(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښور :متنو کې بمي چاؤدنه 11 کسان شهیدان

[31.Aug.2012 - 22:03]

پوليس چارواکي وائي  دپښتونخوا صوبې  په سرښار پيښور کې  ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 11  کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل دي.
دسرچينو ترمخه دپيښور  دمتنو يو مارکيټ کې  ولاړ گاډي کې چاؤدنه شوې ده، دچاؤدنې له امله  دغه گاډى په مکمله توگه تباه شوى دى.
دپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دپيښې دتفصيلاتو بيانولو په وخت ډيوه ريډيو ته وويل  په کوم گاډي کې چې چاؤدنه شوې ده  په هغې کې درې کسان ناست وؤ  او يو پکې دگاډو مستري  هم کار کولو، چې دغه څلور واړه  په چاؤدنه کې مړۀ شوي دي.
ميا افتخار حسين وويل دپيښې  په حقله پلټنې پيل شوي  او مونږ ددې معلومولو هڅه کوؤ چې  کوم درې کسان په دغه گاډي کې راغلي وؤ، هغه څوک وؤ، ايا ددې څخه خبر وؤ چې په دغه گاډي کې بارود ځايې پځايې شوي او که نه؟
داطلاعاتو وزير وويل ددې خبرې دمعلومولو هڅه هم کولى شي چې کوم مستري په دغه گاډي کې کار کولو هغه په گاډي کې دراغلو کسانو ملگرى ؤ او که په ناخبرو کې دچاؤدنې ښکار شوى دى.
هغه وويل  حکومت دترهه گرۍ  ددغه رقم پيښو په سختو ټکو کې غندنه کوي او خپل عزم  يو ځل بيا تکراروي  چې کله به هم دورانکارو مخې ته په گونډو نۀ شي.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد په دغه جگړه کې زمونږ ډير بې گناه  خلک وژل شوي  او وژل کيږي او ددې ناسور دجرړو  ويستو يواځينۍ لاره دا ده چې دترهه گرو ملگرتيا ونۀ شي  او دهغوي په ضد دحکومت  روانې مبارزې ته دملگرتيا لاس ورکړل شي.
په پيښه کې ژوبل کسان دپيښور بيلا بيلو هسپتالونو ته رسول شوي چې دغلته هم دځينو حالت مرگونى ښودل کيږي او له دې امله دمړو شمير کې داضافې  انديښنه ده.
متنو دپيښور سره نزدې  هاغه کليواله سيمه ده چې پوله يې دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل سره لگيدلې او دغلته په تيرو وختونو کې هم نۀ يواځې ترهه گرو  په امنيتي ځواکونو ترهه گريز بريدونه ترسره کړي بلکې وخت ناوخته پکې دغسې چاؤدنې هم شوي دي.
بلخوا دمشال راډیود خبر له مخی  په قبايلي سيمه باجوړ سالارزو کې د اګست مياشتې له ۲۶مې نېټې راهسي د وسلوالو پرضد پوځي عمليات روان دي. د دغو سيمو نه د مرګ ژوبلي په اړه متضاد رپورټونه په رسنو کې خپريږي. د امنيتي ځواکونو تر څنګ د سالارزو امن لښکر هم د وسلوالو پرضد مبارزه کوي. د پوځي عملياتو او په دغو سيمو کې د وسلوالو شتون مقامي خلک له يو شمير ستونزو سره مخامخ کړي. د سالارزو سيمي يو ملک حسين مشال راډيو ته وايي چې د حکومتي دعوو باوجود په دي سيمه کې د خلکو کړاونه زيات شوي دي.
ملک حسين زياتوي ((دا د دوی کوترې دي، چې کوم وخت یې کوم ځای ته  پاڅوي  هلته يې منتقل کوي  چې په کوم ځای کې کومه لوبه جوړي. که دا علاقې پاکي شوي نو دا خلک را غلل څنګه له کومې علاقې راغلل؟ دا د دوی خپلو کې  راوبط دي، خپلو کې یې خپلې خبرې دي. دوي په خپلو خبرو روان دي. په دې کاروایانو کې یې ولس وځپلی . خلک يې دربدر کړل. اوس د چا کور ورانيږي؟ د عام ولس کورونه ورانيږي.))
د ملک حسين په وينا د سالارزو سيمي خلک له ويرې ترهې سره مخامخ دي او څوک هم څرګنده خبره نشي کولای. دی وايي ((دا زه چې څه وايم نو دا په ويري سره وایم اوس مالومه نه ده چې د مرګ ازرائيل کله راځي. بل مولوي صيب هم د دې مسلي نه د شر يوه کټۍ جوړه کړي.  مولوی صيب ته موږ وايو چې ته مُلا يې، جمه راکوې، موږ ته نکاح تړي، زموږ جنازې کوې، ستا خپل مقام دي نو دا شر د خپل کور نه اوباسه.))
په باجوړ کې په پوځي عملياتو کې د مرګ ژوبلي د دعوو په اړه  خبریال  رحيم الله يوسفزی وايي چې په سالارزو کې مرګ ژوبله شوېده خو په دعوو کې حقيقت نشته.
دي زياتوي ((د حکومت دا دعوه سمه نه ده چې دا سيمه يې پاکه کړي ده. که چري دا سيمه يې پاکه کړې وای نو دا جنګ به نه کيدۍ خو جنګ اوس هم کيږي. طالبان دا وايي چې موږ  د سالارزو سيمه نيولې ده نو دا هم سمه خبره نه ده. ځيني ځايونو ته دوی راغلي وو چې د هر ځای نه راغلي وو، سالارزو لويه علاقه ده. زما په خيال دا دعوې دي، حقايق له دې مختلف دي.))
خبریال  رحيم الله يوسفزی وايي چې له پاکستان سره دومره پوځ نشته چې په افغان پوله يې ځای پر ځای کړي، د دې ترڅنګ بريدګر له افغان خاوري  راځي او د بريد وروسته واپس لاړ شي، او مقامی لښکرو ته دير زيات تاوان هم شوی دی.
دغه رازحکومت اوس هم په دې ادعاوو ولاړ دی چې باجوړ ايجنسۍ يې له  وسلوالو پاکه کړېده. د باجوړ ايجنسۍ پوليټکل ايجنټ عبدل جابر شاه مشال راډيو ته وويل وسلوال د پولې له هاغې غاړي  باجوړ ته راوړي او وخت پر وخت بريدونه کوي خو امنيتي ځواکونو دغه ټول بريدونه پشا تمبولي دي.
عبدل جابر شاه زياتوي ((موږ دا دعوی کوو چې دا سيمې له  وسلوالو  پاکې شوي دي. موږ اوس دا دعوی کوو. دا تښتېدلي خلک دي. دا هاخوا ناست پټ خلک دي. دا وخت په وخت کوشش کوي چې بریدونه وکړي. زموږ ايجنسۍ کې دننه کسان نشته چې دلته اړۍ ګړۍ جوړ کړي. ))
د باجوړ سالارزو مشرانو او د کارپوهانو په نظر قامي لښکر سره د حکومت مرستې د نيشت برابر دي، که چري حکومت له  خلکو سره مرستې و کړي، ستونزې يې هوارې کړي او رضا يې کړي، نو د دوی په وينا په سیمه کې به په خپله امن راشي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وزیر میا افتخار حسین د کورنیو چارو محکمې د هغه اعلامییې په اړه چې په صوبه کې مېشت د ناقانونه افغان کډالو پر ضد به د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې ګامونه پورته کیږي،  په غبرګون کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل په صوبه کې که چېري هم یو افغان کډوال چې قانوني اسناد ورسره وي او د پولیس لخوا بې ځایه وځورول شو نو پر ضد به یې سخت اقدامات وشي، نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه یې خصوصي هدایت جاري کړي دي.
میا افتخار حیسن وویل، چې افغانان مو خپل وروڼه دي او نه پوهېږي چې ځینې کړۍ ولې یوازې د افغانانو په حواله داسې رپوټونه  لارو کوڅو ته راباسي. دده په خبره  د هر هغه چا پر ضد به ګام اخیستل کېږي چې  قانوني اسناد نه لري-
په پاکستان کې دا مهال د دوه ملیونو په شاوخوا کې افغان کډوال ژوند کوي ، چې په دوی کې زیات شمیر یې قانوني اسناد نه لري

دغه راز د کونړ ولایت یو شمیر قومي مشرانو او د ملي شورا استازو له افغان ولسمشره وغوښتل، چې د پاکستان د راکټي حملو د بندولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغو مشرانو د سېشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې له ښاغلي کرزي سره ولیدل او ولسمشر ورته ډاډ ورکړ، چې په دې اړه له پاکستاني لوري او نړیوالې ټولنې سره په تماس کې دي.
دا لیدنه و له هغه وروسته شوې، چې د کونړ دیني عالمانو او قومي مشرانو اوس اوس په یوه غونډه کې د پاکستان په خلاف د جهاد  فتوا صادره کړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د کونړ په ځینو سرحدي ولسوالیو له تیرو دوو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ لخوا د درنو وسلو حملې روانې دي، چې پکې یو شمیر خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د پاکستان د راکټي حملو په وړاندې د افغان حکومت لخوا د کوم اقدام نه کول او پدې اړه د ناټو ځواکونو خاموشي هغه اندیښنې وې، چې د کونړ ولایت قومي مشرانو عالمانو او استازو ولسمشر ته وړاندې کړې.
په کونړ کې د سولې د شورا د سیمه ایز دفتر د دارالانشاء مشر ډاکټر نظام الدین ملیار د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند سره په خبرو کې وویل، چې د کونړ مشرانو د دې حملو بندول غوښتل.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په کونړ ولایت او په تیره بیا په دانګام او ناړې ولسوالیو باندې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ لخوا د درنو وسلو حملې کیږي.
د کونړ خلکو پدې اړه اوس اوس یوه پراخه غونډه هم جوړه کړې وه، چې پکې د پاکستان په خلاف د جهاد اعلان وکړ.
خو د جمهوري ریاست لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کونړ مشرانو د خپلې دې فتوا په اړه هم وضاحت وړاندې کړ او ویې ویل، چې دا په کوم هیواد د تیري لپاره نه بلکې د خپلې  دفاع لپاره ده.
د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزي دغو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د سیاسي خبرو له  لارې یې هڅې روانې دي، خو هیڅ کله به داسې اقدام ونه کړي، چې له کبله یی د ډیورنډ له پولې هاخوا خلک زیانمن شي.
د کونړ مشران پداسې حال کې له ولسمشر نه ددغو حملو د بندولو غوښتنه وکړه، چې دده د کابینې دوو مهمو وزیرانو د همدو حملو له کبله خپلې څوکۍ له لاسه ورکړې او د ولسي جرګې لخوا ترې د باور رایه واخیستل  شوه.

Source: Deew aund Mashaal

- خبری څانګه
بېرته شاته