(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډنمارک: د کونړ سیند مشاعره ترسره شوه

[25.Jun.2012 - 22:21]

کوپنهاګن : د جون دمیاشتې پر ۲۳نېټه له غرمې وروسته د ۴بجو په شا او خوا کې په ډنمارک کې د کونړکلتوري ټولنې او په ډنمارک کې د لیکوالو ادبی ټولنې په نوښت او زیار د کونړ سیند ، دودیزه مشاعره د یو لړ درنو او ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه .زموږ خبریال خبر راکوي چې په سر کې د افغانستان تکړه لیکوال او ژورنالیست یوسف هېواددوست چې د غونډۍ د ویندویی چارې پر مخ بیولې راغلو میلمنو ته هرکلی ووایه او ښاغلی حاجي معصوم یې د پاک الله د څو مبارکو آیاتونو لوستو لپاره ستیژ ته راوغوښت.د قران پاک د مبارکو آیتونو له لوستو وروسته حاضرینو د ګران افغانستان د سولې ، بیا رغاونې او خپلواکۍ لپاره دوعا وکړه .وروسته بیا د افغانستان غوره شاعر او ټولنپال شخصیت او په ډنمارک کې د کونړد کولتوري ټولنې مشر ښاغلي ګلمانشاه ودیر ساپي د یوې لنډې وینا په ترڅ کې د ډنمارک ، ناروې ، سویډن ، اتریش ، بلجیم ، جرمني ، هالند او له یوشمېر نورو هېوادو څخه راغلو مېلمنو او ټولو حاضرینو ته هرکلی ووایه او څرګنده یې کړه چې : نوموړې ټولنې دا دی دویم کال لپاره وکولای شول چې د کونړ د سیند د دودیزې مشاعرې د جوړولو چارې په غوره توګه ترسره کړي .ښاغلي ګلمانشاه ودیر ساپي د خپلو خبرو په دوام تر دې دمه د خپلې ټولنې او د ټولنې د فعالو غړو له ترسره شویو چارو یادونه وکړه او له ټولو هغو شخصیتونو ، فرهنګي ټولنو ، علمي مرکزونو او د افغانانو له شوراګانو او ډله ایزو رسنیو څخه یې د نومونو په یادولو د قدر دانۍ ذکر وکړ چې ننۍ مشاعرې ته یې پیغامونه او شعرونه رالېږلي وو . ښاغلي ودیر ساپي په پای کې ددغه راز ادبي غونډو جوړېدل د افغان ملت په لا پیوستون او په بهر کې د اوسېدونکو ځوانو افغانانو د سالمې روزنې او پالنې لپاره ډېر اغېزمن وباله .زموږ خبریال په خپل رپوټ کې زیاتوي چې وروسته بیا ښه ژورنالیست او شاعر ښاغلي صفر خواریکښ د ( ولې د کونړ سیند مشاعره ؟ ) تر سرلیک لاندې خپله څېړنیزه مقاله ولوسته چې د حاضرینو لخوا یې تود هرکلی وشو .رپوټ وایي چې وروسته بیا دکتورس جمیله پیوند خپله لیکل شوې مقاله او یو شعر وړاندې کړ ، وروسته بیا ، د سویډن د مالمو په ښار کې د افغانانو د علمي فرهنګي مرکز او دوستۍ ټولنې استازي فرهنګپال شخصیت ښاغلي حبیب الله غمخمور ، په ډنمارک کې د افغانانو د شورا استازي تکړه نطاق او لیکوال ښاغلي نصیر سهام او د شمشاد د ټلویزیون د ریًس پیغام د ښاغلي بېله وال لخوا ولوستل شول.په غونډه کې د کونړ والي ښاغلي الحاج فضل الله وحیدي د مبارکۍ پیغام هم د غونډې د نطاق لخوا ولوستل شو .خبریال لیکي چې د غونډې دویمه برخه د مشاعرې برخه وه چې د غوره ویاندې او د کونړ د کولتوري ټولنژ او د لیکوالو د ادبي ټولنې د غړې او د خپلواکي د خپرونې د مسًول مدیر مېرمن فیضیه هوسا په لنډو څرګندونو او یو شعر راپیل شوه .ددې برخې د ستیژ چارې میرمن فیضیه هوسا او تکړه نطاقې او دیکلیماتورې آغلې زرلښت حبیب لخوا ترسره کېدې .د مشاعرې د برخې لومړنی شعر ښاغلي صفر خواریکښ ولوست . خواریکښ خپل شعرونه په غوره لهجه ولوستل چې د حاضرینو له چکچکو سره مخامخ شول بیانوښاغلو: شېرزاده ساجد ، سلام خان اندړ ، محمد صدیق ننګ ، ولایت خان ځدراڼ ، ډاکټر صاحب اجمل ،غرزی پردیسیار ، نجیب الله روفي ، شریف الله پیوند ، عبدالمالک بېکسیار عبدالهادي ، بورا زماني ، هېواد شېرزاد ، ممتاز ارمان ، استاد ګلا جان پردیسي ، ، وال، ،ګلمانشاه ودیر ساپي ، امید قاضی خېل ، ښاغلی حریف او یو شمېر نورو یو په بل پسې خپل شعرونه واورول چې هر شعر له پرله پسې چکچکو او د( بیا وایه ) په نارو بدرکه کېده .په دغه ادبي غونډه کې ښاغلي خوشال مزاروال خپل یو لنډ داستان حاضرینو ته واورو چې د ټولو خوښ شو .خبرزیاتوي چې په مشاعره کې د ښاغلو فاروق فردا ، هادي هادي ، هدایت الله وطنیار ، له کوټې څخه ملتیار ،زیب منتظر،حاجی محمد نوزادي ، ، خپلواک ساپي ، آغلې زرلښت حفیظ مالیار او یو شمېر نورو شاعرانو هغه شعرونه د مشاعرې د دیکلیماتورانو لخوا ولوستل شو ، چې همدې غونډې ته رالېږل شوي و . په غونډه کې هڅه وشوه چې له کابل او د افغانستان له نورو ولایاتو او له یو شمېر نورو هېوادو څخه یو شمېر وتلي شاعران د سکایپ له لارې له دغې مشاعرې سره ونښلول شي ، خو له بده مرغه چې د تخنیکي ستونزو له امله دا کار ونشو ، په محفل کې ددغو غوره شاعرانو له نومونو څخه په قدردانۍ سره یادونه وشوه .

 د مشاعرې په پای کې او له یوې لنډې دمې وروسته د ټنګ ټکور برخه پیل شوه او دې برخه کې د هېواد غوره سندربول ښاغلي کبیر امیري برخه درلوده ،کله چې ښاغلی امیري ستیژ ته راغی د حاضرینو له پرله پسې چکچکو سره مخامخ شو .د کبیر امیري هنرمندۍ محفل لا رنګین کړ .د موسیقۍ وروستۍ برخه هغه خوندور ملي اتڼ وو چې تکړه ځوانانو پکې برخه واخیسته . د کونړ د سیند دودیزه دغه مشاعره د شپې ۱۱بجو په شا اوخوا کې د ګران افغانستان او په ځانګړي توګه د کونړ د ولسونو د هوسا او بسیا ژوند په هیله او دوعا پای ته ورسېده . مشاعره د شمشاد تلویزون ، ژوندون، او په یوتوب کې افغان توب ۲۰۱۰خبریالانو په ژوندۍ بڼه ثبت کړي او هیله مند یو چې ډیر ژر یې د مینه والو ننداری ته وړاندی کړی
راپورتر :مینه

- یوسف هېواد دوست
بېرته شاته