(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ختيځ ادبي بهيرد4مې اوونيزې غونډې راپور

[11.Aug.2012 - 11:22]

بسم الله الرحمن الرحيم

ختيځ ادبي بهير خپله پرله پسې څلورمه اونيزه غونډه د (١٣٩١) لمريز کال د زمري په شلمه نېټه د جمعې په ورځ د سهار په نهه بجو د ننګرهار ټولنیز مزکز ميديوتيک په انګړ کې وکړه.

غونډه د راحت ګل زيارمل له خوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پېل شوه.

د غونډې په پېل کې د وياند الله محمد حسن زي لخوا د غونډې مشران راحت گل زيارمل او اغا محمد بېنوا د غونډې ګډون والو ته ور وپيژاندل شول.

ورپسې د تېرې اوونۍ ګزارش فرهادالله حسيب ولوست. د ګزارش په اړه عرفان الله  بيدار خپل نظر وړاندې کړ بيدار د تيرو کزارشونو په نسبت دا گزارش ښه وګاڼه.

ايمل مړوند وويل ما په نيټ کې دغه ګزارش ولوست، چې زياتې ليکنيزي تېروتنې يې لرلې، څنګه چې ګزارشګر ولوست په دې ډول نه و.

محمود خزان د مړوند دخبرو د تايد ترڅنګ د (ولوست)  پر ځای (ولوستله ) د و(باله) پر ځای (وبالل) او د داسې نورو ډېرو ليکنيزو تېروتنو يادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه هغه ګزارش، چې نيټ ته سپارل کېږي، بايد کمپوز يې ښه په دقت سره وشي.

ورپسې د ژمنې سره سم رحمت الله زيارمل خپل غزل  کره کتنې ته وړاندې کړ، چې د هر بيت د ستايلو تر څنګ ګډونوالو د ښه کره کېدو په خاطر خپل نظرونه ورکړل .

د غزل مطلع داسې وه.

ستا هره کيسه زما په زړه کې ده

ټوله سلسله زما په زړه کې ده

د مطلع په اړه عزت الله ځواب وويل لمړۍ نيم بيت ددوهمي نيم بيته سره تړاو نه لري، همدارنګه په دوهمه نيم بيته کې د (سلسله) کليمې څحه څه معنا نه اخستل کېږي.

نادر دانش په دوهمه نيم بيته کې (سلسله) د خبرو د تائيد لپاره وړ وبلله.

راحت ګل زيارمل هم  په دې نظر و، که د (سلسله) پر ځای کوم بل لفظ وکارول شي ښه به وي.

همت مل د مطلعې د ستايلو ترڅنګ وويل د ښه غزل لپاره ښه مطلع ضرور ده چې دا کار زيارمل په ښه شان کړی دی

د غزل  لمړی بيت داسې وو.

ته چې پکې ښکارې خپلو سترگو ته

هغه آېنه زما په زړه کې ده

عرفان الله بيدار يې په اړه خپل نظر وړاندې کړ، که د (ښکاري) پر ځای       ( ګوري) راشي بيت به نور هم روان شي .

ايمل مړوند وويل که په بېت کې مقابل لوري ته اشاره شوې وې نور به هم ښکلی شوی وی.

د دانش نظر داسې و شعر بايد داسې وليکل شي، چې هر څوک ترې خپل مطلب واخلي.

د غزل دوهم بيت داسي و .

څنگ دې داسې ژر له ياده وويستم

دا يوه ګيله زما به زړه کې ده

شيرزاد يې په اړه نظر ورکړ. د دې پر ځای (څنګ دې داسې ژر له ياده وويستم) داسې شي (څنګه دې ډير ژر له ياده وويستم ) بيت به نور هم روان شي .

ځواب په بيت کې د ښکلا ،معنا او روانتيا ستاينه وکړه .

دانش هم دبيت د ستايلو تر څنګ په شعر کې د محلي محاویرو کارول درست وبلل .

د غزل دريم بيت .

ستا کړې وعدې به پرتا څه کوي

دغه اندېښنه زما به زړه کې ده

د ګډونوالو له خوا د نورو بيتونو په پرتله ډېر وستايل شو.

د غزل مقطع داسې وه.

وه! زيارمله چپ شه په خوله لاس کېده

اوس هم همغه زما په زړه کې ده

بختيارساحل دغه بيت د دوهم بيت تکرار وښوده .

سعدالله فطرت وويل: ښه روان او ښکلی بیت دی شاعر پکې ځان ته په خپله مخاطب شوی دی .

دغونډې مشر راحت ګل زيارمل  په ټول غزل خبرې وکړې او زياته يې کړه ددغه غزل دخوږلنۍ وجه د اوږد رديف راوړل دي.

د کره کتنې په پای کې د دغه غزل شاعر رحمت الله زيارمل ته بلنه ورکړل شوه. زيارمل د ټولو ګډون والو مننه وکړه، چې د ده په غزل يې خبرې وکړې.

 د کره کتنې څخه وروسته  ازاده مشاعره وشوه، چې د څلوېښتو تنو څخه زياتو شاعرانو پکې خپل شعرونه ولوستل.

غونډه د ايمل مړوند په ژمنې سره چې خپل غزل به په راتلونکې غوڼده کې کره کتنې ته وړاندې کوي غرمه مهال پای ته ورسيده.

په درنښت

دغونډی د انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ

 

فرهاد الله حسيب

ختیځ ادبې بهېر

 

 

- حسيب
بېرته شاته