(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تعلیمي نظام یرغمال شوی

[23.Aug.2012 - 11:50]

د راپورونو له مخه  په قبایلي سيمو کي تر دا مهال د جينکو او هلکانو څه پينځه سوه سرکاری سکولونه په نښه کړل شوی او ويجاړ کړل شوی دی چې له امله يې د دغو سیمو په لکونو زده کوونکي له جدید تعلیمه بې برخې پاتې شوې دي.
په قبايلي سيمو کي د سرکاری سکولونو تر څنګ د ديني مدرسو هم يو لوي جال خپور دی، او دغو مدرسو کې  په لکونو ماشومان زده کړی تر سره کوي.
دا چې په يادو شویو سیمو کې د سرکاري سکولونو په شعوري توګه نښه کولو پر شا په دغو سیمو کې د مېشتو وسله والو دا تګلاره خو نه ده چې تعليمي نظام يرغمال کړي؟ د باچا خان ايجوکيشن ټرست مشر پروفیسر  خادم حسین د دې پوښتنې په ځواب کی وايي،  په پاکستان کې عمومي تعليمي نصاب هم زده کوونکي د تهذيبونو پر ضد جنګ ته هڅوي، خو په قبايلي سيمو کې وسله وال غواړي چې خپل د خوښې تعليمي نظام راولي نو ځکه په سکولونو بريدونه کوي. او دغه مدرسې په ډاګه د سلفي جهاد تعليمات خپروي.
که څه هم تر دا مهال په قبایلي سيمو کې د ديني مدرسو کره شمېر نه دی مالوم، خو په بېلا بېلو قبایلي سيمو کې مېشت ځايي خلک وايي، د دوی په سيمو کې د ديني مدرسو جوړېدو رفتار ګړندی دی، او د سرکاري سکولونو ويجاړېدو  ځايي خلک دې ته راغب کړي دي چې خپل ماشومان ديني مدرسو ته د زده کړو لپاره ولېږدوي.
دا چې  په دغو مدرسو کی کوم نصاب ښودل کيږی، آيا د زده کوونکو د جديد تعليم حاصلولو تنده سړوي او که نه؟
د خيبر قبایلي سيمي په لنډی کوتل کي د دارالعلوم اسلاميه مهتمم مولانا عتيق الرحمان د دې پوښتنی په ځواب کي وايي چي زده کونکو ته په مدرسو کي د وفاق المدارس لخوا منظور شوي نصاب ښيي. چي له مخه يي په ړومبو دوو کالو کی د جديدو علومو او بيا اسلامی علوم لکه فقه، د قرآن تفسير او نور اسلامي علوم ښيي.
په  پاکستان کې په دينی مدرسو کي  رايج تعليمي نصاب کی د بدلونو بحث تر ډيرو مودو پوري تود وو، او د پخواني پوځی مشر جنرل پرويز مشرف په دوره کي دینی مدرسو کي په جديد تعليمی نصاب ډير ټینګار شوي وو، دا چي په قبایلي سيمو کي د ديني مدرسو د تعليمي نصاب په اړه کوم د کره کتني حکومتي نظام شته او که نه؟
د پاکستان په سینيټ کي د تعليمي چارو د قايمه کميتي چيرمين سینيتر عبدالنبي بنګش وايي، چی د اتلسم آیيني ترميم له مخه اوس د تعلیم ټولي چارې د دغه هيواد د صوبايي حکومتونو ذمه واري ده خو د قبایلي سيمو د تعليمي چارو ذمه واري اوس هم د وفاقي حکومت پر غاړه ده، او په یادو شوو سیمو کي په ديني مد رسو کي  د تعليمي نصاب په اړه خبرې اترې به د دغه کميټۍ په راتلونکو  غونډو کې بحث کېږي.
د امريکايي پوهنتون جان هاپکنز د يو راپور له مخه که په قبایلي سيمو کي د وسله والو لخوا  د سرکاری سکولونو په نښه کول دوام ولري او په ديني مدرسو کي جديد نظام تعليم رايج نه وی نو د دغو سيمو ماشومان به د سخت دریځۍ پر لاره روان شي
د امریکا انتخابات او د افغانستان جنګ
حمید مهمند:- د افغانستان جګړه د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په کمپاین کې ډیر کم د یو بحث په توګه پورته کیږي.
پداسې حال کې، چې لا هم اتیا زره امریکایی پوځیان په افغانستان کې په جګړه بوخت دي او په اوسط ډول هره ورځ یو سرتیرې یی مري،  دا جګړه نوره په کانګرس کې د بحث توده موضوع نده.
تر هغه وخته، چې رای ورکوونکي د نومبر د میاشتې په شپږمه نیټه د اوباما او د جمهوریت غوښتونکو د کاندید میټ رومني ترمنځ یو د راتلونکي ولسمشر په توګه انتخاب کړي د افغانستان جګړه به په خپل دولسم کال کې وي.
د اسوشیټډ پریس خبري اژانس په خپل یو رپورټ کې لیکي، د ډیرو امریکایانو لپاره دا جګړه کافي اوږده شوې، عامه رای تر ډیره ددې جګړې په وړاندې منفي ده او په سلو کې شپږ شپیته خلک یی مخالف دي.
یوه وروستۍ سروې ښیۍ، چې په سلو کې شپیته امریکایان دا احساسوي، چې امریکا باید نوره د افغانستان په جګړه کې ښکیله نه وای  او یوازې یو دیرش فیصده یې باوري، چې د امریکا جګړه سمه ده.
پدې جګړه کې، چې د ۲۰۰۱میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د القاعده د له منځه وړلو لپاره پیل شوه له یو زر نهه سووه پنځوسو نه زیات امریکایی عسکر وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي.
سږ کال په جولای میاشت کې څلویښت امریکایی سرتیري ووژل  شول، چې تراوسه پورې د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ هاغه وه.
یو دیرش امریکایی سرتیري په روانه اګست میاشت کې ووژل  شول، چې اووه یی د یوه  هېلي کاپټرې د نسکوریدو په پیښه کې له منځه ولاړل.
لس نور امریکایی سرتیري په هغو حملو کې وژل شوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو نه ورباندې شوي دي
پدې جګړه کې د القاعده وسله وال تر ډیره له افغانستانه و ایستل شول او مشر یی اسامه بن لادن تیر کال په پاکستان کې د امریکایی ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل  شول.
اکثره دا دلیل وړاندې کوي، چې د اسامه بن لادن وژنه له افغانسته ددوی چټک وتل توجیه کوي.
خو نور بیا وایی، چې د یو بې ثباته افغانستان شاته پریښودل به یو ځلې بیا د القاعده په څیر وسله والو ډلو ته، چې امریکا او متحدین یی ګواښولای  شي یو خوندې پټن ځای برابر کړي.
د ناټو چارواکي وایی، په افغانستان کې یې د ایتلاف قراردادي کارکوونکو لپاره  له هغه  وروسته  تازه امنیتي تدابیر نیولي دي چې  سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو په سرتیرو حملې زیاتې شوي.
په افغانستان کې د ناټو یو ویاند ویاند سټیف نیتا د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، چې دا تدابیر هغو ټېکه دارانو/ قراردادیانو لپاره دي، چې د پوځي زده کړو په برخه کې کار کوي. نوموړي ویلي، د ایتلاف تګلاره اجازه نه ورکوي، چې دغه تدابیر ورښانه کړای شي.
پدې اقداماتو  کې  قراردادي چارواکو  ته د سفر لپاره د زغره وال ګاړي  ورکول، چې پرمختللي مخابراتي سیسټم، جي، پي، ایس یا په ځمکه د موقعت د ښودلو سیسټم او ځانګړې وسلې لري شامل دي.
دا تدابیر پداسې حال کې نیول شوي، چې پدې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې د ملبسو کسانو لخوا په بهرنیو سرتیرو حملې زیاتې شوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل یو رپورټ کې دې حملو ته اشاره کړې او لیکلي، چې دا د بهرنیو سلاکارانو او ددوی د افغان همکارانو ترمنځ واټن پیدا کوي.
په رپورټ کې لیکل شوي، چې دې حملو بهرني سلاکاران مایوسه کړي، چې له امله یی د افغان ځواکونو د روزنې  کیفیت رالویږي.
افغان کتونکي هم دا مني، چې طالبان غواړي پدې حملو سره د افغان حکومت او د هغې د بهرنیو ملاتړ ترمنځ واټن رامنځ ته کړي.
خو دا، چې طالبان تر کومه حده خپل دا هدف ترلاسه کړې، ددفاع وزارت پخوانې مرستیال جنرال عتیق اله بریالې یی په اړه مشال راډیو ته وویل.
(
دوی پدې لټه کې دي، چې په دا ډول مرګ ژوبلې پیښولو سره د ناټو د غړو هیوادونو د خلکو ترمنځ ویره رامنځ ته کړي، څو خپل هیوادونه مجبوره کړي، چې له افغانستان نه سرتیري وباسي.
دوی پدې کار کې زیات بریالي ځکه نه وو، چې د دوی د حملو زیات تمرکز په امریکایی او بریتانوي ځواکونو وو، چې دواړه زیات دهشت لري.
نو طالبان ددې هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي، خو د مرګ ژوبلې د اړولو او د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د بې باورۍ د فضا په رامنځ ته کولو کې بریالي وو.
د والسټریټ ژورنال د رپورټ له مخې په تیرو دوو اونیو کې په دا ډول حملو کې شاوخوا لس امریکایي سرتیري وژل شوي.
د روان کال له پیله بیا پدې حملو کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شمیر څلویښتو ته رسیدلې دې.
امریکایی مشرانو پدې مسلې ژوره اندیښنه څرګنده کړې او بارک اوباما ویلي، چې پدې مسلې به له خپل افغان سیال سره خبرې کړېدي.
د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د القاعده د وژل شوې مشر اوسامه بن لادن په سهې کولو کې د پاکستان استخباراتي ادارې آئي ایس آئي یو کرنیل د امریکې د جاسوسۍ ادارې سي آئي ای مرسته کړې وه او اهم معلومات يي سي آئي ای ته ورکړې وؤ چې په نتیجه کې يي بن لادن په نخښه کړی شو. دا خبره یو امریکائي لیکوال په خپل ورستي کتاب کې کړې ده.
د کتاب مصنف رچرډ منیټر دا دعوه هم کړې ده چې په ممکنه توگه د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویزکیاني ته ایبټ آباد کې د اوسامه بن لادن خلاف د کاروائي په حقله معلومات پنځه میاشتې وړاندې ورکړی شوې وؤ.
کتاب کې دعوه شوې ده د کال ٢٠١٠ د اگست په میاشت کې د آئي ایس آئي یو کرنیل خپله اسلام آباد کې د سي ائي ای دفتر ته ورغللو او د بن لادن په لټون کې يي انتهائي معلوماتو ورکولو کې مرسته ووکړه.
لیډنگ فرام بې هائنډ، د ریلکټینټ پریزیډنټ اینډ ایډوائیزرز هو ډسائیډ فار هیم نومې کتاب کې لیکل شوې دي چې دا تاثر غلط دی چې پاکستان د لادن خلاف شوې کاروئي کې څه کردار نه لرلو بلکه پاکستان د القاعده مشر خلاف شوې کاروائي کې په ښه ډیره کچه لاس لرلو.
کله چې د آئي ایس آئي کرنیل د سي آئي ای دفتر ته ورغلو او د بن لادن په حقله يي د معلوماتو ورکولو وړاندیز ووکړو نو دا بحث شورو شو چې آیا دا اشاره ده چې د آئي ایس آئي مشر پخپله د لادن پټن ځائې په گوته کول غواړي او که آیا دغه کرنیل د هغه په  عوه یو وطن دوست کس دی او د تندروۍ سخت مخالف دی. خو کتاب لیکې که څه هم وو، اسلام اباد کې د سي آئي ای دفتر ته د کرنیل د تگ څو میاشتې ورستو سي آئي ای بن لادن ووموندلو.
کتاب وائي کله چې د سي آئي ای چارواکې ایبټ آباد کې د اوسامه بن لادن کور ته ورسیدل نو ورته دا هم معلومه شوه چې د هغه د کور د پاره مزکه د پوځ د تربيي مرکز کاکول نه بیله کړی شوې وه.ټ
کتاب لیکې چې د پاکستان سیاسي مشرانو د پاره د مشکلاتو کمولو په خاطر داسې قیصه هم تیاره کړی شوې وه چې وویل شي بن لادن په ډرون حمله کې ووژل شو او امریکې ورستو د هغه مړی ترلاسه کولو د پاره خپل هیلې کاپټر را ولیږلو. خو د بن لادن خلاف د کاروائي په مهال د یو هیلې کاپټر غورځیدو ورستو دغه قیصه وړاندې نه کړی شوه.
تیر کال د مۍ په وړمبۍ نیټه د امریکې خصوصي ځواکونو په کاروائي کې د بن لادن د وژل کیدو ورستو د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو ایبټ آباد کې د بن لادن د موجودگۍ په حقله د څه قسمه معلوماتو نه انکار کړی وو او په خفیه امریکائي کاروائي يي د خفگان او احتجاج څرگندونه کړې وه ځکه چې اسلام آباد په خپله خاوره د امریکائي پوځ کاروائي د خپلې خپلواکۍ سرغړونه گڼله.
کتاب لیکې د کال ٢٠١٠ د دسمبر په میاشت کې د پاکستان پوځي مشرته د بن لادن خلاف د کاروائي په حقله خبرداری ورکړی شو خو کوم خصوصي معلومات ورسره نه وو شریک کړی شوې او د هغه نه غیر رسمي اجازه غوښتی شوې وه.
کتاب دعوه کوي چې د کال ٢٠١١ د مارچ په میاشت کې د امریکې صدر براک اوباما پاکستان د کاروئي په حقله په تیاره کې د ساتلو فیصله ووکړه.
د کتاب منصف رچرډ منیټر د امریکا وال سټریټ جرنل او واشنگټن پوسټ ورځپاڼو خبریال پاتې شوی دی.
Source: Mashaal and Deewa radio

- مجید بابر
بېرته شاته