(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان لالا له خوا د جرگې چمتووالى چټک شو

[24.May.2012 - 16:44]

پېښور : د افضل خان لالا لخوا د کيدونکي ملي جرگې چې د مئ د مياشتې په ٢٩ مه او ٣٠ مه نېټه به د پېښور په نشتر هال کې جوړيږي د چمتووالي بله غونډه يې د عوامي نيشل گوند د يو مشر عبداللطيف اپريدي په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې عبداللطيف اپريدي او د جوړو شويو کميټو مشرانو د ١٩ مئ د غونډې څخه وروسته په شويو لاسته راوړنو رڼا واچوله او د ملي جرگې د لا چټکتيا لپاره په نورو وړانديزونو هم خبرې وشوې. په دې غونډه کې چې کوربه يې په خپله افضل خان لالا و د سياسي گوندونو يو شمېر پښتانه مشران هم رابللي وو، چې ورته يې په ملي جرگه کې د گډون بلنه ورکړه. په دې سياسي گوندونو کې د جمعيت علماء اسلام مولانا فضل الرحمن له ډلې د خيبر پښتونخوا پخوانى اعلى وزير اکرم خان دراني او د خيبر پښتونخوا د پوهنې پخوانى وزير فضل على حقاني، مولانا اسرار الله، د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين، د مزدور کسان گوند افضل خاموش او نثار محمد خان، د عوامي نيشنل گوند ادريس کمال، د پاکستان عوامي گوند شکيل وحيد الله، د پښتو نړيوال کانگريس فريدون خان او شهاب خټک، د کاروان خالد ايوب، له جرمني څخه د  پښتون  سوسيال ديموکرات گوند جنرل سیکرټری نصير ستورى، افغان ادبي بهير په استازي توب عماد الدين دوران، د پښتون سټوډنټس فيډريشن پخوانى مشر ارباب سرير، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز په استازي توب سردار خان سيرت او فضل قادر انډيوال، شهاب بنوڅى، حميد الرحمن نادان، نيمروز قيس، رحمت ديوان، غلام محمود شهاب، بصير ستورى او رياض خټک برخه واخيسته. په دې مهال افضل خان لالا د غونډې برخه والو ته وويل چې ما ته يو شمېر سياسي پښتنو مشرانو ډاډ راکړى، چې په دې ملي جرگه کې به برخه اخلو. هغه څوک چې پښتنې مور زيږولى وي بايد په دې ملي جرگه کې برخه واخلي. دا جرگه د کوم سياسي گوند پورې تړلې نه ده. د هر چا سياسي دريځ چې هر څه وي، وي به خو په دې ملي جرگه کې به د پښتنو د ستونزو د حل لپاره په يو ټغر کښينو او تاسې ټول د دې خبرې مسؤليت لرئ چې پښتون دې جرگې ته راوبلئ او هغه هم اړ دى، چې په دې جرگه کې برخه واخلي. د جمعيت علماء اسلام په استازيتوب د خيبر پښتونخوا پخواني اعلى وزير اکرم خان دراني افضل خان لالا ته ډاډ ورکړ چې د گوند په کچ به په دې جرگه کې برخه اخلي. افضل خان لالا د جمعيت العلماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم کتلي او په دې اړه يې ترې ډاډ ترلاسه کړى، چې په دې ملي جرگه کې به برخه اخلي. مولانا فضل الرحمن سره په خبرو کې افضل خان لالا ويلي، چې دا د پښتنو د بقا او پايښت ستونزه ده او اوس د خداى په خاطر بايد تېر وخت هېر کړى شي او په دې حساس پړاو کې د يو پښتون په توگه په سيمه کې د روان کړکيچ د مخنيوي لپاره په يو ټغر سره راټول او د زړه له اخلاصه پښتانه د روان ناورين څخه وژغورل شي. نوموړي دا هم ويلي دي چې دغه ملي جرگه د عوامي نيشل گوند له خوا نه ده، بلکې د ټولو پښتنو گډه جرگه ده.

- ثناالله وحيد
بېرته شاته