(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باګرام زندان افغان حکومت ته وسپارل شو

[10.Sep.2012 - 12:05]

له امریکایې ځواکونو  افغان حکومت ته د باګرام زندان د مسئولیتونو د سپارلو چارې  نن پيل شوې.
ولسمشر حامد کرزي افغان حکومت ته د باګرام زندان سپارل د افغانستان د ملي حاکمیت په برخه کې یو مهم ګام او په دې برخه کې هر ډول ځنډ یې د هېواد  ملي حاکمیت ته زیان وباله.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي په دې اړه مشال راډیو ته وویل، چې د باګرام زندان  سپارلو په باب  د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت ترمنځ اختلافات شته، د نوموړي په وینا د امریکا له سفیر او د ناټو له قومندان  سره د ولسمشر لیدنه ډيره جدي وه او په مهمو مسلو په کې خبرې وشوې.
ایمیل فیضي وايي، د اختلاف یو ټکی دا وو،  هغه زندانیان چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دې برخه کې له شوي تړون وروسته نیول شوي ولې تر اوسه افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي.
د ښاغلي فیضي په وینا د دې کسانو نیونه غیرې قانوني ده ځکه د شوي تفاهم لیک له مخې بهرني ځواکونه د افغان وګړو د نیولو حق نه لري
بل خوا د ایساف یو ویاند جیمي ګرایبیل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، چې د باګرام په سلو کې د نهه نوي زندانیانو مسولیت افغان لوري ته سپارل شوي دي او نورو سپارل ځنډول شوي.
د نوموړي په وینا یو وړه برخه زندانیان ځکه افغان لوري ته نه دي سپارل شوي ،چې په دې برخه کې د لاسلیک شوي تفاهم لیک د مادو د پلي کېدو په اړه افغان لوری ځینې اندېښنې لري.
ګرایبیل وویل، امریکا ټینګار کوي چې د پخوا په شان دې بیا هم په افغانستان کې د مشکوکو کسانو د نیولو حق ولري، خو افغان حکومت ته به افغان بندیان سپاري.
افغان حکومت وايي، نیول شوي کسان باید په ۷۲ساعتونو کې افغان حکومت ته وسپارل شي
بلخوا د افغانستان او امریکا ترمنځ د باګرام د زندان د مسولیت د سپارنې په تفاهم لیک کې د هغو پنځوسو بهرنیو زندانیانو برخلیک هم نه دی معلوم، چې باګرام کې بندیان دي او ویل کیږي چې ډیر یې پاکستاني وګړي دي.
د بشري حقونو ځینو ډلو اندېښنه ښودلې چې ښايي ددې بهرني زندانیانو برخلیک هم لکه د ګوانتنامو د بندیانو په څیر تر ډیره نامعلومه پاته  شي
د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي وايي، چې د بهرنیو زندانیانو مسله یوه جلا موضوع ده چې امکان لري راتلونکې کې پرې د بهرنیو چارو وزارت خبرې وکړي.
د افغانستان او امریکا حکومتونو شپږ میاشتې مخکې د دې زندان د سپارلو په اړه تړون شوی وو.
بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي کومندان عبدالرب رسول سیاف ویلي دي چې ځانمرګي بریدونه حرام دي او هیڅ یو دیني عالم د دې لپاره دلیل نه لري.
عبدالرب رسول سیاف ویلي که چیري ځانمرګي بریدونه شرعي اساس لري نو بیا یې ولي دا عالمان ، د هغوی وروڼه او بچي نه کوي.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ  په کابل کې د شهید د اونۍ په ترڅ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.
عبدالرب رسول سیاف وویل چې حکومت دي هغو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي چې ځانمرګي بریدونه کوي او تنظیموي یې.
خو په هم دې ورځ هم په کابل کې یو ځان مرګی برید وشو چې د لسو نه زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله  مشال راډیو.

 

 

- مشال
بېرته شاته