(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه به جنت ته له پښتو سره ځم

[14.Apr.2012 - 11:24]

باز محمد عابد، مشال راډیو
پېښور-د پښتو نړيوال ادبي کنونشن ګډونوالو د غوڼدې په دويمه او وروستۍ  ورځ د پښتو ادب د پرمختګ په وړاندې د بيلابيلو پرتو ستونزو د يادولو تر څنګ د پښتنو معاشي، تعليمي او روغتيايي ستونزې او عوامل  د يوې ازادې مباحثې له لارې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه وڅېړل.
د اسیر منګل وینا
​​د غوڼدې وروستى ويناوال د دويم پښتو عالمي کنونشن چيرمين پروفيسر اسير منګل و. ده په خپلو خبرو کۍ وويل:
((
پښتانه خپل يوسپيځلى ثقافت، يو اوږد ساهو تاريخ او په نړى کې ځانګړى تشخص لري. دنيا زموږ د ثقافت د نه پيژندو په وجې اکثره زموږ په حقله بې سره او بې پښو خبرې جوړوي. راځۍ چې ټول په دې لويه ورځ دا لوظ وکړو چې پښتو به وايو، پښتو به لولو، پښتو به ليکو او پښتو به کوو. د خیبر پښتونحوا صوبايي حکومت چې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره کوم ګامونه پورته کړي او يا يې پورته کوي، موږ د هغې ستاينه کوو او له نيکه مرغه چې اوس خو د سرکاري سکولونو( ښوونځيو) نه علاوه، په پرايويټ ( شخصي) ښوونځيو کې هم تدريس کيږي. په کار ده چې په دې نيک کار دې په تدرييجي بنيادونو کار وشي.هسې نه چا بيا سازشي خلکو ته موقع په لاس ورشي او په وړاندې يې خنډان راپيدا کړي.))
پرېکړه لیک
​​د غونډې  وروستي پړاو کې هغو وړانديزونو او تجويزونو په رڼا کې په ٣٤ مادو کې يو پريکړه ليک يا قرادونه چې د کنونشن  توضيف شوې کميټې ترتيت کړي و، ډاکټر منقاد الرحمن رودوال واورول چې څه يې په دې ډول وو:
((
١- پښتو نړيوال کنونشن په ټوله سيمه کې تپل شوې ترهه ګري غندي، د سولې او امن د هڅو ملاتړ کوي.
٢- په خاص ډول د پاکستان او بيا د افغانستان  دولتي چارواکي دې يو د بل په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي.
٣- داسې يو پښتو پوهنتون دې جوړ شي چې د پښتو ثقافتي ټولنو او پښتو اکاډميو سره به الحاق کيږي. او د پښتو ثقافتي اتلان لکه خوشحال بابا، غني خان، حمزه بابا، اجمل خټک او نورو په نومونو چيرز ( څوکۍ) به په کې وي.))
د میا افتخار ډاډګېرنې
د پښتنونخوا د اطلاعات او کلتور صوبايي  وزير ميا افختارحسين له يريکړه ليک يا قرادونو اوريدو وروسته په دې خوښي څرګنده کړه چې کنونشن لومړى قراداد د ترهه ګرۍ په خلاف وړاندې کړى دى.​​(( ړومبى چې کوم قرارداد ليکل شوى چې په هغې کې د ترهه ګرى غندنه شوې ده، زه دير مشکور يم، خوشحاله يم چې ستاسې کنونشن دا محسوس کړه. ځکه چې پښتون وي، نو پښتو به وي. ما مخکې هم ويلي وو او اوس يې هم وايم چې زموږ سر ته خطره شته. خو که چيرې موږ په ذهني طور د دهشت ګردۍ خلاف را پاڅېږو نو لازمي خبره چې موږ به يې مخه نيسو. او دا له هغې نه هم غرضي خبره ده چې پاکستان او افغانستان دې په  يو بل کې هډو مداخلت نه کوي.  بالکل موږ په دې نظر يو چې د افغانستان امن دپاکستان د امن  ضامن دى او د پاکستان امن د افغانستان د امن ضامن دى. موږ به د يو بل په کورنيو چارو کې ګوتې نه وهو او چې څوک يې خلاف ورزي کوي، موږ يې غندنه کوو. او موږه په حکومتي سطحه ستاسې د دې غوښتنې په بنياد له تاسو سره ولاړ يو.))
ميا افختار حسين ټولو پښتنو ته ډاډ  ورکړ چې د کلتوري او ادبي هڅو په وړاندې به ورسره پوره  مرسته کوي.
((
چې زه د افغانستان وروڼه راغواړم، زه د کوټې وروڼه راغواړم، زه د يورپ نه وروڼه راغواړم، نو زه به هغوى ته ښييم چې پښتو سره د مينې کولو واله خلک دلته شته. زه د باچا خان د قافلې يو ادنا سپاهي يم. نن ما ته خداى موقع راکړې. که د پښتو د خدمت کولو لپاره له هر چا سره هم کومه منصوبه وي، که هغه د تیاټر په شکل کې وي، د ډرامې په شکل کې وي او يا د داسې لويو او اهمو غونډو په شکل کې وي، پيښور کې نه په بل ځاى يې کولاى شي، زه تاسو ته د پښتونخوا د حکومت د ترجمان په حيثيت او د باچا خان د قافلې د يوه سپاهي په حيثيت په ايماندارۍ درته وايم چې ستاسې څومره پيسۍ په کار وي، زه يې درڅخه نه سپموم او داسې به هم نه وي چې د پښتونخوا په سيمه چې دلته زما حکومت دى، که ماته د کوټې پښتانه راځي او که ما ته د افغانستان پښتانه راځي، زه يې په خدمت کې يم.))​​د غوڼدې په وروستيو شيبو کې څيړونکى ليکوال استاد حبيب الله، نامتو افسانه ليکونکى طاهر اپريدى، خيرمحمد عارف، پروفيسر دروېش درانى او پروفيسر اباسين يوسفزى، د خيبر پښتونخوا د کلتور صوبايي وزير مياافختار حسين په لاسونو په مډالونو او نغدو پيسو ونازول شول.
ياد ه دې وې چې دويم نړيوال پښتو ادبي کنونشن چې د ټل ادبي چمن د سيورې لاندې د خيبر پښتونخوا د ثقافت محکمې په مرسته د 2012  ع کال داپريل په شپږمه نيټه پيښور نشترهال کې پيل شوى وو د اپريل په اوومه نيټه پاى ته ورسېدو.
دې کنونشن ته د خبير پښتونخوا نه علاوه، د قبايلي سيمو، کوټې، کراچى، افغانستان، يورپ او خليجي ملکونو څخه ګڼ شمير اديبان، شاعران او د پښتو ژبې او ادب مينه وال ورغلي وو.
Source:Mashal Radio

- بازمحمدعابد
بېرته شاته