(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښور: نړيوال پښتو کنونشن پيل شوى

[07.Apr.2012 - 11:07]

کنونشن ته پخپله وينا کې په پښتونخوا کې دافغانستان دقونصلگرۍ دکلتور اتاشي ميرمن پروين ملال وويل پيښور دتاريخ داوږدو څخه دپښتو ژبې او کلتور مرکز پاتې شوى او اوس هم حق لري چې دژبې ، ادب او کلتور دودې دپاره دنړۍ دگټ گټ څخه ليکوالان پخپله غيږه کې راټول کړي.

د پښتونخوا په سرښار پيښور کې  د۲۰۱۲ ع کال اپریل په شپږمه  دجمعې دورځې څخه دوه ورځنى پښتو نړيوال  کنونشن پيل شوى  چې پکې دپښتو ژبې،ادب ، کلتور دودې ترڅنگ په يو لړ مهمو موضوعاتو دپاکستان او افغانستان  په گډون دنړۍ دگڼو هيوادونو څخه پښتانۀ ليکوالان او دانشوران خبرې اترې کوي.
ددغه کنونشن تابيا پښتو ادبي چمن ټل  دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو  او کلتور په مرسته کړې ده. دکنونشن پرانسته  داطلاعاتو او کلتور سوبائي وزير ميا افتخار حسين وکړه. دکنونشن دلمړي پړاؤ صدارت نوميالي محقق او دانشور هميش خليل ته سپارل شوى ؤ.

دکنونشن په پيل کې ماشومانو  دپښتو  ملي ترانه وړاندې کړه.
وروستو ددغه کنونشن يو مهم مشر اسيرمنگل راغلو ميلمنو ته هرکلى ووئيلو.
په ميلمنو کې دقبائيلي سيمو او پښتونخوا ترڅنگ دبلوچستان ، افغانستان ، اروپائي او خليجي هيوادونو څخه ليکوالانو گډون وکړو.
 
کنونشن ته دوينا په مهال سوبائي وزير ميا افتخار حسين وويل  دا مهال  پښتنو ته دژوند په بيلا بيلو ميدانونو کې يو شمير چيلنجونه مخې ته ولاړ دي او ددغه چيلنجونو  دمقابلې دپاره  پښتنو ته پکار دي چې په ادب او کلتور خپل ځانونه  پوهه کړي.
هغه وويل  په موجوده حالاتو کې چې نړۍ ته دپښتنو کوم گډوډ شکل ښودل شوى  دپښتنو ليکوالانو او دقلم دخاوندانو دا وظيفه جوړيږي چې نړۍ ته دپښتنو اصل  شکل وښائي.
هغه وويل  پښتانۀ يو پرامنه  او مينه ناک قام دى  او ټول عمر يې  دادب او کلتور سره مينه کړې ده.
داطلاعاتو صوبائي وزير وويل اوس پښتانۀ دخپلې بقاء دپاره په جگړه بوخت دي او په دې حالاتو کې چې پښتون ژوندى وي نو پښتو به محفوظه وي.
 
هغه وويل وخت زمونږ څخه تقاضا لري  چې ووائيو  مونږ دوطن او وطن زمونږ دپاره دى او ددغه وطن دتحفظ دپاره به پښتانۀ ديوې قربانۍ څخه هم ډډه نۀ کوي.
 
کنونشن ته پخپله وينا کې په پښتونخوا کې دافغانستان دقونصلگرۍ دکلتور اتاشي ميرمن پروين ملال  وويل پيښور دتاريخ داوږدو څخه دپښتو ژبې او کلتور مرکز پاتې شوى  او اوس هم حق لري  چې دژبې ، ادب او کلتور دودې دپاره  دنړۍ دگټ گټ څخه ليکوالان پخپله غيږه کې راټول کړي.
هغې وويل  پښتو  زمونږ مورنۍ ژبه ده او مونږ بايد ددې  دپراختيا دپاره يواځې دحکومتونو په لوري ونۀ گورو بلکې پخپله هم  دپښتو دودې دپاره کار وکړو.
دغه کنونشن په دوؤ نشستونو مشتمل ؤ چې ددوهم نشست مشري ښاغلي اصف صميم په غاړه وه.
 
يو شمير ليکوالانو په دغه موقع دپښتو ژبې ، ادب او کلتور دودې په اړه  خپل خيالات دکنونشن برخه والو ته وړاندې کړل.
 
دکنوشن دميلمنو  په چوکو دنورو ترڅنگ حبيب الله رفيع، سليم راز، درويش دراني، رحمت شاه سائيل، ډاکټر اقبال فنا او سلیمبنگش هم ناست وؤ.
ددغه کنونشن په دوهمه ورځ  به اعلاميه دکنونشن له لوري جاري کولى شي

Deewa.

- ډیوه
بېرته شاته