(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ANPپه بلنه ټول ګونديز کانفرنس پيل شو

[09.Aug.2012 - 12:06]

پېښور: د خيبر پښتنونخوا واکمن عوامي نېشنل ګوند په بلنه د توانايي په بحران ټول ګونديز کانفرنس نن په پيښور پيل شود صوبایي حکومت چارواکې وايي په صوبه کې د برېښنا نشتوالي مسله کړکيچنه شوېده او په دې قابو موندلو لپاره له ټولو ګوندونو سره خبرې کول غواړي چې حل يې راوباسي. چارواکي زياتوي چې په تول ګونديز کانفرنس کې به د برېښنا د نشتوالي سره سره د صوبې د بجلۍ خالصې ګټې په اړه به له وفاقي حکومت سره خبرې وکړي. له دې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر افراسياب خټک ويلي ول، چې د برېښنا د نشتوالي په اړه د دوی حکومت تر اخري حده پورې تللای شي.بلخوا په خيبر پښتنونخوا کې مخالفو ګوندونو مسلم ليګ نواز، جماعت اسلامي او جمعيت علما‌ء اسلام فضل الرحمان ډلې په کانفرنس کې د ګډون نه کولو اعلان کړی دی.خیبر پښتونخوا صوبه ۳،۱۳۶مېګاواټه بجلۍ پیدا کوي که څه هم د واپډا پر ویب سایټ ورکړل شوې شمېره تر دې ډېره ده، د دوی صوبه دا وخت ټول ټال ۲،۸۰۰مېګاواټه بجلۍ ته ضرورت لري خو دوی ته له قامي پاورګریډ سټېشنونو یوازې ۱،۳۰۰مېګاواټه ورکول کېږي.د رېلوې وفاقي وزیر حاجي غلام محمد بلوروايي په پاکستان کې د برېښنا بحران نه ختمېدونکې بڼه اخیستې ده. د واپډا د ورکړل شویو مالوماتو له مخه دا مهال په ملک کې ۶۵فیصده بجلۍ په تېلو یا په ترمل پاور جوړېږي. ۳۳فیصده په اوبو یا هایډل پاور او دغه ډول دوه فیصده جوهري برېښنا جوړېږي. د پاکستان ۶۲فیصده بجلۍ یوازې پنجاب صوبه مصروفوي، سیند ۲۰فیصده، خیبر پښتونخوا ۱۱فیصده او بلوچستان پینځنیم فیصده بجلۍ استعمالوي. تر ټولو زیاته بجلۍ په کورونو کې استعمالېږي. خیبر پښتونخوا او د پښتنو قبایلي سیمې دا مهال درې زره اووه سوه شپږڅلوېښت ( ۳۷۴۶ ) مېګا واټه بجلۍ پیدا کوي.
تربېلا بند صوابۍ ۳،۴۷۸مېګا واټه
ورسک بند مومند اېجنسۍ ۲۴۳مېګا واټه
درګۍ بند ۲۰مېګا واټه
بنو کورم ګړی ۴مېګا واټه
چترال ۱مېګا واټه
د تېر جولایی میاشتې په پای کې د رېلوې وفاقي وزیر حاجي غلام محمد بلور په یوه خبري کنفرانس کې ویلي ول، چې خیبر پښتونخوا صوبه ۳،۱۳۶مېګاواټه بجلۍ پیدا کوي که څه هم د واپډا پر ویب سایټ ورکړل شوې شمېره تر دې ډېره ده، د دوی صوبه دا وخت ټول ټال ۲،۸۰۰مېګاواټه بجلۍ ته ضرورت لري خو دوی ته له قامي پاورګریډ سټېشنونو یوازې ۱،۳۰۰مېګاواټه ورکول کېږي.دده په خبره چې دا له خیبر پښتونخوا سره زیاتی دی چې بجلۍ د دوی صوبه پيدا کوي او له لوډشېډینګ یا د بجلۍ له کمي سره دې هم دوی مخامخ وي.وفاقي وزیر دا هم ویلي ول چې دا وخت په ملک کې یوازې ۱۲،۰۰۰مېګاواټه بجلۍ پيدا کېږي چې ضرورت یې ۱،۸۰۰۰مېګاواټه دی او کمی یې ۵،۰۰۰میګاواټه جوړېږي. دده په خبره چې خیبر پښتونخوا په درو کې یوه برخه ونډه جوړېږي او وفاقي حکومت باید د دوی جایزه ونډه ورکړي.د بجلۍ بحران دومره شدید شوی دی چې د عام ولس ورځنۍ ژوند یې اغېزمن کړی دی، ښايي همدا یوه وجه وي چې د پښتونخوا واکمن عوامي نېشنل ګوند یې یې د یو حل راوېستو لپاره مجبوره کړی وي

ډیوه رپوټ: د خيبرپښتونخواد واکمن گوند  عوامي نيشنل پارټۍ له لوري     رابلل شوي انرژي کانفرنس کې په گډ ډول غوښتنه شوې ده چې دبجلۍ دپيداوار او ويش واک بايد صوبو ته ورکړل شي، اسلام اباد څخه دې لوډمنيجمنټ بند او د واپډا له لوري دې دپيسو راويستو دعمل  اصلاح وکړل شي.
دغه کانفرنس غوښتنه کړې ده چې په خيبرپښتونخوا کې دې  دبجلۍ  دپيداکولو عمل  پراخه کړل شي  او په دغه لړ کې دې دنوؤ وړو ډيمونو پرانسته وکړل شي.
دزيارت په ورځ  دوزيراعلي په ماڼۍ کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په مهال دعوامي نيشنل پارټۍ  صوبائي مشر افراسياب خټک وويل دتيرو  حکومتونو دغلطو تگلارو له امله دبجلۍ ستونزه کړکيچنه شوې ده او اوس  هم هاغه خلک  دڅه گډ حل راويستو پځايې دبجلۍ  دستونزې  دهواري په بابله دکيدونکو هڅو څخه  په ډډه شوي دي.
 هغه وويل په پيښور کې دانرژۍ په بابله دترسره شوي کانفرنس  په مهال دا خبره مخې ته راغلې ده  چې مونږ په دوه روپۍ يونټ بجلي پيداکوؤ او بيا هم دغه بجلي مونږ ته په 15 او 16 روپۍ يونټ راکول کيږي.
افراسياب خټک وويل دبجلۍ دبحران تر ټولو ستره وجه دا ده  چې بجلي دمرکز له لوري  ويشل کيږي او  دموجوده ويش دغه عمل دمنلو جوگه نۀ دى.
هغه وويل  تيره ورځ چې دگډو مفاداتو  په کونسل کې  پنجاب په ټول هيواد کې دبجلۍ ديو رقم ويشل کيدو  په اړه  کوم وړانديزونه کړي دي ، مونږ دهغې منلو ته تيار نۀ يو.
افراسياب خټک زياته کړه دانرژۍ په کانفرنس کې په مختلفو پروژو  غور وکړل شو ، چې په هغې کې  څه خو  داوږدې مودې  او څه دلنډې مودې  پروژې دي.
 داى اين پي صدر وويل  کومې پروژې چې لنډمهاله  او دعمل جوگه دي  دخيبرپښتونخوا وزيراعلي به په دغو پروژو سمدستي دکار کولو حکم جاري کوي.
 نوموړي دا هم وويل چې دانرژۍ  کانفرنس کې چې  کوم وړانديزونه شوي ، هغه به دصوبائي کابينې او صوبائي حکومت څخه له منظوريدو وروستو وزيراعظم ته وړاندې کولى شي.
هغه وويل کانفرنس کې چې کوم وړانديزونه شوي په هغې  دعمل کولو سره به دوه ،دريوؤ مياشتو کې وضعيت  تر څه حده ښه شي.
 دعوامي نيشنل گوند له لوري په ترسره شوې دغه دانرژۍ کانفرنس کې دپيپلز پارټۍ  صوبائي مشر سينيټر سردارعلي خان،دمسلم ليگ(ق) صوبائي صدر سيد قاسم شاه، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ  ارباب مجيب الرحمان او دقبائيلي سيمو له لوري سينيټر عباس افريدي  برخه لرله.

- فضل قادرانډیوال
بېرته شاته