(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسرائيل دي په ايران دبريد نه ډډه اوکړۍ:اوباما

[03.Mar.2012 - 16:20]

اسرائيل دي ايران په ضدد دبې وخته بريد نه ډډه اوکړۍ:صدر اوباما

ډیوه رپوټ دخالي ورځ, 03 مارچ 2012  : دامريکا صدر براک اوباما د دايران  په ضد دوخت څخه دوړاندې بريد په ضد خبردارى ورکړى او اسرائيلي مشر  بينجامين نيتهن ياهو ټينگار کوي چې  دهغه هيواد دځان ددفاع حق محفوظ لري.
 دامريکائي صدر براک اوباما او نيتهن ياهو ترمينځ دکيدونکې ليدنې څخه وړاندې صدر براک اوباما  وئيلي دي  که چرې دپابندو سره دتهران  په ايټمي مقصدونو قابو ونۀ موندل شوه نو دايران دايټمي تنصيباتو په ضد امريکائي کارروائي نۀ شي رد کيدى.
 صدر اوباما وائي " ايراني او اسرائيلي حکومتونو ته په دې خبره دځان پوهه کولو ضرورت دى  چې کله امريکا وائي  دايران لخوا ايټمي وسلې ناقابل قبول دي نو زمونږ مطلب هم دغسې وئيل وي"
هغه وويل دامريکا تگلاره  کې په سياسي توگه دتهران ځانله کول ، په هغوي پابندۍ لگول او سفارت کاري ده. هغه وويل په دې کې پوځي برخه هم شامله ده او زما په فکر خلک په دې پوهيږي. واشنگټن ته دسفر په مهال  نيتن ياهو دجمعې په ورځ کاناډا ته رسيدلى. په اوټاوه کې  دپارليمان ددورې په مهال کاناډائي وزيراعظم سټيفن هارپر سره دخبرو په وخت  نيتن ياهو وويل  دايران په ضد ټولې لارې چارې  شته.
دصدارتي انتخاباتو په روان کال کې دگل په ورځ دصدر براک اوباما او اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو ترمينځ چې به دگل په ورځ کومه ليدنه کيږي  دنيويارک ټائمز په قول  هغې کې به دايران په ستونزه  هم خبرې کيږي.  ښاغلى نيتن ياهو هيله لري چې امريکائي صدر  به دډير وضاحت سره   هغه ته وائي چې  اوباما دايران په ضد دسختو قدغنونو او سفارت کارۍ له امله دراتلونکو مياشتو په مهال  دڅه نتيجو راوتلو امکان دى  او دا هم چې امريکا کله او څنگه ددې خبرې تعين کوي چې ايا پابندۍ گټورې ثابتيږي او که ناکامه او امريکا تر کومه حده دطاقت داستعمال لپاره چمتو ده

Source: Deewa Rasdio. - ډیوه
بېرته شاته