(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کې داسفند یار ولی خان په و یاړ غونډه جوړه شوه

[16.May.2006 - 17:30] د پښتنو سوسیال د موکرات ګوند PSDP دپښتنو د منلی مشر ، زړور پښتون سېاستوال اودعوامی نشنل ګوند ANPمرکزې صدر ښاغلی اسفندیار ولی خان په ویاړ دجرمنی د لیورکوزن په ښار کی په 12.05.2006 نیټه یوه درنه غونډه چی په اروپا کی دلری اوبری پښتونخوا د بیلابیلو سیمو پښتانه/افغانان پکې راټول شوی وو جوړه کړه. غونډه د ماښام په 7 بجو د پښتنو سوسیال ډ موکرات ګوند PSDP دوهم مرستیال محمد شیرین ګردیوال پرانیستله. د PSDP جنرال سکرتر هدایت بنګش له خوا مشر میلمه او راغلو میلمنو ته هرکلی وویل شو. د غونډی په پیل کی ګډون کوونکی د پښتنو د دوو سترو مشرانو ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری او ارواښاد خان بابا خان عبدالولی خان د مړینی له امله ودریدل او دیوی دقیقی لپاره يی سکوت وکړ. ورپسی د PSDP د خپرونو چارو مشر عزیز سرشار په خپله مقاله کی وویل: ننۍ غونډه چې د پښتنود ټولنیزولسولیز ګوند PSDP له خوا جوړه شویده چې د پښتنو منلی مشر ښاغلی اسفند یار ولی خان او لر او بر پښتانه پکې راټول دی دهیواد د هغه ستر سړیتوب (شخصیت) برکت دی چې د داسی ګڼ شمېر غونډو،جرګو، کنفرانسونو او سیمینارونو بنسټ ایښودونکی و، چې لر او بر پښتانه ئې تل په یو ټغر راټول کړی و. خپل قوم او اولس ته ئې بې ساری هراړخیزه، تل پاتی اونه هیریدونکی خدمتونو کړیدی. هغه د هیواد ملی منلی اوستر ولسی سړیتوب (شخصیت) د پښتون قامی وحدت خدمتګار، ادیب ، شاعر، څیړونکی، لیکوال، ژورنالست، ساپوه، د باچا خان د نظریو پیرو،د پښتونخوا د تاریخ ځلیدونکی ستوری، زړور مبارز، د کونړ دوهم سید جمال الدین افغان، د پښتنو دټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP بنسټ ایښودونکی او مرکزی مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دی. دا هغه حساس قام پرست پښتون وچی کله ئی د شعور په درشل قدم ایښی دی نو د پښتون قام د یووالی ارمان له ئی اوږه ورکړی اود ژوند تر اخری سلګۍ پوری ددغه ارمان په تکمیل پسی سروهلی او بروهلی ګرځیده. د ژوند ټوله برخه ئی پښتو، پښتونولۍ ،پښتون قامی وحدت ، وطن او د اولس خدمت ته وقف کړی وه. تل ئی د پښتنو د یووالی بیرغ اوچت ساتلی وو. دپښتون قامی وحدت،ملی حاکمیت، استقلال او حقوقو کلک مدافع و. اروا ښاد ستوری نه یوازی د افغانستان په دننه کی بلکی د سیمی په سیاسی مبارزېنو کی لوړ مقام لرلو، او د ډیر محبوبیت لرونکی قومی او ولسې مشر وو. چې د پښتنود تاریخ یو ژوندی باب دی چې پښتانه به پری تر عمره ویاړی.
ســتــا ویـــنه پــښـــتــنـه وه ســتـا مـــیـنـه پــښـــتـنه وه ته ځــما د سـر شــمـلـه وی تـه ځـــمـا د شــمـلـی وږی
ډاکتر ستوری ډیرو پښتنو ته د سیاسی بیدارۍ لارښودلی او اولسی تحریک ئې چلوې دی.د قامی یووالی د ضرورت ددغه احساس د رابیدارولو لپاره یی هلې ځلې کړی دی او د ټولو قامی او ولسی مشرانو سره ئی خپل غږ ملګری کړی دی دا په دی اساس چی دغه قامی مشران د ستوری د یوه فکر او یوی نظرئی ملګری و، هغه د شخصیت پرستۍ بالکل قایل نه و ځکه نو ټولو قامی او ولسی مشرانو ته ئی یوشان درناوی لره . اروا ښاد ستوری هاغه پښتون مسلمان بشردوست وو چې د خپلی نظرئې له پاره ئی ژوند کاوه. په وار وار ورته د وخت د حکومتونو لخوا د لوړو مقامونو او منصبونو وړاندیزونه شوی دی،خو دی پخپله عقیده او لاره کې هیڅ ډول کامپرومس (معاملی) ته تیار نه وو. لکه څنګه چی ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربښلی وو لر او بر پښتانه پری راټول ووهمدا راز په هغه لار لاړ چی په ژوند ئی غوره کړی وه. د هیواد په دننه اوبهر کی دپښتنو په غونډو،کنفرانسونو، سمینارونو او جرګو کی ئی تل برخه اخستی او په ډیرو سختو شرایطو کی ئی هم ځان وررسولی دی. د ډاکتر کبیر ستوری د ژوند زیاته برخه د خپلی پښتونخوا نه لیری په المان کې تیر شوی ولی د قام ولۍ بیرغ ئې دلته هم هسک ساتلی دی. ډاکتر کبیر ستوری یو سپیڅلی قام پرست پښتون وو ځکه د ژوند په هر قدم ورسره د ویشلی او تالا والا پښتون فکر وو. د پښتو نه پرته بل کوم سوچ کول ورته باالکل بې مانا ښکاریدل. دا نظم ئې د احساس څرګندونه کوی:
یـو ټـبـر یـــــــوه ورځـــــې چـــــا ویــلـــــي چـې اســمـان تــه مـې کــــــتـلــــي يــــوه غـــــټه وریــــځـه راغــــلــه دوه وړي ئــــې ښــــــــــکــلــولـــي وړې شـــوې غـــټــې کې غــــــیــــبي بــــیـا مـــې ســـتـرګـو نـــه لــیـد لـي ښــکارې دا وي کـــوچــــنۍ وریـــځــی چـــې د مـــور غـــېــږې تـــه تــلــلــــي د یـــــــو کــــــور د یــــو ټــــــــبــر وي د یـــــــو بـــــل نــــه ځـــــارېــــد لـــــې چې هـم جــــنـس وی جــــمـع کــــېـــږی عـــــــقــل کــلـــــــه بـــــــېــلـــــولــــي پــه ویــــشـــلـــي پـښـتون قـــام ئـــــې ســــــــتـوري اوښــکـــې تــــویـــولــې
ډاکتر ستوری په کلکه دا باور ووچې پښتانه به نور تر ډیره وخته پوری داسی ټوټی ټوټی نه وی پراته بلکه دوۍ به هرومرو د خپل ملی وحدت مرام ته رسی او د احمد شاه بابا دغه خاوره به یو ځل بیا د پښتونخوا په نامه یاده کړی. د پښتون قام مهم او ملی شخصیتونه تل ددی قام د تاریخ په ډیرو حساسو وختونو کې له دونیا نه تللی دی. د لر او بر د پښتنو د بخت او هسک دغه ځلیدونکی ستوری د 2006 ع کال د اپریل د میاشتی په څلورمه نېټه دسهار په څلورنیمو بجو لدی فانۍ نړۍ څخه د تل له پاره پنا شو. نن مونږ سره په جسمانی طور موجود ندی خو ستوری تل ژوندی دی د ده نظرئی هدفونه، کړنی ، خاطرات، پوهنیزه، او ادبی پانګه زمونږ سره تل پاتی ده. د پښتنود ټولولنیزولسولیز ګوندPSDP د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوی چی د ډاکتر کبیر ستوری په نوم پوهنیز مرکزونه جوړ کړی او د ډاکتر ستوری پوهنیز کتابونه او لیکنی د پوهنی په خدمت کی د هیواد په پوهنتونونو کی د پوهیدونکو د زده کړی دکتابونو په لست کی ونیسی. ورپسی پیغلی سیلۍ شینواری حاضرینو ته یو شعر واورولو. بیا د پښتنو سوسیال ډ یموکرات ګوند PSDP دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال په خپله مقاله کی وویل: په کوزه پښتونخوا کی د پښتنو هلی ځلی او په ځانګړی ډول د عوامی نشنل ګوند ANPهلی ځلی ،د پښتنو د ملی هویت، ازادۍ، ټولنیز، سیاسی اواقتصادی ژوند په هکله یو ځلانده څپرکی دی. د تاریخ په اوږدو کی د خدای خدمتګارو څخه راواخله تر اوسه پوری ددغه پارټۍ ملګروچی کومی قربانۍ ورکړی دی په تاریخ کی ساری نه لری. د پښتنو پرابلومونه او مسئلی د پښتنو په سر دی مونږ ته به بل هیڅوک زمونږ مسئلی حل نه کړی مونږ به خپلی مسئلی پخپله حل کوو. ددغه مسئلو د حل لپاره د ټولو پښتنو د مرستی او ملاتړ اړتیا ده. په ملی او نړیواله کچه یو کوټلی پروګرام اوچوکاټ پکار دی چی ددغه پروګرام سره هر روشن فکر پښتون ځان په ایډنټیټیت کی راولی او د عملی کار لپاره ئی زمه واری په غاړه واخلی. هغه زیاته کړه چی په همدی ځای د یوی خبری کول ضروری ګڼم چی مونږ پښتانه په حیث د یو قوم د هیڅ قام او ژبی مخالف نه یو خو د نړۍ د یو مدنی او پرمختللی قام او ملت په حیث د بل نه هم د متقابل احترام طمع او توقع لرو. ده وویل که د یو ژوندی او میړنی قوم په حیث غواړۍ چی په ملی او نړیواله کچه د قومونو او ملتونو د سیالۍ جوګه شو نو راکینۍ او یو موټی شۍ او په هغو ټکو اتفاق وکړۍ کوم چی ستاسی پلرونو او نیکونو تاسی ته د یوه تاریخ د میړنی قام او ملت په حیث په میراث پریښی دی او د پښتون ملت به په غیر د ستر ملی هویت، ګډ مشرتابه،ګډ ملی مرکز او یووالی څخه ددی جوګه نه شی چی د یویشتمی پیړۍ په درشل او د نړۍ والو نورومونو مطابق د یو میړنی، پرمختللی او ننګیالی قام او ملت په حیث د یو ځلنده حیثیت ټاټوبی خاوندان شو. ددی وروسته دPSDP لمړی مرستیال تاریخپوه علی خان محسود د خپلی وینا په ترڅ کی وویل: کله چی مونږ ددی ضرورت ولید چې داسی ګوند یا اورګانیزشن جوړ کړو چې سوچه پښتو وی . نو د پښتنو ټولینزولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP بنیاد مو کیښود. په هاغه وخت کې پدی کې د کبیر ستوری ډیرغټ لاس وو. ډاکتر کبیر ستوری ملی شخصیت وو ملی هلک وو او ملی ځوان وو او مونږ سره ئې ډیر کومک کړیدی بله غټه خبره دا ده چې د هاغه وخت مطابق ډیر خلک د پښتون د نوم نه ویریدل او وویل به ئې چې تاسی افغانستان ورانوۍ خو دا یو پروسس وو، ورو ورو ورسره د خلکو غوږونه او ذهنونه اشنا شول، د خدای شکر دی چې په ټوله دونیا کې نن پښتون د پښتون په نوم پیژانده شی. بله دا چې مونږ پښتانه په لر او بر تقسیم یو او په ملا باندی مو د ډیورند تش په نوم کرښه تیره ده دا داسی مثال دی لکه چې زمونږ وجود ګوزن ووهی ، زمونږ د ګوند PSDP بنیادی او بنسټی ټکی د باچاخان دعدم تشدد د نظرئی د لاری قدم په قدم پښتنو دیووالی او سوکالی ده. تر څو پوری چې مونږ لر او بریوشوی نه یو نو هیڅکله به نه بر او نه لر د عزت خاوندان شی. زمونږ ژبه او کلتور لره خوا د انګریزی او اردو لاندی راغلی او بره خوا کی پاړسیوان، ایرانی او تاجک کوشش کوی چې په افغانستان کې پښتو ژبه د دفترونو نه ووځی او تش په دا غرونو کې ویلی کیږی خو په افغانستان کې پښتانه اکثریت دی 72 فیصده پښتانه په افغانستان کې اوسیږی چې 60 فیصده هغه پښتانه دی چې پښتو ویلی، لیکلی او لو ستلی شی او 12 فصیده هغه پښتانه دی چې پښتو تری تللی ده ځنی پری لږ څه پوهیږی او ځنی پری د سره نه پوهیږی. نن د افغانستان خو نوم شته خو افغانستان د سر نه نوی جوړیږی او بله خوا په دونیا کې یوه تبدیلی روانه ده مخکی د ګرمو او بو جګړه وه اوس د تیلو او ګیس جګړه ده، ددی لپاره جاپان، چین، امریکه ، یورپ او نور.... لګیا دی نوی ټیمونه جوړ وی. مونږ او تاسی باید وګورو چې کوم یو ټیم زمونږ په فائده دی چې ملی ګټی مو پکې خوندی شی چې ملګرتیا جوړیږی هم په ملی مفاداتو او که ورانیږی هم په ملی مفاداتو افغانستان کې به حکومت پښتون کوی بل څوک ئې نه شی کولی. زه بهر دونیا ته اپیل کوم چې د پښتنو سره مرسته وکړی چې پښتون یو شی. نن چې دلته اسفند یار ولی خان راغلی او وائی چې ای پښتنو په تاسی یو سیلاب راوان دی. تاسی که ویښ او بیدار وی نو تاسی به پدی سیلاب پټی اوبه کولی شی او که ویده پاتی شوی نو تاسی به یو سی. مونږ باید چې د اسفند یار ولی خان سره مرسته وکړو او د لوی بابا باچا خان سلسله راونیسو ځکه چې دا لاره تر اوسه صیح ثابته شویده مونږ لر او بر باید یو بل ته لاس ورکړو په یواځی توګه ئې نه لر شل کولی شی او نه ئې بر. د غونډی په پای کې د پښتنو منلی ستر مشر ښاغلی اسفند یار ولی خان چې دغه غونډه ئې په ویاړ جوړه شوی وه وینا وکړه. د هغه د وینا غټ غټ ټکی : پښتون قوم د تاریخ په یو ډیره نازک موړ ولاړ دی داسی وختونه لکه نن چې په پښتون قام راغلی دی د قامونو په ژوند کې ډیر لږ راځی کله چې یو قوم پداسی موړ ودریږی چې دی به یا شته کیږی یا خدای مه کړه ورکیږی. ورونو! نن مونږ بیا یو داسی موړ ته رارسیدلی یو ځینی خبری داسی وی چې هغه لږی ترخی او د ډیری خوشحالۍ نه وی خو یا به د خپل ځان د جذباتو او احساساتو خیال ساتو او یا به حقیقتونه ځانته مخ ته ږدو او د هغی حقیقتونو په رڼا کې به د سبا لپاره ځان ته لاری لټوو. زمونږ دا تیری دری لسیزی پښتون قام په داسۍ یو عذاب کې تیر کړل چې هغی ډیر ډوب زخمونه زمونږ په ذهنونو، زړونو او وجودونو پر یښودل ځما خواست له تاسو څخه دا دی چې د پښتنو خبره تیر په هیر. پرون چې څوک په کوم ځای ولاړ وو هغه به دهاغه وخت د حالاتو نه مجبور وو، دا دهغه وخت سوچ او فکر وو، تا سی ټول تعلیم یافته ئې، ټول ښه پوه ئې. زه امریکی ، انګلستان او بیا دلته راغلم ځکه چې هغه پښتانه چې د خپل هیواد بهر دی د هغوۍ سره خپله رایه یوه کړم. نن هغه منطقه په یوه صف بندۍ لګیا ده تقسیمیږی په هغه منطقه به نن یو اړخ ته هغه خلک وی چې امن، مینه ، ترقی او د دونیا سره یو ځای تګ غواړی او بل اړخ ته هاغه خلک ودریږی چې د هغوۍ د سیاست بنیاد به نفرت ، بدامنی ، قتل او ددونیا سره به جنګ وی. دا فیصله به تاسی پخپله کوی چې کوم صف کې ودریږۍ. ANP خپله فیصله کړیده چې ځما سیاست د باچاخان بابا د عدم تشدد درست سیاست دی. یو پښتون چې د پښتون د معاشری بنیادونه خوځوی د پښتون روایات او کلچر ختموی نو زه به هاغه سړی ته هیڅکله پښتون ونه وایم. زه وایم ترڅو پوری چې پښتون ته یو پیغام ورنکړای شی چې ته پدی خپله خاوره دعزت ژوند تیرولی شی، ستا بچې د عزت او غیرت یوه مړۍ په خوله کولی شی. تر هغی پوری دا مسئله هم نه ختمیږی. تر اوسه پوری پښتوون قام وهل پدی خوړلی چې هاغه په یوداسی ځای کې پروت دی چې ټول عمر د دوو لویو قوتونو د جنګ مرکز وو د مغلو نه نیولی تر ننه پوری دا جنګ زمونږ په خاوره وو. نن په لمړی ځل مونږ په هاغه نازک موړ ولاړ یو او فیصله به کوو، د امریکی مثال د لنګی غوا دی چې لشو او که نه ئې لشو؟ خپلو بچو ته تری پۍ اخلو او که نه ئې اخلو؟ نن د هغه غرض د منځنۍ اسیا په تیلو او ګازکی دی خو لاره ئې په پښتون ده. که پدی ټوله سناریو مونږ نظر واچوو دغه تیل به د سپین بولدک له لاری چمن ته راځی او بیا به د بلو څو علاقی ته اوړی.......... زه وایم چی ورورولی کوم غلامی په هیڅ صورت نه کوم.
زرو هــسی پـــیغــور شـی چې هـــمـت ورسره مــل نــه شـــــی ورک هــاغـه مـشـال شـه چې تــیـاره شـی او دی بــل نــه شـــی
د وینا ورورسته دروند مشر دغونډی د برخه والو تپوسونو او پوښتنو ته ځوابونه وویل. غونډه د ماښام په لسو بچو پای ته ورسیده.
ارواښاد ډاکــتـر کــبــیـر ســــتـوری ته ســودا اخـستی یـمه څـنګـه به شـی ســتـوری شـمارم خـو کـبــیـر ســتـوری پکـی نـشــتـه لـه مـداره وتــی دا د پــښـتـون اسـمان انـګـړ راتـه خـالی خـالی شــو زمونـږه ســـتــوری د یــارانـو لــه کــتــاره وتـــــی
محمد اجان یا ر
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته