(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجعفرهانددشعري ټولګې مخکتنه وشوه

[15.Sep.2012 - 12:19]

(نوره دې نه یادوم ) د تکړه شاعر، لیکوال او ژورنالیست جعفر هاند د شعري ټولګې د مخ کتنې لپاره د ختیځ  ادبې بهیر د دې اونې ځانګړې غونډه د۱۳۹۱ کال  د وږي په ۲۵مه د جمې په ورځ  سهار ۹بجې د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې پیل او غرمه مهال پای ته ورسیده.
غونډه، چې د ویندویۍ چارې يې بازمحمد عابد او عرفان الله بیدار مخکې وړلې، پیل د سید فضل حق لخوا د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت وشو.
د دود سره سم د ویاند لخوا د غونډې مشراو مېلمانه ګډونوالو ته وروپېژندل شول، د غونډې مشر زیب منتظر او مېلمانه يې شېر شاه همدرد، محمد انور انور، استاد عبدالله رفیع صیاد او ستانه میر زهیر شینواری وو.
په پیل کې د تېرې اونۍ د ګزارس لوستلو لپاره ایمل مړوند دریځ ته وبلل شو او ګډونوالو ته يې د تېرې اونۍ ګزارش ولوستلو.
پر ګزارش د خبرو پیل محمود خزان وکړاو په ګزارش کې يې د ( وویل) کلیمې د تکراري رتلو خبره یاده کړه، نو موړي وویل که د (وویل) پرځای یو بله مناسیبه کلیمه وکارول او د (وویل) د تکراریدو مخه ونیول شي له نظره يې ګزارش به نور هم ښکلی راشي.
ضیاالدین همت مل د محمود خزان د خبرې په تاید د ( وویل) کلیمه یو تکراري کلیمه وبلله، چې په وینا يې د ګزارش خوند يې ځای ځای خراب کړی دی.
دوست محمد دوست دوست بیا ګزارش ډېر ښه وارزولو او وی ویل: زه په تېره غونډه کې نه ومه، خو مړوند کمال کړی دی او ګزارش يې په داسې الفاظو لیکلی دی، چې د ګزارش د اوریدو پر وخت مې احساس وکړ، چې ګوندې د تېرې اونې په ناسته کې مې ګډون کړی دی.
د دوست په خبره په کزارش کې د تېرې اونۍ ټولې خبرې په ډېر هنري ډول ځای پرځای شوې وې چې لوستونکی یا اوریدونکی يې له ځان سره غونډې ته وړلو.
تلاش بیا په ګزارش کې د غونډې د ګډنوالو د نومونو نه لیکلو خبره وکړه، په وینا يې که په ګزارش کې د ګډونوالو نومونه ولیکل شي، نور به هم ښه راشي.
عبد الله سهار بیا د ګزارش نه بلکې د ګزارشګر د ویلو په انداز خبرې وکړي، په وینا يې ایمل ګزارش ډېر په بېړه او تېزه لهجه ولوستلو. د سهار په وینا په بهیر کې د مړوند دا لومړی ګزارش دی خو ډېر ښه يې لیکلی دی او د ستایلو وړدی.
بازمحمد عابد هم ګزارش په تول پوره یاد کړ او له نظره يې چې د ایمل مړوند نه د همداسې یو پوره ګزارش لیکلو تمه کیدله.
پر ګزارش له خبرو ورسته د ژمنې سره سم د د تکړه شاعر، لیکوال او ژورنالیست جعفر هاند د شعري تولګې ( نوره دې نه یادوم ) د مخکتنې برخه پیل شوه او د هاند د پېژندګلوي د لوستلو لپاره صیام الدین پسرلی دریځ ته وبلل شو صیام الدین پسرلي ( زه په عیاب کې ستا تصویر جوړوم) تر سرلیک لاندې خپله لیکنه ولوستله چې د هاند د شعر او د هغه د ژوند په اړه يې پکې معلومات وړاندې کړل.
د ویناوو په برخه کې لومړی وار د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبیاتو استاد ببرک میاخېل ته ورکړل شو چې د هاند د شعر په بېلا بېلو اړخونو يې ناستو ګډونوالو ته خبرې وکړې او هاند يې د اوسني دور یو انځورګر شاعریاد.
بیا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست ریس شېرشاه همدرد د هاند په شاعرۍ خپل نظر څرګند کړ او د هغه د شعرونو د بېلګو پرملتیا يې د هاند پرشاعرۍ خبرې وکړې.
ورپسې استاد شېرحسن کمالزي، استاد محمد ابراحیم همکار، انجینرستانه میر زهیر شینواري، استاد هجرت الله اختیار، محمد نادر دانش، ضیاادین همت مل، بازمحمد عابد احمد جمال جمال، خپلې مقالې  او عرفان اله بیدادر د استاد داوفا مقاله ګډونوالو ته واورولې.
قاري عبدالله سهاراو استاد عبد الله رفیع صیاد د جعفر هاند د شاعرۍ او د هنر په اړه د خپلو اندونو څرګندونه وکړه، چې هاند يې د په دې برخه کې یو بریالی شاعر وبللو.
د غونډې په اوږدو کې قاري عبدالله سهار او واحدالله ساحل د جعفر هاند شعرونه په ترنم کې ګډونوالو ته واورول.
په پای کې د غونډې مشر استاد زیب منتظیر ته بلنه ورکړل شوه، چې د غونډې او هاند د شاعرۍ په اړه خپل نظر څرګند کړي.
ښاعلي منتظیر په خپلو خبرو کې ننګرهار د علم او پرهنګ زانګو یاده کړه او د داسې شانداره او ادبي غونډو جوړیدل يې د ننګرهار په غېږ کې یو لازمي کار یاد کړ.
همدارنګه نوموړی د جعفر هاند په شاعرۍ هم خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې د بېلګو په راوړو سره د هاند ځينې شعرونه او بیتونه تشریح کړل او په اړه يې خپل نظر څرګند کړ.
د یادونې وړ ده، چې د ختیځ ادبي بهېر دې اونیزې ناستې  ته چې د هیواد د تکړه شاعر او لیکوال جعفرهاند د شعري ټولګې ( نوره دې نه یادوم ) پر کتاب مخکتنې ته ځانګړې شوې وه د ننګرهار کونړ او لغمان د پرهنګیانو سربېره د کندهار او ځينو نورو سیمو څخه هم پرهنګیان او لیکوال راغلي وو، چې د ګدونوالو شمېر تر لسکونو تن هم اوښته.
غونډه غرمه مهال د چایو په څښلو پای ته ورسیده .Siamuden Pasarly

دبهیر د غونډو د انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ږرکړۍ

- پسرلی
بېرته شاته