(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې...

[18.Apr.2012 - 21:37]

د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو پروګرام
د دوهمې اوونۍ پروګرام
د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو يو پروګرام پیل کړی دی، چې هره اونۍ یو تن نوي او د ورځې اړین مسایل نورو سره شریکوي. ددې لپاره چې ددې کار خیر ډیرو هیوادوالو ته ورسیږي، موږ  د افغاني ویبپاڼو له لارې غواړو دا مسایل نشر شي.  هیله او دعا کوو چې الله (ج) به و یبپاڼو د چلوونکو په ګډون ټولو شریکو لوریو ته اجر ورکړي.
مطبوعاتي كنفرانس
استادامیرجان وحید احمدزی
ژورنالیست او لیکوال
 مطبوعاتي كنفرانس
مطبوعاتي كنفرانس پر یو وخت له ګڼو رسنیو سره مخامخېدل او د معلوماتو وړيا وړاندې كول دي. یانې رابلل شوو رسنیو ته د پیغام خپرولو لپاره پیسې نه ورکول کېږي. د دې لپاره چې پیغام، کړنې او لاسته راوړنې مو ستاسو له غوښتنې سره سمې خپرې شي، نو د کنفرانس موضوع او پیغام مو باید نوی او په زړه پورې وي. تکراري نه وي او خلکو د پام وړ وګرځي.
مطبوعاتي كنفرانس پر یو وخت ډېرو خلکو ته د پیغام رسولو او د رسنیو د پراخ پوښښ خپلولو اغېزناکه لاره ده، ځکه ډېرخلک له خپلو کړنو، لاسته راوړنو، غوښتنو او غبرګونونو څخه خبرولی شئ. د مطبوعاتي کنفرانس د جوړولو ښه دلایل دادي چې مطبوعاتي کنفرانس:

  • د خلکو فکرونو ته مثبت بدلون ورکوي.
    خلکو ته د خپل ځواک، کړنو او لاسته راوړنو ښودل.
    د غبرګون ښودل او له نوروس سره دخپلو غوښتنوشریکول.
    د خپلو ستونزو او هڅو په اړه خبرتيا ترلاسه كول.
    د رسنيوپراخ پوښښ خپلول.
    تصميم نيونكو ته د خپلو غوښتنو په هكله يو پيغام لېږدول.
    په خپله اداره كې د ډېروكسانو داخلول.
    د خپلې ډلې ځواكمنتيا ښودل.
    عموماً له هغو کنفرانسونو څخه دا هیله لرلی شو چې مخکې له مخکې مو ښه تیاری ورته نیولی وي. څومره  چې  د کنفرانس لپاره ښه تیاری وشي، نو هومره به یې پایله او اغېز ښه وي.
    د تیاري پړاو:
    الف: د موخو ټاكل:
    د مطبوعاتي كنفرانس ترپلانولو دمخه ښايي تاسو ته خپلې موخې روښانه وي. د موخو روښانتيا يا ټاكنه درسره د مطبوعاتي كنفرانس په ښه پلانولو كې مرسته كوي. د خپلو موخو په زړه پورې اړخونه راوسپړئ، څو رسنیو ته په زړه پورې شي او خپرې یې کړي.
    د رسنیو له لارې ورکول کېدونکی پیغام او معلومات مخکې له مخکې معلوم کړئ. په هغه هکله د خپلو ملګرو وروستی نظر او هوکړه واخلئ. د معلوماتو او پیغام ورکولو لپاره وړ کسان غوره او دا معلومه کړئ چې یاد معلومات به څه ډول وړاندې کوي؟
    ویاند او  د اسان چارو ټاکل هم د تیاري د پړاو برخه ده. وياند بايد  دغه لاندې ښېګڼې ولري:
    په موضوع ښه پوه وي.
    د خبريالانو پوښتنې ځواب كړاى شي.
    د لنډ او روښانه ځواب وركولو وړتيا ولري.
    تر اغېز لاندې رانه شي.
    په خبرو او ځواب ويلو كې ټكنى نه شي.
    په خپلوكړنو او خبرو ولكه ولري.
    خبريالان له نا اړونده پوښتنوڅخه اصل موضوع ته ور وګرځولی شي.
    خپل ټول معلوماتي مواد لکه مطبوعاتي اعلامیه، چارټونه، نقشې، انځورونه، وینا او نور هغه څه چې غواړئ یې د رسنیو له لارې د خلکو په واک کې ورکړئ، مخکې له مخکې معلوم او باوري کړئ.
    ب: د کنفرانس وخت او ورځ:
    د رسنيو راتګ ته په پام سره وخت وټاكئ. یانې داسې وخت چې رسنیو ته راتګ اسانه وي، لکه سهار ښه وخت دى، خو ډېر وختي يې مه پلانوئ،ځكه ډېرې رسنۍ سهار مهال خپلې كاري غونډې لري. ډېر هم مه ناوخته كوئ، ځكه چې بيا مهم خبري وختونه درڅخه تېرېږي. دنهه نيمو او يولس بجو تر منځ وخت مناسب دى. له يكشنبې څخه تر چهارشنبې پورې ورځې غوره دي. د اونۍ پاى هم مه انتخابوئ، ځکه د اونۍ په پای کې ممکن اکثر خبریالان رخصت وي. د کنفرانس د ورځې د ټاکلو پرمهال دا هم وګورئ چې په هغه ورځ کومه بله مهمه غونډه نه وي، ځکه ممکن بیا رسنۍ هلته بوختې شي او ستاسو كنفرانس ته درنشي.
    ج: د لګښتونو اټکل:
    د کنفرانس جوړولو پرمهال تاسو ځینې لګښتونه هم لرئ، نو د چارو د ښه ترسره کولو لپاره باید  مخکې له مخکې خپل لګښتونه وسنجوئ او له خپلې پانګې سره یې پرتله وکړئ. وګورئ چې د دغو چارو د ترسره کولو لپاره کافي پانګه لرئ او که نه؟ دغه لګښتونه عبارت دي له:
    د خونې، هوټل او تالار كرايه.
    څوكۍ، مېز، سټېج.
    فوټوګرافر، فلمونه او ويډيوګانې.
    چارټونه، بينرونه، د وينا او اعلاميې كاپيانې.
    تېل او برېښنا.
    غږيز سيستم.
    د ټليفون كارت او ټرانسپورټ.
    اوبه اوچاى.
    د: د ځای ټاکل
    ځای باید دغه لاندې ځانګړنې ولري:
    ارام او خوندي ځاى غوره كړئ.
    معلوم او مشهور وي.(كه كوم ناڅرګند ځاى وي، نو بيا خبريالانو ته دراټولېدو لپاره يو معلوم ځاى ور وښيئ او له هغه ځايه يې په موټرو كې د وړلو او بېرته راوړلو تيارى وكړئ.)
    د مېلمنو او خبريالانو د ځايولو شونتيا ولري.
    برېښنا او غږيز سيستم ولري.
    د موټر ورتګ اسانه وي.
    د موټرو تم ځاى ولري.
    اړينې اسانتياوې(ټليفون، مايكروفون، كافي ګروپونه او برېښنا ولري.
    كېداى شي ستاسو مركزي دفتر، هوټل، د غونډو او رسنيو تالار يا بل كوم داسې ځاى وي چې هلته د رسنيو ورتګ اسانه وي.
    كېداى شي د موضوع اړوند ځاى وي لكه: روغتون، ښوونځى، پوهنتون، د موټرو تم ځاى او  نور
    د غونډې خونه يا تالار ښايي ډېر لوى نه وي، ځكه ګڼې خالي څوكۍ بد اغېز پرېباسي.
    د کنفرانس تر پیلولو دمخه باید ځای له هر پلوه برابر وي. چارټونه او بینرونه په ټاکلو ځایونو کې لګول شوي وي. دخبریالانو لپاره ټاکلی ځای مهم دی، ځکه بیا ممکن په غونډه کې نورو مېلمنو او ګډونوالو ته مزاحمت وکړي. په وره كې د خبريالانو د نومونو او پتو ليكلو لپاره یو څوک وګومارئ. دا کار دوه ګټې لري. یو دا چې په راتلونکي کې په اسانه خبریالان راغوښتلی شئ. یا کولی شئ له هغوی څخه د راتګ له امله مننه وکړئ او دویم دا چې د یادو رسنیو څارنه کولی شئ چې ستاسو پیغام او کیسه په څه شکل خپروي.
    د مېلمنو او خبريالانو د هركلي او لارښوونې لپاره مېلمه پال ودروئ. خبريالانو ته د وسايلو د تيارولو لپاره وخت وركړئ. یانې تر څو چې هغوی خپلې کامرې او نور وسایل د ثبت او عکاسي لپاره نه وي ځای پرځای کړي، نو کنفرانس مه پیلوئ.
    د رسنیو بلنلیک
    د غونډو تر جوړولو دمخه رسنيو ته د ګډون لپاره وېشل كېږي.
    رسنيو ته د غونډې د موضوع، ځاى، نېټې او وخت په هكله معلومات وركوي.
    بلنيك ښايي لنډ او روښانه وي.
    اړينه نه ده چې د ټول پروګرام لنډيز په كې تشريح شي.
    يواځې خپل يا د خپلې ادارې نوم، د غونډې موضوع، ځاى، ورځ، وخت او د ټليفون شمېره په كې وليكئ.
    كېداى شي مهم ويناوال هم ورځاى كړئ
    بلنليك مه ډېر وختي او مه ډېر ناوخته استوئ، د وختي استولو تاوان دادی چې ممکن کنفرانس د هغوی له یاده ووځي او که ناوخته یې واستوئ، نو بیا ممکن د درتلو تیاری ونه شي نیولی.پر ټليفون د بلنليك رسېدل كره  او باوري کړئ. په بلنلیک کې په لنډه توګه دا روښانه کړئ  چې ولې د رسنيو ګډون حتمي دى؟
    تركنفرانس يوه ورځ وړاندې بيا د ټليفون له لارې  كنفرانس ور په ياد کړئ.
    د مطبوعاتي کنفرانس پیلول:
    کنفرانس پر ټاکلي وخت پيل کړئ. په پيل كې ټولو ته ښه راغلاست ووایئ. بیا ډونوالو ته  ويناوال ور پېژنئ.  وينا ښايي له لس دقيقو اوږده نه وي. کوښښ وکړئ چې ډېر وخت خبریالانو ته د پوښتنو لپاره ورکړئ. معلوماتي کڅوړه (ليكلي معلومات، معلوماتي پاڼې،چارټونه، مطبوعاتي اعلامیه، د وینا متن او لیدتوکي ( بنیرونه او تصويرونه) له رپورټرانو سره د كيسو په پنځولو او توليد كې مرسته كوي، خو دا مواد په پای کې وویشئ. په پیل کې  د دې موادو وېش کېدای د غونډې نظم ګډوډ کړي او یا ممکن ځیرک خبریالان د هغو په رڼا کې ننګوونکې پوښتنې وکړي.
    که مو ویناوال زیات وو، نو هر ويناوال ته له درې څخه تر پنځو دقيقو پورې وخت وركړئ. د پوښتنو ځوابونه ښايي روښانه، لنډ او كره وي. پرانيستى انداز كنفرانس په زړه پورې كوي. په پای کې ګډونوالو ته د راتګ مننه ووایئ.خبريالانو ته د مركو او عكسونو اخيستلو وخت ورکړئ اود زياتيګړو معلوماتو لپاره خبريالانو ته  ځاى او كس وروښیئ.
    تر مطبوعاتي کنفرانس وروسته:
    له رسنيو څخه د برېښناليك له لارې مننه. وکړئ. دا ستاسو او د رسنیو تر منځ د ښو اړیکو په ټینګښت کې مرسته کوي او ګټه یې داده چې هغوی په راتلونکي کې هم ستاسو غونډو ته راځي. راغلې رسنۍ وڅارئ او دا وګورئ چې كومه يوهستاسو پيغام خپروي. كه كومې رسنۍ ستاسو پيغام خپور نه كړ، نو پر ټليفون ورڅخه د نه خپرولو لامل وپوښتئ. له خپلو ملګرو سره په ګډه د غونډې ارزونه وكړئ. تېروتنې او نيمګړتياوې مو وليكئ. دا درسره په راتلونكو غونډوكې مرسته كوي.
    د يوه بريالي كنفرانس لس پړاوونه
    v    لومړنى پړاوو:
    v    مخكې له مخكې پلان او تيارى.
    v     اونۍ دوه د مخه د كارونو او دندو وېش.
    v     دويم پړاو:
    v    له خپلې ډلې او ملګرو سره د خپلو اندونو شريكول.
    v     د خپلو غړو نظرونه اخيستل.
    v    د وركوونكي پيغام په اړه پرېكړه.
    v    دريم پړاو:
    v     د وينا، پوسټرونو، بينرونو اوپريس كټ تيارول.
    v    څلورم پړاوو:
    v     د رپورټرانو او مېلمنو نوملړ
    v    پنځم پړاوو:
    v    بلنليك ليكل او خپرول.
    v    شپږم پړاوو:
    v     وينا ليكل.
    v     وينا بايد لنډه وي.
    v    اووم پړاوو:
    v    د ټولو جزئياتو بشپړول.
    v    خبري اعلاميه ليكل.
    v    اتم پړاوو:
    v    رپورټرانو ته پر ټليفون دكنفرانس ور يادول.
    v    نهم پړاوو:
    v    د كنفرانس په ورځ وختي د غوڼدې ځاى ته تلل.
    v    ويناوال ، مواد او نور اداره كول.
    v    لسم پړاوو:
    v    تركنفرانس وروسته د غونډې ارزونه او د رسنيو څارنه
    پوښتنلیک
    دغه پوښتنلیک درسره د کنفرانس په ښه ترتیب او تنظیم کې مرسته کوي. څومره چې شونې وي، نو هومره ښه تيارى وكړئ. ځينې شيان د خبري كنفرانس تر پيلولو وړاندې دوه ځله چك كړئ. وګورئ چې:
    ايا نېټه، وخت او ځاى رسنيو او مېلمنو ته هوسا او ارام دى؟
    د څومره كسانو د ګډون هيله من يې؟
    ايا د ټولو بلل شويو كسانو د ځايولو كافي ځاى لرې؟
    ايا ته غواړې چې ټول رابلل شوي هلته وي؟
    كه ټول هلته ځاى نه شو، نو بيا؟
    ايا ته يوه كوچنۍ خونه لرې؟
    ايا ټاكلى ځاى ارام دى؟
    د رسنيو د وسايلو اړتياوې پوره كولى شي (ټلويزيوني كامرې،  برېښنايي مزي، مايكروفون او نور.)؟
    ايا هغه ټول كار كوي؟
    تا هغه ټول چك كړل؟(د هغه د چك كولو ښه لاره د رسنيو د غړو د اړتياو په اړه د هغوى پوښتل دي.)
    ايا هغو رپورټرانو ته چې په خبري كنفرانس كې يې د ځينو دلايلو له مخې ونډه وانه خيستله تصويرونه او معلومات برابر شوي دي؟
    كه دكنفرانس موضوع پېچلې وي، نو ايا د هغې د اساني او څرګندتيا لپاره لنډيز تيار شوى دى؟
    ايا په دفتر كې ستا د ډلې څوك شته؟ كومې رسنۍ هغه تعقيبولى شي ؟
    ايا هغو رسنيو چې كنفرانس ته نه دي راغلي  هغوى پريس كيټ ترلاسه كړى؟
    لنډه دا چې د ښه او بریالي کنفرانس جوړولو لپاره باید پورتني یاد ګامونه پر وخت او یو په بل پسې ترسره شي، څو هغه موخه چې د کنفرانس له جوړولو څخه یې لرو په ښه توګه ترلاسه کړای شو - ټولنه
    بېرته شاته