(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لندن: پوهاند دوکتورزيار د(۷۵) يم زېږپسرلي

[24.Mar.2012 - 21:54]

د کابل، پېښور او برلين پوهنتون پخوانی استاد، او د اکسفورډ، کېمبرېج او لندن پوهنتون د آريانپوهنې د څانگو همکار، د پوهې او فرهنگ د ورشو څواړخيز شخصيت پوهاند دوکتورمجاوراحمد زيار د(۷۵) يم زېږپسرلي په درشل کې
په برتانياکې موږ افغان فرهنگيان  د پوهې او فرهنگ مخکښانو او استادانو  د نمانځنې او درناوي په لړ کې غواړو، د هېواد د نوميالي ژبپوهاند، ادبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، وتلي څېړنوال او څو ژبيز ژباړن، پياوړي شاعر او کيسه ليکونکی، تاريخ ليکونکی، رسنوال، د پښتو، پارسي، دردي، نورستاني او پاميري ژبو په گډون دهېواد د دولس ژبو څه له پاسه سلو گړدودو څېړونکی  او د گڼ شمېر پوهنيزو- څېړنيزو اثارو ليکوال  پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار د(۷۵) يم زېږپسرلي سره په گډه  ونمانځو.
د استاد پوهاند زيار د اندوژوند لېوال او مينه وال کولای شي، د لا زياتې خبرتيا په موخه له دې لاندې  تېلېفونشمېرو کارواخلي:
07988626463(ټکور),
078 5293 6090کامه وال))
  078 6165 8515(شيرين)
079 5057 8065,(ميوند)
01865 308 977 (زيار)
د پوهانددوکتورم.ا. زيار اندوژوند
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار ۷۵كاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترگې پرانېستې . لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .
پر ۱۹۶۲زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې  د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له ۱۹۶۶تر ۱۹۷۲ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنولوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .
له ۱۹۸۴-۱۹۸۶ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professorپه توگه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunionپر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
څېرمه چارې او دندې
۱۹۷۲-۱۹۷۵ز. د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
۱۹۷۸- ۱۹۷۹: دافغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
۱۹۸۰: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
۱۹۸۰: د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
۱۹۸۰۱۹۸۴: د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له ۱۹۹۱راهيسې علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري چې همده يې بنسټ اېښی دی.
علمي او ادبي هستونې
۱- علمي - څېړنې :  پښتو نومتړنگونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو بدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړېږي ؟)،پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى(هممانيزونه)، پښتوسيندگى(نويزونه) ، انگرېزي - پښتو سيندگى ( سربلونه + اوستربلونه ) ،دآرپوهيز (اېتېمو لوجيک) سيندگي ړومبی ټوک(ا-ټ)، د خوشال ادبي پښتو، پښتو  ليکلارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (گرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه)  خپرونه .
۲- ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني)  او پردې سربېره يې د ښوونځي له مهالپېره تر اوسه  (له پارسي رانيولې تر الماني او انگرېزي) بېشمېر دوه اړخيزې لنډې او اوږدې ژباړې د کورنيو او بهرنيو رسنيو له لارې خپرې کړې او يايې په څېړنغونډوکې اورولې دي.
۳ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولگې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، گل كڅونه، گلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او گروهه ، د سبرونو نڅا ، گلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانگې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ،د يوولسم پوړ کړکۍ يامينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپېيلې ( نثري ټولگه ) .۳-۴ناچاپې پېيلې شعري ټولگې او څو ټوکه ادبي او څانگپوهيز ليکونه.
د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ  شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي او څېړنوالي ريكارډ جوگه كړى دى .
پر دغو ټولو علمي - فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او  نوښتگر پوهاند او ليكوال نژدې څلوېښت كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنهتاريخيونډه پرځاى كړې  ده

Prof. Dr.  M.A. Zyar    Oxford-England

منلی علمي اوفرهنګي شخصیت ملګری اولارښودډاکټرمجاوراحمدزیار

ډاکټرحنیف بکتاش 

دروان کال داپریل په پنځمه نېټه په لندن کې دېوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دویاړلي علمياوفرهنګي شخصیت پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زیار دزیږېدوپنځه اویا ومه کلیزه ولمانځل شوه.ما له ډېره وختهددغه فرهنګي ویاړلي یاردکلیزې درسېدونېټې ته انتظار ایسته اوغوښتل مې دلمانځنې په غونډه کې دپوهاندزیاردعلمي اوفرهنګي هڅو،نوښتونواوخوځښتونوپه هکله خبرې وکړم.بلاخره دا نېټه راورسېده خوله بدهمرغه چې هلته مې نه یواځې خبرې ونشوې چې زماله بدوطالعوپه غونډه کې مې ګډون هم ناشونی شـــوزه اوس نه غواړم په دې هکله کوم عذریادلیل وړاندې کړم ځکه چې باورلرم هېڅ څوک ېې راسره نه منينو دا به مې په ګټه وي چې ځان غلی ونیسم.خو اوس غواړم دګران ډاکټرصاحب په ویاړداڅوکرښې ولیکم  چې له یوې خواددغه خواږه دوست اوغمخور،لارښودملګري دکلیزې په لمانځنه کې مې برخه اخیستې وياو له بلې خوامې دهغو اوږدواړیکودرناوی کړی وي چې زموږتر منځ دتېرو دېرشو کلونو په ترڅ کې موجودېوې اوکه خدای کول په راتلونکي کې به هم بې خلله پاتې شي.
لکه څنګه چې مې وویل مانږدې دېرش کاله وړاندې له زیارصاحب سره پېژندګلوي ومونده.هغه وخت دی دکابل پوهنتون دژبې اوادبیاتودپوهنځي استاد و اوزه دکابل دحبیبیې لېسې زده کوونکی وم.تردې دمخه ماپه هلمند کې ژوند کاوه اوهلته کله ناکله په کابل کې خپرېدونکې ورځپاڼې او مجلې ترګوتوکېدې اودهمدغورسنېوله لارې وچې زه دډاګټرمجاوراحمدزیارله نوم اوشعرسره اشناشوم.
کابل ته په راتلوزما مینه اوپاملرنه دادبیاتونړۍ ته زیاته شوه،په کابل کې خپرېدونکومجلواوورځپاڼوته مېلاره وموندله او دهغه دوران په تول له روښان اندوسره مې هم اړیکې پراخې شوې.په کابلي رسنېوپه تېرهدژوندون،پښتون ژغ اودکابل په مجلې کې به مې دهغه وخت دشاعرانواولیکوالوشعرونه او کیسې لوستلې اوپه تېره دډاکټرزیارله شعري نوښتونو نه به مې خونداخیست.زما په همغه وخت کې هم پام شوی وچې دزیارشعرونه له نوروسره توپیر لري.ده په همغه وخت کې هم ازادشعرلیکه اودشعرپه نړۍ کې ېې نوې تجربېازمويلې. په۱۳۵۵کال کې له ماسره بخت یاري وکړه اوزه په یوه ادبي کانکورکې دپښتوشعردیوې جایزې ګټونکی وبللشوم.له دې سره دهېواد دفرهنګي اوسیاسي کړیوپاملرنه ماته زیاته شوه اوپه دې لړکې دهېواد دمعاصرشعرلهپیاوړواستازواومخکښانوښاغلوسلیمان لایق،بارق شفیعي اوډاکټر زیارسره زمااړیکې ټینګې شوې.ماته له همغهوخت نه ډاکټرزیارنه یواځې د یوه علمي اوفرهنګي شخصیت په حیث مطرح دی بلکه زما دځوانۍ دپیچلي  پړاودیوه درون اوګران مشرپه ډول هم په سترګوکې دی. دپوهاندزیارپه هکله خبرې کول ماته یوڅه ګران ښکاري،ځکه چې دی هرکاره اوزه که بېکاره نه یم چنداندکارسړی هم نه یم.دی یو ژب پوه،توکم پوه دادبیاتوڅېړونکی،تاریخ پوه،لغت جوړوونکی،منتقد شاعراولیکوالاو......دی.زه به دده په هکله ډېرڅه نه وایم که څه هم دی دډېروستاینو وړدی خو غواړم په لنډ ډول دوه درېټکي دده د دبریالېوهڅوپه هکله بیان کړم.
۱-دی دپښتوژبې اوادبیاتوپه نړۍ کې یوه اکادمیکه څېره ده، له وچواوتعبدي انګېرنوراوتی اوماسېوااودیوه نوياوپراخ نړۍ لیدخاوند دی.دده همدغې ځانګیړنې په ژبنیزواو تاریخي څېړنو کې ده ته جلا او له امتیازه برخمنموقعیت ورکړی دی او دی ېې ددودیزوپوهانوله ډلې څخه چې هغوی هم په خپل وار ژبې اوابیاتوته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي بېل کړی دی.
۲-ده دپښتواوپښتنو د تاریخ په راسپړلو،دژبنیزې پانګې په پراخولواوپخولواو دعلمي اومیتودیکوبنسټونوپهټینګښت کې لویه اوځانګړې ونډه اخیستې ده.
۳-دی دپښتو دازادشعریوپوخ هډوکی،کلک پلوی اوهڅوونکی دی. پر دې برسېره دی یوزړه سواند ملګریهمکاراولارښود دی. دی ډېرې نورې ښېګڼې هم لري چې خدای دې نور هم پرې برکت کړي.خو په ځانګړيتوګه غواړم دده له بې پایه مرستواومشورواوپه تېره له هغه وخته چې ما په لندن کې د پښتواودري ژبې په تدریسپیل کړی دی مننه وکړم.دپوهاند ډاکټرمجاوراحمد زیار پنځه اویاومه کلیزه دې مبارک، دژوندډیوه ېې روښانه اوتذکره دې له ویاړونوډکه وي.

حــق بـــایــد ادا شــــي!

لیک: ډاکتر زیرکیار

په لـند ن کې د پـــوهانـد مجــاور احمد زیــار  د ژوند  ۷۵کلـیزه  ونمانځل شوه ( ۵  اپریل ۲۰۱۲). د دغــې کلــیــزې د درنــاوي لــپاره ما یـوه ورځ وړانــدې  په بــریــښنــــایـیــزو رســـنـیــو کې یــــوه  ډیــره لـڼـډه لــیکــنـــه خــپره کـړې وه چــې ســر لــیـک یــې و: « پــوها‎نــد زیــار او لــغــــت ســازي»، یانـــېProf. Zyar and Neologismپه دغه لیکنه کې په «پـوه ټولنه» ( نالـیـج سوسایـټي) غږیدلی وم . هــلته مې دیته هم ګوته نیولې وه چې دغه ټکی د یــوې لـڼـډ مهالې بریښنایـیزې مرکې په اوږدو کې رامنځته شــوی و. خو  په غــیـر ارادي ډول زه پـه دې کې پاتی راغلــی وم چې د بریــښنایـیزې مــرکې د رامنځته کـیدا  د ابــتکار پـه اړه د یو بــل ورور حـق ادا کــړم. دغه ورور ماتــه د اپریل په ۴ نـیټه په خپل  ایمـیل کې  په درنه ژبه خپـله پــیــرزویــنه داســې وښــودلـه : «سلامونــه ډاکتر صاحب، په  زیار صاحب باندې مې ستاسې کوچنئ لیکنه ولوستله. لکه ستاسې د نورو اکاډیمیکو پنځونو په څیر مې دا هم خوښه شوه او دا مې ځکه دلته یاده کړه چې هغه بــریـښنایي بحث ما جـوړ کړی و، او زه یې اوس په ګـټه پوه شوم چې څومره ښه کار مې کړی و.» ما خپل دغــه ورور ته پــه هـمدغه نیــټه ورغــبرګه کــړه چـې زه  « ډیره بښنه غواړم چې ستاسې حق مې نه دی ادا کړی. له یاده مې وتــلـــی و. که د دغــې ګټــورې غوڼـــډې تقریبي نیټه  راته راولیـږئ او هم راته ولیکئ چې تاسې دکوم هـدف لپاره جــوړه کــړې وه، زه به پــرې بیا لیکنه خپره کړم او ستاسې حق به ادا کـړم.» هغه ډیر زر په ډیره خوښۍ سره په ایـمیل  کې راغــبرګه کړه چې: «هـیڅ خبره نه ده ، دغه بحث موږ د ۲۰۱۰ د دسمبر په میاشت کې کړی و. هغه وخت ما [په انګلستان کی] د کـونـټری په پوهنتون کې ماسـټـري کـوله او زما یوه پـروژه د اینـفارمیـشن سو سایـټي پــه اړه وه چې بـیا ما وروسته یــوه مـقــاله په پښتو هم ولـیکله. د پښتو مقالې لپاره مې دغه ټکی په کار و.» حنان حبـیــبـزی. زه د مــنلي ځـوان عالم ورو حــنان حبیـبـزي  لــه درانه چلـن او ګــړنـدئ همکارۍ  نه د زړه له کــومــي منــنه کــوم. ډاکـتر زیرکیار،    کلیفورنیا، امریکه

- انجنیرمسعود
بېرته شاته