(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار:د محمدشیرین ګردیوال لیدني کتني

[26.Jul.2012 - 13:51]

ننګرهار. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( Pashtoon Social Democratic Party-PSDP) لومړی مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د۲۰۱۲ ع کال دتیرې جون په میاشت کی ننګرهارولایت ته دیو سفر په لړ کی د مومندری ولسوالۍ دګردی غوث دځوانانوسره او د جلال اباد ښار د پنځمی ناحیی د ځوانانود شورا او د ولسی ښیګڼو د ټولنی مشراوغړو سره لید ني کتني وکړی.

په لومړنۍ لیدنه کی دمومندری ولسوالۍ د ځوانانو له لوری ښاغلی ګردیوال ته دهرکلی ویلووروسته دګردی غوث د ځوانانو په استازیتوب ښاغلی سفارت خان خبری وکړی او د ځوانانو په موجوده ستونزو او دغه راز پښتنو ته په اوسنیو ورپیښوکشالو ئی رڼا واچوله اوددی ستونزو او کشالودحل لپاره ېی خپل نظر حاضرینو سره شریک کړ.
د لیدنو کتنو پدی لړ کی ښاغلی ګردیوال د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د پنځمی ناحیی د ځوانانودشورا او د ولسی ښیګڼو د ټولنی مشراوغړو سره د قومونواوقبایلو چارو په ریاست کی ناسته  وکړه، دغونډی دګډونوالوپه استازیتوب د ولسی ښیګڼو غړی انجینر فرید احمد ناصرزی ښاغلی ګردیوال ته هرکلی ویلو وروسته په خپلوخبروکی وویل چی پښتانه د بل هر وخت نه په وروستیو دریو لسیزو کی ډیر ځپل شوی دی او ترمنځ یی د نفاق اور بل شوی دی نو باید د یو موټی کیدو لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وشی .
ښاغلی محمد شیرین ګردیوال ددواړوغونډو ګډونوالو ته  په خپلو خبرو کی وویل چی دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند موخه او هدف د پښتنوقامي یووالی،دپښتنو دحقوقو څخه دفاع  او د لر او بر پښتنو په یوه ټغر راغونډول دی اود پښتنو د ستر قاید او عدم تشدد د فلسفی بنسټګر خان عبدالغفار خان(باچاخان)هغه شعارته ئی اشاره وکړه  چی ویلی ئی ؤچی یا به یوکیږو کنی ورکیږو اوویویل که پښتانه په امان کې نه وی د نړی یو هیواد به هم په امان کی پاتی نشی
دغه راز نوموړی دهیوادپه روانوسیاسي حالاتو  هم رڼا واچوله اود ځوانانو د تودو احساساتوستاینه ئی وکړه

په پورتنیو غونډو کی دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( پښتون سوسیال دیموکراتیک پارټی ) موخی او هدفونه او دغه راز د ګوند بنسټیزه(منشور) ځوانانو او خاضرینو ته ورکړل شول او د ځوانانو له خوا ژمنه وشوه چی د ګوند  څانګه به پراننیزی او د ګوند فعالیتونه او کارونه  به د غونډو او سیمینارونو په جوړولو سره لا ګړندی کړل شی

  خیرالله ګردیوال

- خیرالله ګردیوال
بېرته شاته