(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کې د ايراني واټ په اړه

[13.Aug.2012 - 13:10]

په نيدرلند کې د افغاني کولتوري ټولنې غبرګونليک
درنو هېوادوالو!
د ۲۰۱۲م کال د اګست ۱۰نېټه: په ټوليزو رسنيو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې دي، چې ګواکې د بلخ ولايت چارواکو د مزارشريف يو واټ د ايراني شهېدانو په نامه نومولی دی يا يې نوموي، چې په خپل دغه کار  يې له خپل هېواد سره بربنډه خيانت کړی، د افغانستان سيمه ييز هويت ته يې صدمه رسولې او په سپينو سترګو يې زموږ د ملت د کولتوري، سياسي او ټولنيزو ارزښتونو سپکاوی کړی.
تاسو ته معلومه ده، چې افغانستان په وروستيو څو لسيزو کې د ځبرځواکونو، مذهبي کړيو او ګاونډيو ملکونو د لاسوهنو ډګر ګرځېدلی دی. د ګاونډیو په لاسوهنو زموږ په هېواد کې د ډلو ټپلو جګړه په ټول هېواد کې خپره شوې ده، د تېرې پېړۍ په نويمو کلونو کې يوازې په کابل کې په لکهاو ملکي خلک د جګړې قرباني شول او نن سبا هم دغه نامشروع جګړه د ځبرځواکونو په نيغ تيري او ګاونډيو په بربنډو لاسوهنو ليا روانه ده.
په افغانستان کې د جګړې په بهير کې څو ميليونه افغانان شهېدان شول، چې د يرغلګرو ګڼشمېر غليم عسکر، افسران او جاسوسان زموږ په خاوره کې ووژل شول. زموږ خاوره له روسانو خپلواکه شوه، مګر افغانستان د تېرې پېړۍ په نويمو کلونو کې د ګاونډيو ملکونو د وزلوبې ډګر وګرځېد، چې په افغانستان کې يې د ملکلطوايفي بنسټ کېښود او د افغانستان د تجزيې ګواښونه يې رامنځ ته کړل، چې ايران يې غوره لوبغاړی وو او د ايران دغه نا مشروع هڅې نن سبا هم روانې دي.
په ۱۹۹۶م کال کې په کابل کې د تنظيمي جنګونو ناورين ته د طالبانو د تحريک لخوا د پای ټکی کېښودل شو، چې خلکو د هوسا ژوند سا وايستله، خو ايران خپلو لاسوهنو ته په شمال کې ادامه ورکړه، چې خپل جاسوسان او سپاه پاسداران يې په مزارشريف کې ځای پر ځای کړل او د افغانستان په چارو کې يې خپل شوم کارونه په سپينو سترګو پر مخ بېول.
په ۱۹۹۸م کال د دويم ځل لپاره د شمال ولايتونو له آزاديدلو سره سم د مزارشريف ښار هم د طالبانو تر کنټرول راغی او د سيمې خلک يې د ايراني پلوو غلو، زورواکانو او جنګي مجرمينو نه خلاص کړل، چې د دغه جګړې په ترڅ کې د ايران نهه تنه استخباراتي چارواکي هم د ناپېژندل شويو ځواکونو لخوا ووژل شول، چې پړه يې پر طالبانو واوښته.
د دغه پېښې په ترڅ کې ايران د افغانستان پر ضد د جګړې ګواښ وکړ او خپل درې سوه زره عسکر يې د افغانستان پولو ته راوستل، چې د افغان ولس په خاوره تېری وکړي، خو د ايران دغه غير قانوني هڅې د نړيوالو مؤسسو او ګڼشمېر ملکونو لخوا محکومې شوې او ايران ته ګواښونه وشول، چې پر افغانستان له تيري لاس پر سر شي، که نه نو نړيواله ټولنه به د ايران د دغه غير قانوني او خپلسره کار په اړه په زغرده غبرګون وښيي.
د ايران د دغه ناوړه کار پر ضد د نړيوالو مؤسسو، ملګروملتونو او ګڼشمېر ملکونو دريځ د ايران او افغانستان د احتمالي جګړې د پېښېدو خنډ شو، که نه نو سيمه به په اور کې لاهو شوې وه، په وينو به پرېول شوې وه او تر ننه به په لکهاو خلک د ايران د دغه غير منطقي دريځ او د ځانغوښتنې د خصلت قرباني شوي وی، خو له بده مرغه ايران نن هم افغانستان په خپلو کولتوري تيريو کې ښکېل کړی دی.
ايران هغه مملکت دی، چې په ۱۹۱۹ميلادي کال يې د افغانستان له خپلواکي سره ضد دريځ خپل کړی وو. ايران د افغانستان د څو وروستيو لسيزو د بدمرغيو يو پياوړی لوبغاړی دی او د افغانستان جګړه يې تمويل کړې، د وحدت  په نامه يې يو نظامي ګوند د افغان ولس پر ضد جوړ کړی دی او له هر پلوه يې ملاتړ کوي، چې افغانستان د تجزيې خوا ته سوق کړي.
په ۲۰۰۱ميلادي کال چې امريکايانو په افغانستان تېری وکړ، نو همدا ايران وو، چې خپل هوايي حريم يې امريکايانو ته پرانيست او د امريکايونو په پلوي يي د افغانستان د بمباريو ښه امکانات رامنځ ته کړل او په وروستۍ لسيزه کې يې د افغانستان په کورنيو چارو کې په نېغه په سپينو سترګو لاسوهنه پيل کړې ده، چې افغاني ټولنه يې حتی دې ته لمسولې ده چې د خپل دوښمن تاريخ په خپل ټټر وليکي.
په افغانستان د روسيې يرغل، امريکايي تېری او په مزار کې د ایران د استخباراتي کړيو ځاي پر ځای کول له يو او بله توپير نه لري، که يو يې بې دينه وو، بل يې عيسوی وو، نو ايران هم شيعه دی، پردی دی او د نورو په پرتله يې له افغان ولس سره ډېر خيانت کړی دی او زموږ په حريم يې تل تيری کړی، نو د ايران استخباراتي چارواکي لکه نور يرغلګر تر تېغ تېر شوي دي، چې څو ورځې مخکي هم په سوريا کې د ايران ۴۵سپا پاسداران له تېغه تېر شول، نو بیا به يوه ورځ ايران په سوريه کې هم د ايراني شهېدانو د واټونو د نومونې غوښتنه کوي!
په نيدرلند کې افغاني کولتوري ټولنه په دې اند ده، چې د بلخ ولايت د چارواکو دغه غير افغاني هڅه د افغان ولس جهاد او د شهېدانو وينو ته سپکاوی دی او په افغانستان کې د ايران غير قانوني هلو ځلو ته د مشروعيت پوړنی وراغوندي او خپل ولس ته د بربادي کنده کني. د بلخ ولايت چارواکي په خپل دغه خاينانه کار د سيمې او ټول افغانستان په پرهارونو د تلپاتې مالګې شنل دي او له زخمونو يې د ناسور جوړول دي.
د بلخ ولايت د دغه غير افغاني هڅو په اړه په نيدرلند کې افغاني کولتوري ټولنه په ټولو مدني ټولنو غږ کوي، چې د بلخ ولايت د دغه ټولنيز او ملي خيانت په اړه غبرګون وښيي او د افغانستان له دولت نه په زغرده غوښتنه کوي، چې د بلخ ولايت د پلورل شويو چارواکو دغه دسيسې شنډې کړي او مسؤلين يې قضايي ارګانونو ته وروپيژني.  
په نيدرلند کې د افغاني کولتوري ټولنه
اداري کميسيون
www.acvn.nl
[email protected]

Afghan Cultural Association NL.   The Netherlands

په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې اداري کميسيون

- ټولنه
بېرته شاته