(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلوچستان : ۱۳۰۰۰ بلوڅ ملتپال تری تم دي

[02.Aug.2012 - 22:24]

په بلوچستان کې ۱۳۰۰۰ بلوڅ ملتپال تری تم دي    د ورکو بلوڅانو اتحاديه 

په کوټه کې  د مطبوعاتي مرکز مخ ته د ورکو بلوڅانو د اتحاديې يا وائس فارمسنګ پرسنز  په احتجاجي کمپ کې ناست قدير بلوڅ وايي، چې تر اوسه تر ديارلس  زره  زيات بلوڅ ملتپال تری تم دي .

قدير بلوڅ  چې د ورکو بلوڅانو د اتحاديې مرستيال مشر هم دی،  زياتوي، چې د ده زوی جليل رېکي هم د ورکو بلوڅانو په ډله کې وو، خو څه موده وړاندې يې خراب شوی مړی وموندل شو . د ورکو بلوڅانو اتحاديې ايالتي او مرکزي حکومت ته د ورکو بلوڅانو د نومونو لسټونو ورکړي، چې  له تېرو دولس کلونو راهيسې ديارلس زره بلوڅ ملتپال ورک دي . خو ايالتي او مرکزي حکومت وايي، چې دا د استخباراتي ادارو او ملېشه ځواکونو کار دی .

نوموړي زياته کړه، چې د بلوچستان د حالاتو د خرابېدو لامل هم همدا ورک بلوڅان او د دوی په مرموزه ډول وژنه ده . ترڅو چې ورک بلوڅان نه وي موندل شوي او په مرموزه ډول د دوی د وژنې لړۍ نه وي بنده شوې په بلوچستان کې د امنيت ټينګښت ناشونی دی .

د يادونې وړ ده، چې  دپخواني ديکتاتور پروېز مشرف تر واکمني راوروسته د كويټې په شمول دبلوچستان له بېلابېلو بلوڅ مېشتوسيموڅخه په سلګونه بلوڅان تري تم شوي دي  .

چې د ملتپالو په وينا تر اوسه  د درې سوه ورکو بلوڅانو مړي موندل شوي چې په مرموزه توګه وژل شوي او بيا په بېلا بېلو سيمو کې غورځول شوي دي .

د ورکو بلوڅانو اتحاديه او بلوڅ ملتپال د بلوڅانو په تري تم کېدو کې د ملېشه ځواکونو او استخباراتي ادارو لاس بولي، خو حکومتي مقامات بيا دا تورونه په کلکه ردوي .

په تېر مېلادي کال کې د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې او د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم په بلوچستان کې پر بې درېغه بشر ضد اعمالو اندېښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان له مرکزي حکومت څخه  يې په ايالت کې د هدفي وژنو، د بلوڅانو د تري تم کېدو او مرموزو وژنو د مخنيوي غوښتنه کړې وه . خو دا لړۍ لا اوس هم دوام لري .

                                                                                                            رفيع الله مندوخېل

                                                       فون :  ۰۰۹۲۳۰۰۳۹۳۷۶۲

[email protected]                                   

- مندوخېل
بېرته شاته