(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونشن: دنارنج ګل مشاعرې راپور

[12.Apr.2012 - 16:44]

د اپریل د میاشتی په شپږمه نیټه یو ځل بیا په آلمان کی د مونشن ښار د نارنج ګل د مشاعرې په عطر او زوږ ښکلی شو.
دغه دودیزه مشاعره چی له یوولسو کالو راپدیخوا په دغه ښار کی د مولانا صدیق اله فدایی په زیار او همت پیل شوی او لمانځل کیږی، د سږ کال شعار یی  سوله وو:
                       سوله د هرافغان په کور کی
                       سوله په ټول افغانستان کی
                       سوله په ټوله نړی کی
دغې غونډې ته د آلمان له بیلابیلو ښارونو او آن له بهر نه مینه وال رابلل شوی وو چې په مشاعره کی یی په مینه ګډون وکړ او خپله ونډه یی ادأ کړه.
مشاعره د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره مولانا فدایی پیل کړه او له ټولو میلمنو څخه یې په مشاعره کې د ګډون په پار له مننی وروسته د دا ډول غونډو په اهمیت خبریوکړی او دغه مشاعره یی په افغانستان کی د سولې یو ښه پیغام وباله.
وروسته محترم حبیبی چی د دغې مشاعرې همیشنی مطرب دی، د رباب ښکلې نغمه وغږوله او بیا د پښتو ژبې تکړه ویاندې سهیلا حسرت نظیمی دغې مشاعری ته د هغو شاعرانو سلامونه ورسول چې د ستونزو له امله یې په مشاعره کې برخه نه وه اخیستې ورپسې یې د ښه شاعر عبدالهادی هادی د «څه چی پسرلی شو...» شعر په دیکلیمه کولو سره  مشاعره پرانستله.
ځوان شاعر رحیم ګل مموزی چی تل په مینه دغې مشاعرې ته راځی، خپل د زړه بړاس په شعرونو کی حاضرینو ته بیان کړ.
تکړه شاعر سید کریم سعیدی هم چی له اوکراین نه دغی مشاعرې ته راغلی وو په خپل وار خپل  څو ښکلي غزلونه وړاندی کړل.
ځوانې شاعرې او تکړه ویاندې ډاکټرې فریدی هوډ سیفی مشاعرې ته له پراګ نه خپل  ښکلي شعرونه راوړی وو چی په ښایسته غږ یی دیکلمه کړل
ځوان شاعر لمر پرهیز په فرانسه کی د مهاجرو بی کوره افغانانو هیله په یوه ښکلي شعر کی راوړې او د مجلس حاضرینو ته یی واوروله.
عمر پاڅون د آلمان له لیری ښار شتوتګارت نه د مشاعری کشش ځانته رابللی وو چی د وطن او خلکو په یاد یی ښکلی شعرونه وړاندې کړی.
 د افغانستان د راډیو او تلویزیون سابقه لرونکی ویاند او د آزادی راډیو ژورنالیست  انجینیر جان آقا الکوزي مشاعرې ته خپله مینه او پیرزوینه ورسره راوړې وه او د نجیب عامر یو ښکلی شعر یی ګډونوالو ته وړاندې کړ.
د مشال راډیو ځوانې ژورنالیستې او شاعرې حسیبه شهید هم دغې مشاعرې ته له پراګ نه له خپلو ښکلو شعرونو سره راغلې وه او په ښکلي غږ یی هغه دوستانو ته وړاندې کړل.

ډاکټر اکرم ملک زی د دغې مشاعرې بل دروند میلمه وو چی بیا یی هم مشاعرې ته ښه سوغات راوړی وو. ده آلمانی شاعر شیلر یو ځل بیا افغانانو ته وروپيژاند، د ده د ژوند په هکله یی معلومات وړاندې کړل او د نوموړي د پسرلي په نامه شعریې په اصل او ژباړه کی اوریدونکو او خوښوونکو ته وړاندی کړ.
کره کتونکی او د آزادۍ راډیو ژورنالیست اجمل پسرلي هم غونډې ته یو عربي  ښکلی شعر په پښتو ژباړلی  ووچی هغه یی د خپل تر چاپ لاندې کتاب نه د شعر مینه والو ته وړاندې کړ.
د مشاعرې بل ګډون وال د پښتو ژبې او ادب پیاوړی شاعر اسداله زمری وو چې په څو ښکلو شعرونو یی د شعر ماښام ته لا ښکلی رنګ وروباښه.
ورپسې د پښتو ژبې تکړه شاعر، عبدالوهاب سرتیر دریځ ته راغی او د وطن او خپلو خلکو په یاد یی ښکلي شعرونه په خاص زوږ وړاندې کړل چې د اوریدونکو د پاملرنې وړ وګرځیدل.
د پښتو ژبې د شعرونو دکلیماتورې سهیلا حسرت نظیمی د شاعرانو او ادیبانو د راتګ په واټنونو کی د تکړه شاعرانو  عبدالهادي هادي ،عبدالباری جهاني، اسحق ننګیال، عمر پاڅون، فریدې هوډ سیفی او خپل شعرونه د رباب له نغمو سره مشاعرې ته وړاندی کول او هم له نورو ټولو شعرونو سره د رباب ښکلې نغمې ملګرې وی چی د سالون فضا یی لا ښکلی کړې او د شعر، هنر او ادب مینان یی لا په زړه ټکورول.
خو بیا د محترم علم خان د «شینوارو لونګینې» سندری دغه شپه لا رنګينه کړه او حاضرینو یی په دوامداره چکچکو، بدرګه وکړه. همدا شان محمد نادر ظاهری هم د شپیلۍ په ښکلو نغمو د مشاعری فضا لا شاعرانه رنګ ورکړ.
وروسته له دی مولانا صدیق اله فدایی اعلان وکړ چې په مونشن کې دغه مشاعره به د سولې د پیغام ليږدوونکې وی. ده د افغانستان له هر کور نه هیله وکړه چی د خپل کور د دروازې پر سر ولیکی: «دا د سولې کور دی».
په مونشن کی د نارنج ګل مشاعرې د تنظیموونکو د پریکړې په بنسټ، پښتو ژورنالیستې او ویاندې سهیلا حسرت نظیمی ته د ټولې پښتو د تر ټولو تکړه ویاندې لقب ورکړ شو او د یونسکو لخوا په ښکلي ډيزاین او ثقافت چاپ شوی د «حافظ شیرازی» لوی دیوان ورته ډالی شو. دغه راز د پښتو ژبې تر ټولو تکړه ویاند جان آقا الکوزی اعلان شو. ډاکټره فریده هوډ سیفی د ښې دیکلماتورې او حسیبه شهید د ډیرې ښې ځوانې ویاندې په نامه ونومول شوې. عبدالوهاب سرتیر د پښتو ژبې انقلابی شاعر اعلان شو، اسد اله زمری په آلمان کی د پښتو بیاوړی شاعر او عمر پاڅون د سولې او احساس د لیکوال په توګه اعلان شول. اجمل پسرلی د پښتو ادب ښه نقد لیکونکی ونومول شو. ډاکټر اکرم ملک زی  د انسانی خدمتونو ډاکتر او لمر پرهیز د مونشن د ښار ښه پښتو شاعر وپيژندل شول. ښاغلی ډګرمن حبیبی د کال  غوره رباب غږوونکی وبلل شو. دغه ټول شاعران او ادیبان د سرو ګلانو په ویشلو لا ونازول شول.
د ماښام د نهو بجو په شاو خوا د ماښامنۍ تر تیریدو وروسته، مشاعرې بل رنګ ونیو او په شعر او شاعرانو له هنری ټوکو سره یو ځای شو او چا هم په سر تیرې شوې خاطرې یادې کړې. دغه راز ټولو ګډونوالو شاعرانو یو ځل بیا خپل د خوښې او خاطره ایز شعرونه وړاندې کړل چې د دغه ماښام ښکلا او مینه یی لا زیاته کړه. ټولو ګډون کوونکو د مولانا صدیق اله فدایی زیار وستایه او د سولې او کلتوری هڅو په لار کی یی د ده د هلو ځلو له ښه نیت سره، همکاری اعلان کړه
محفل د شپې د یوې بجې شاوخوا پای ته ورسید.

 

- مسعود
بېرته شاته