(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غزاله جاويد په وژنه تورن جهانگير ونيول شو

[30.Aug.2012 - 21:22]

د پښتو د وتلې سندرغاړې غزاله جاويد په وژنه تورن دهغې پخوانى خاوند جهانگير خان دپيښور پوليسو نيولى اؤ د پلټنو د پاره محکمې نوموړى دزيارت په ورځ د دوؤ ورځو په ريمانډ پوليسو ته سپارلى دى.
 دپيښور ښار دپوليسو مشر اصف اقبال ډيوه راډيو ته ويلي دي تيره ورځ ورته خبر ورکړل شو چې جهانگير د پيښور په هندکو دامن سيمه کې په خپل کور کې ناست دى چې په دغه اطلاع هغه د پيښور د بيلابيلو تاڼو په پوليسو مشتمله چاپه ماره ډله جوړه کړه اؤ د هغه په کور يې چاپه ووهله.
ښاغلي اقبال وويل کله چې جهانگير پوليس وليدل نو د تيښتې هڅه يې وکړه خو پوليسو هغه قابو کړو.
هغه وويل د خالي په ورځ نوموړى محکمې ته وړاندې کړل شوى اؤ محکمې د دوؤ ورځو په بدني ريمانډ پوليسو ته سپارلى دى.
دپوليسو مشر وويل اوس د هغه څخه پلټنې پيل شوي اؤ کله چې دغه تحقيقات سرته ورسيږي نو محکمه به د هغه د سرنوشت په هکله پريکړه کوي.
بايد په ډاگه وي چې د روان کال په ١٩مه جولايي د پيښور په ډبگرۍ سيمه کې غزاله جاويد اؤ د هغې پلار هغه مهال وسله والو په ډزو ويشتلي اؤ وژلي وؤ کله چې غزاله  په يو بيوټي پارلر کې د سرڅڼې کولو څخه وروستو راوتله اؤ خپل گاډي کې کښيناسته.
د غزاله جاويد مور د هغې د وژنې دعوه په جهانگير خان اؤ دهغه په نورو دوؤ ملگروکړې ده اؤ وئيلي يې دي چې جهانگير خان ورته د وړاندې څخه گواښونه کول.
د غزاله جاويد مور دا هم وايي چې جهانگير خان ورته ويلي وؤ چې کۀ هرڅو يې غزالې ته طلاق ورکړى دى خو غزاله جاويد به سندرې نۀ وايي گنې د بد انجام سره به مخ شي.
همدغه شان د غزاله جاويد د وژلو په موقعه موجودې د هغې خور فرحت هم دعوه کړې ده چې هغې جهانگير پخپلو سترگو ليدلى چې غزاله جاويد اؤ دهغې پلار يې وژلى .
خو د پوليسو په ولقه کې جهانگير خان خبريالانو سره په خبرو کې دغه ټول تورونه ردکړي اؤ وايي چې غزاله جاويد سره هغه د خپل ځان نه هم زياته مينه کوله بلکې هغه يې وړومبۍ اؤ وروستۍ مينه وه نو څنگه کولى شي چې خپله مينه پخپله ووژني .
هغه وويل دا چې د غزاله جاويد مور هغه د خپلې لور اؤ خاوند په وژنه کې رالړل غواړي مقصد يې دادى چې په دغه طريقه زما نه ښې ډيرې پيسې ترلاسه کړي .
خو د غزاله جاويد مور نشاط بيا د جهانگير خان دغه خيال ردوي اؤ وايي هغه به کله هم د خپلې لور اؤ خاوند وينې خرڅې نۀ کړي.

- ډیوه
بېرته شاته