(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږ کلي او بانډې کتاب چاپ شو

[13.Jul.2012 - 21:48]

 

محترمو لوستونکو!

لکه څنګه چې هرانسـان خپل  ژوند ، کوچنی والی اودستریدوخوږی اوترخی خاطری له ځانه سره په خپل ذهن کی لری ،خوکله چې دانسان عمر زیاتیږی دکلي،کــــور،ښوونځی اوټول هغه چاپیریال  چې انسان پکی سترشویدی او د ژوند مــــختلف پړاوونه یــی پکی تیر کړی دی همیشــــه د هغه  یادونه او خـــاطری  سړی ته په  ستــرګو کیږی ، خو دا یادونه هغه وخت زیات شی چـې  انسان  د خـپلو کلو او بانډو او وطن  څخه  لری په پردی وطن کــــی دمساپری اومـــهاجرت  شپی او ورځی   تیروی ۰ په  دغه  یاداشتونو کی د کـــلو او بانډو  عامیانه  او پرګنیز کلتور ، رسم اورواجـــــــونو سره د اشنــــا کیـــدوترڅنګ عـــامیانه  او کلیوالی اصطلاحاتــــوته خاصه  پامــــلرنه  شویــــده ، ترڅوموله یوی خــــوادغه اصطلاات  ژوندی ســــاتلی وی اوله بــــلی خواددی اصطلا حاتو په کارولوسره دغه نوشتـــی ته پرګنیز رنګ اوخوند ورکړی وی ۰

  همدارنګه ددغــــی لیکنی لوستل د ټــولو د مخه   هغه ځوان نسل ته سپارښتنه کوم ،کوم  چې په وطــن کی دڅو لسیزوکورنیوجګړواود بهرنیو د لاس وهنو پــــه  نتیجه کــــی  د وطن  څــخه  لری په بهرکی سترشویدی او د کلو ، بانډو او کلیوالی ژوند او دودو نو  رواجونوسره لږه اشنا دی ۰

پدې کتاب کې د لغمان په اړه د دهيواددمعاصر ه څيړونکو او ليکوالا نو د معتبره تاريخي ليکنو کره مطالب هم راوستل شوي چې ددې مطالبو يادونه پدې کتاب کې لا زم او ضروری ګنل کیږي٠هيله ده چې ددې مطالبوپه راټولولوسره مـودلغمان په اړه درنو لـوستونکو ته دپام وړ معلومات برابرګړي وي ٠

او همدارنکه د افغان ننګ د ښکلې پانې د قدر وړ او بادرده کارکونکو او په خاصه توګه د ښاغلي اجمل اکبری صيب نه دکتاب دتظيم  اوبرابرولو په برخه کې د زړه دکومې مننه کوم  ٠

دوستان کولی شی دا کتاب  په لاندې پته ولولي٠

http://afghannang.com/Ketabona/Zmog-Kaly-Aw-Bandy.pdf

هیله    ده چې دغه    کوچنی  تحفه   د درنـــو لوستنکو    د پاملرنی  وړ وګرځی٠ د دوستانو د نیکو او اصلاحی نظریاتواولارښوونوپه هیله  ۰

په  ډیره  مینه

سمیع الدین  افغاني

 

- افغاني
بېرته شاته