(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امریکاپه پنجوائی کی بی ګناه پښتانه وژل

[11.Mar.2012 - 22:58]

مشال راډیو:- په کابل کې د امریکا سفارت د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د یو بهرني سرتیري په ډزو د ولسي کسانو په مرګ ژوبله خواشیني ښکاره کړې ده. دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي(( مونږ د خپلو افغان ملګرو په وړاندې ددغې  کړنې په ترسره کېدو غمجن شولو.)) خبر پاڼه داهم لیکي چې په دې اړه د حقایقو د موندلو هڅې روانې دي، او په تړاو یې یو امریکايي سرتیری نیول شوی هم دی
همدارنګه په افغانستان کې دایساف ځواکونو هم دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې راپورونه وايي ددوی یو سرتیري په ډزو یو شمیر ملکي کسان وژلي او یا یې هم ژوبل کړي دي.دوی په دې پېښه خواشیني ښکاره کوي، نه پوهیږي چې دپېښې ترشاکوم تحرک موجود دی، خو په دې اړه وار له مخه تحقیقات پیل شوي دي.
بل پلو د کندهار  دولتي چارواکي د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د يو تن بهرني سرتېري له خوا  په عامو خلکود ډزوپه ترڅ کې د وژلو شویواو ټپي شویو  کسانود شمیرې په اړه بیلا بیل راپورونه ورکوي

د چارواکيو په خبره يو تن بهرنی سرتېرى تېره شپه د درې نيمو بجو په شاو خوا کې د پنجوايي ولسوالۍ په زانګ ابآد سيمه کې د عامو وګړو کورونو ته ورغلى او په خلکو يې ډزې کړې دي.
دکندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د مشال راډیو ازادي څانګې ته وویل چې په دې پېښه کې پنځلس کسان مړه یا ژوبل شوي دي ، او د پېښې د څیړلولپاره سېمې ته یوپلاوی لېږل شوی دی.
د پنجوايي ولسوالۍ د سیمه يیزې شورا غړی حاجي عبدالغني  وايي  په دې پېښه کې ددوی د کورني غړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.   څه موده وړاندې هم په کندهار کې د بهرنيو سرتېرو په هوايي بريد کې يو شمېر ماشومان وژل شوي وو.
پېښور:د پښتونخوا له پېښور سره نژدې د بډه بېرې د ماما خېلو په سیمه کې د یوې جنازې تر لمانځه وروسته چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا دیارلس تنه پکې وژل شوي او يو ديرش نور زخميان  دي.  
د لیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکټر رحيم جان مشال ریډيو ته وويل چې دوی ته په وروړل شوو ۳۱زخميانو کې د پنځوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.د تحريک طالبان پاکستان طارق اپريدي ډلې د بريد پړه پر غاړه اخيستي
د پښتونخوا صوبايي د حکمران ګوند نیشنل پارټۍ مشر، اسفنديار ولي خان پيښه وغندله او ویې ويل:
((
دوی وايي د اسلام جګړه ده. خو جنازې ته د ځانمرګي بريد کوونکي ننوتاو پر جنازه بريد بريد د اسلام کوم خدمت دی. دا خو زما له پوهې بهر خبره ده. جوماتونه زمونږ خوندي نه دي، حجرې زمونږې مخفوظې نه دي او د جنازو ځايونه زموږ خوندي نه دي . د داسې بريدونو د غندلو هم انتها وي. د دې بريدونو کوونکي د اسلام تبيليغ کوونکي خو لا څه،  دوی انسانان هم نه دي.)په ليډي ريډينګ روغتون کې عيني شاهدانو او په پيښه کې ځينې ژوبلو شویو مشال ريډو ته وويل: د پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ مرستيال سپيکر او د عوامي نيشنل ګوند يو بل مشر خوشدل خان چې په دې جنازه کې يې برخه اخيستي وه، د چاودنې په اړه پاکستاني رسنيوو ته وويل:
زه پوه نه شوم چې دا بمي چاودنه وه او که ځانمرګی برید خو دا د افسوس خبره ده چې ماسره څومره کسان وو، څومره چې راسره راغلي وو، هغه ټول شهيد شول. په جنازه له کې پنځه سوو څخه تر زرو پورې کسانو برخه اخيستي وه. مونږ د ترهګرو خلاف يو ځکه پر مونږ حملې کوي يعنې د عوامي نیشنل پارټۍ پر غړو او مشرانو بريدونه کوي)) په بډه بيره کې له دې وړاندې هم د تشدد پيښې شوي دي.

کندهار:- د افغانستان په روزګان ولايت کې د پوليسو يو تن څوکېدار خپل نهه تنه ملګري د دولت په مخالفو وسله والو طالبانو وژلي او په خپله له وسله والو سره تښتېدلى دى.چارواکي وايي پېښه وړمه شپه د روزګان په چارچينو ولسوالۍ کې شوې ده.
د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا رييس حاجي جمعه ګل له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې  په چارچينو کې دغه پېښه د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې شوېده.
دى وايي، د سيمه ييزو پوليسو د پوستې ساتونکي له وسله والو سره اړيکې درلودې د شپې يې له وسله والو سره يو ځاى خپل ويده نهه تنه ملګري وژلي دي.د ده په خبره تر پېښې وروسته وسله والو او د وسله والو ملګری څوکېدار تېښتېدلی دی.دى وايي د وژلو شويو پوليسو وسلې هم طالبانو له ځان سره وړې دي.
سيمه ييز پوليس په ليري پرتو ولسواليو او کليو کې دنده ترسره کوي چې د چارواکيو په خبره کليو ته يې له ورتګ سره په ليرې پرتو سيمو کې هم د دولت د مخالفو وسله والو ټغر ورټول کړى دى.

خالد خان/ بشیر ګواښ، سیدشا سقیم ، مشال راډیو

 

- رپوټر
بېرته شاته