(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان دریم مقام خپل کړ!

[10.Jul.2012 - 22:40]

افغانستان د کراټې په نړيوالو سیالیو کې دریم مقام خپل کړ!

دکراټې نړیوالې لوبې  د جاپان هیواد په کوربه توب د چنګاښ په اتلسمه نيټه پیل شوي وې  چی تیره ورځ پای ته ورسیدې.

په دغه سیالو کې جاپان لومړی، روسیه دوهم او افغانستان دریم مقام خپل کړ.

د افغانستان کیوکوشین کان کراټې سلاکار محمدالله صابری وایي جاپان د نړيوالو سياليو په کوربه توب  کولو سره د نړۍ ګوټ ګوټ نه غورا  او چڼ کړای شوی   دوه دیرشو (۳۲)  نامتو لوبغاړو په بیلابيلاو وزنونو کې  خپله وړتیا وښوده چې هر وزن کې اته لوبغاړو سیالۍ کولې، زمونږ ګران هیواد نه  حجت الله سميع زاده په منفي ۶۵ کيلوګرامه وزن کې سیالی وکړي لومړی لوبه یی د کوربه هیواد جاپان سره راغله چې له نیکه مرغه هغه لوبه د حجت الله په بریا تمامه شوه په دوهمه لوبه کې هم له بل  نامتو جاپانی لوبغاړی سره مخ شو چې په نتيجه کې دواړه لوبغاړی برابر شول په پایله کې د لرګي تختو ماتولو (تمیشي واراي) په ترسره کولو باندې د جاپانی لوبغړی نمرې زیاتې شوې.  په نتېجه کې افغان لوبغاړی حجت الله سمیغ زاده  په خپل وزن کې دریم مقام ترلاسه کړ.

حجت الله سمیع زاده په خپل وزن کې له پخوا نه د اسیا نايب قهرمان پاتې شوی او په ماليزيا هيواد کې يې دويم مقام ترلاسه کړی و او په اوتیرو ملی سیالیو کې هم په پخپل وزن کې ملی اتل شو نو په دې اساس نړیوالو لوبو کې د ګډون وړ وبلل شو

دغه لوبغاړی د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې سازمان ریس انجينر محمدسير ازداني په مشری او دده  تر ځارنې لاندې جاپان هیواد ته سفر درلود، آزادانی وایي (زموږ چې په نړیوالو سیالیو او همدارنګه د نور لوبو په ډګر کې  بریاوې د بې وزله هیوادوالو دعاګانې  زمونږ د بریاوو ښه وسیله ده او ټولو هیواد والو ته  ددې سترې بریا مبارکی وایو).

دغه سيالۍ چې په اتم د جولای په جاپان کې پيل شوی وه د څو بېلابېلو هيوادونو لوبغاړي پکې ګډون کوړی وه چې يو له هغو هيوادنو څخه افغانستان هم وه،  د یادونو وړ ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو نه یواځې افغانستان او جاپان نوموړی سیالۍ ته لار موندلی وه.

په پایله کې کوربههیواد(جاپان) لومړۍ، روسیه دوهم او افغانستان دریم مقامونه وګټلټولو هیوادوالو ته دې دغه ستره بریا مبارک وي.

Afghanistan has got third position inWorld Weight Category Karate Tournament (face punch)

Venue: Yoyogi Daini Taiikikan, JAPAN

 

- صابری
بېرته شاته