(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سټراټيژيکي همکارۍ لوظنامه لاسليک شوه

[02.May.2012 - 13:54]

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له  سره په کابل کې د سټراټيژيکي همکارۍ لوظنامه لاس ليک کړه.
 ولسمشر اوباما د سه شنبي (نهي)په ورځ د افغانستان د باګرام هوايي ډګر څخه خپل قام ته په وينا کې وويل چې د افغانستان جګړه به پاي ته ورسوي. د سټراټيژيکې همکارۍ لوظنامې د لاس ليک کولو په اړه اوباما وويل ((نن، ما يو تاريخي لوظنامه د امريکا او د افغانستان ترمنځ لاس ليک کړه، چې دا به د دواړه هيوادونو ترمنځه نوې اړيکې تشریح کړي. په مستقبل کې به افغانان د خپل هيواد د امنيت ذمه واري ترلاسه کړي او مونږ به د برابرۍ په بنياد د داوړو هيوادونو ترمنيځ همکارويو ته دوام ورکړو. پهراتلونکی(مستقبل)کې به جګړه پاي ته ورسي او يو نوی باب به پيل شي))
ولسمشر اوباما په خپله وينا کې د مي په شلمه نيټه په شکاګو کې د افغانستان په اړه کيدونکي کانفرس په اړه وويل چې امريکا به خپل کردار په مرستو بدل کړي خو له ضرورت سره سم له افغان ځواکونو سره په جنګي برخه کې مرسته هم وکړي. 
اوباما وایي ((په دي مياشت کې د نیټو يوه غونډه په شکاګو ښار کې کيږي. زمونږ ملګری به د افغان ځواکونو لپاره هدف ټاکي چې راروان کال په خپل هيواد کې د جنګي عملياتو رهبري وکړي. نړيوال ځواکونه به د روزنې کار، سلا کاري او چرته چې افغانانو ته په جنګ کې د مرستو ضروروت وي، هغه به ورکوي. خو مونږ به خپل کردار په مرستو کې بدل کړو چې افغانان پرمخ لاړ شي))
د سټراټيژيکي همکارۍ لوظنامي د موخو په اړه ښاغلي اوباما وويل دې سره به د افغانستان جمهوري ادارې وده ومومي
((دغه لوظنامه، چې نن لاس ليک شوه، افغانانو ته يوڅرګند پيغام ورکوي چې تاسی کله هم ودريږۍ نو يواځې به نه يۍ. دا به د راروانې لسيزي همکاری لپاره بنياد وي چې پکې به د ترهګرۍ پرضد ګډه ژمنتيا او د جمهوری ادارو پياوړي کول شامل دي. او په دي کې دا هم شامل دي چې افغانان به د شفافيت او د احتساب ژمنتيا وکړي او د ټول افغانانو، د نارينو، جينکو، ماشومانو او ښځو بشري حقونو خوندي کړي))
د سټراټيژيکې همکارۍ لوظنامې د يوي بلې نقطې د واضح کولو په لړ کې ښاغلي اوباما وويل چې امريکا به په افغانستان کېتلپاتي( دایمي  مستقلې)اډې نه جوړوي.
((
په دي چوکاټ کې دننه مونږ به افغانانو سره کار کوو او دا به مالوموو چې د ۲۰۱۴م کال وروسته دوي د امنيت مشن سر ته رسولو کې په دوو کې کومو مرستو ته اړتيا لري، او دا د ترهګری ضد جګړه او يا د روزني کار جاري ساتل دي. خو مونږ به په دي هيواد کې مستقل اډې نه جوړ وو او نه هم د ښارونو او د غرونو ګزمې به کوو. دا کار به د افغانانو وي.))
باراک  اوبامه په خپله وينا کې له طالبانو سره د خبرو اترو په هکله وويل چې زيات تره طالبان د روغي جوړي په بهير کې شامليدل غواړي
((
له افغان حکومت سره په همکاری، زما اداره له طالبانو سره خبري اتري کوي. مونږ ډير په ښکاره ورته ويلي دي چې په مسقبل کې دوي برخه جوړيدای شي که چري القاعده سره اړيکې وشلوي، د تشدد نه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون پالنه وکړي. زيات تره طالبان چې پياده او مشران پکې شامل دي، د روغي جوړي په بهير کې د شامليدو اشاره يې ورکړي ده. د امن لپاره دوي ته لاره جوړه کړي شوي. هغه څوک چې دا نه مني نو د امريکا او د ملګرو په ملاټر ولاړ پياوړي افغان ځواکونو سره به مخامخ شي.))
ښاغلي اوبامه زياته کړه چې د لسيزي جګړي وروسته توري وريځي ختمي شوي او په افغانستان کې نوې ورځ په زيږیدو ده
Source:Mashaal radioګل اياز:مشال راډيو.

- زمونږخبریال
بېرته شاته