(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پکتیا:سپورتي خبرتیا

[13.Jun.2012 - 21:01]

زېری

پتېل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ د غبرګولی پنځه وېشتمه نېټه به د هيواد په کچه د کيوکېشن کان کراټې ځلورمه دوره سيالي ترسره شي چې په دې کې به د هيواد د بېلابېلو ولايتونو نه لوبغاړي خپل هنر او زور وازمويي.

په دې سياليو کې د پکتيا له ولايت نه هم د کيوکېشن کان کراټې پنځه تنه تکړه لوبغاړي برخه وال دي چې د تکړه او نامتو استاد محمد الله صابري له خوا يې روزنه او رهبري کېږي.

صابري د افغانستان کیوکېشن کان کراټې سلاکار او د سهیل ختیځ زون مشر ښوواند دی، او همدارنګه د کيوکېشن کان کراټې په ډګر کې پېژندل شوی شخصیت دی چې د هيواد او اسیا په کچه يې په سياليو کې برخه اخيستې.

د پکتیا ولایت نه نومول شوی لوبغاړي هریو  محمد عيسی، ادريس، سيدالرحمان، حبيب الدين او رحمت الله د کيوکېشن کان کراټې هغه لوبغاړي دي چې د پلازمېنې کابل په سياليو کې برخه اخلي.

د هيواد په کچه دا سيالۍ د کيوکېشن کان کراټې د ملي ټيم د غوراوي په موخه تر سره کېږي، یادې سیالی به درې ورځې دوام وکړي.

پتېل شوې چې د ملي ټيم له غوراوي ورسته د جولای په مياشت کې جاپان د کيوکېشن کان کراټې د نړيوالو سياليو کوربه توب لري اود اګست په مياشت کې د کوريا هيواد بيا د اسيايي هيوادونو د يادې لوبې د سياليو کوربه توب لري چې د افغانستان ملي ټيم به هم په کې ولوبېږي.

موږ د لوبو په ډګر کې د پکتيا ولايت ټولو اوسيدونکو ته ډاډ ورکوو چې د کيوکېشن کان کراټې په برخه کې به انشاالله د هيواد په کچه سياليو کې پاموړ مقام ترلاسه کوو او هڅه کوو تر څو زموږ لوبغاړي د ملي ټيم د غړيتوب وياړ خپل کړي.

- دکراتی فراسیون
بېرته شاته