(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افضل خان لالا : په پښتنه سيمه سوله ټينگوو

[06.Sep.2012 - 12:30]

داسيا په زړه او د پښتنو پر خاوره چې دڅو لسيزو راهسې او دپرديو دموخو دترسره کيدو دپاره زمونږ پر قوم زمونږ په سرونو روانه مرګونې جګړه دوام لري ددې جګړې دله منځه وړلو او پدې پښتنه سيمه کې د دتل پاتې سولې راوستلو د پاره جرګې ځانگړې ارزښت لري چې دپرديو لخوا دراتپل شوى جګړې مخه ونيول شي او په خپلو منځو کې په دې يوه خوله شو چې دکلتور او سياست پر خلاف جګړه ده نوره بايد ختمه کړاى شي ددې خبروڅرگندونه پښتون سياستوال له لرو بر سره په ځانگړې مرکه کې وکړې افضل خان لالا چې دافغانستان دملي خپلواکۍ د٩٣ کاليزې غونډې ته بلل شوې نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې بله جرګه به څه وخت کوئ ؟ او په پښتنه سيمه کې د تلپاتى سولې غوره لاره به څرنګه څرګنده شي وويل : زمونږ پرخاوره د دوو زبرځواکونو ترمنځ جګړه وشوه او لا زمونږ دپښتنو دونيو په بيولو روانه ده .کلونه وشول چې زمونږ کلي کورونو او ښارونه ويجاړيږي ، او داجگړه په يوه يادوه جرګو نشى ختمېدې دا جګړه څومره په سياست او هنر پيل شوې مونږ به يې په ښه سياست او هنر مخه نيسو او په خپله سيمه سوله ټينگوو . دخيبر پښتونخوا د يو مشر لطيف اپريدى او نورو پښتنو سياستوالو ، اديبانو په ډاډ او مرسته مو په پېښور کې ملي جرگه وکړه ددې جرگې لړۍ به تر هغه روانه وي چې په پښتنه سيمه سوله رامنځته شي او دتل دپاره جګړه پاى ومومي مونږ په پام کې لرو چې ملي جرګې په کويټه او کابل کې جوړى کړو چې په کې پښتانه برخه واخلي او خپل دريځ نړيوالو ته ورسو

فضل قادر انډیوال

- انډیوال
بېرته شاته