۀ ور زاهد يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل   په وژل شوؤ کې دځينو کسانو مړي دومره ځپل شوي چې پيژندل کيږي هم نه.
هغه وويل  سيمې ته پوليس او نور عسکر رسيدلي او دوژل شوؤ کسانو مړي راوباسي.
زړۀ وويل په بس کې دناستو 56ؤ مسافرو څخه 51 وژل شوي دي.
زاهد وويل  ددغه ټکر علت تر دې مهاله نۀ دى په ډاگه شوى خو هغه  دکوم بريد امکان هم رد کړو.
په عين حال کې دافغانستان دپکتيکا ولايت وياند دجمعې په ورځ وئيلي وؤ  دزيارت په ورځ يو گاډى دسړک دغاړې بم سره ټکر شوى چې له امله يې شپږ اولسي وگړي وژل شوي دي.
وياند مخلص افغان وويل  دغه اولسي وگړي  په غرونو کې  دسوځولو لپاره دلرگو  راټولو وروستو  کور ته روان وؤ چې  دهغوي  گاډى  په خوش امند اولسوالۍ کې دسړک دغاړې يو بم سره ټکر شو.
همدغه راز  په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه وائي دزيارت په ورځ په ختيز افغانستان کې  دتندلارو په يو بريد کې دهغوي يو عسکر وژل شوى دى، ائتلافي ځواکونو  په دغه اړه نور تفصيلات نۀ دي جاري کړي

Source:Deewa Radio

- خبرڅانګه
بېرته شاته