(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچاخان کور به په قومي ورثه بدل کړی شي

[30.Jul.2012 - 10:45]

پښتونخوا: د چارسدې په اتمانزو کې ځايي خلک په دې خبره خواشیني ښکاره کوي چې دد عدم تشدد قامي ازادۍ  د بخښونکی غورځنګ بانی او سالار او د عوامي نیشنل پارټۍ د بنسټ ایښودونکی خان عبدالغفار خان ( باچا خان )کورته د پښتونخوا حکومت هیڅ ډول پام لرنه ، نه ده کړې، نه یوازې دا چې دا کور مخ په خرابیدو دی، بلکه اوس پر ځای ددې چې قومي ورثه ګرځول شوې وای، په کرایه ورکړل شوی دی.
د اشنغر د اتمانزو یو سپین روبي مشر ملک شفیع الله خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل:
(( 
دا دبارام خان بابا کور دی، په دې کور کې باچاخان بابا، ولي خان ، علي خان او غني خان  پیدا شوي ، خو افسوس دا دی چې د باچاخان بابا د نمسو په حکومت کې دا په معمولي کرایه ورکړل شوی دی. پکار ده چې دا کور قومي اساسه ګرځول شوې وای. ))
په اتمانزو کې د باچاخان په کورکې یو ځايي مزدورکاره کس ، استوګنه لري چې دا کور یې په کرایه اخیستی او ددغه کس اته کلنه لور صدف وايي چې دوی د میاشتې زر روپۍ کرایه ورکوي.
دهمدې سیمې یو بل وسیدونکی جان خان وايي، د پښتنو لپاره د باچاخان پلرنی کور د تاج محل حیثیت لري، او پکارده چې دا په یو کتابتون واړول شي. د سیمې خلک دا هم وايي چې ترڅه مودې پورې په دې کور کې د جینکو یو سکول جوړ کړی شوی و ، خو په تیرو شلو کلونو کې په دې کور کې افغان کډوال په کرایه وسیدل.
په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند عمومي سکرتر ارباب طاهر خلیل د باچاخان د کور ددې حالت په اړه مشال راډیو ته داسې وویل:
(( 
زه فکرکوم چې کوتاهي شوې ده ، خو ژمنه کوو چې دا کور به ډیر زر په عجایب ګر ، کتابتون او یاهم په قومي ورثه بدل کړی شي. ))
باچاخان  په اتلس سوه نوي کال کې په دې کور کې نړۍ ته سترګې غړولې وې، او د نولس سوه اته اتیایم کال د جنورۍ په شلمه نیټه یې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې اوس یې مزار د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال اباد په شیشم باغ سیمه کې دی. د باچاخان مزار هم تر دې وروستیو پورې په خراب حالت کې و ، خو اوس پرې کار پیل شوی دی

مشال.

- اسرار اتل
بېرته شاته