(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور: په بمي چاودنه کی ګڼ شمیر پښتانه شهیدان شول

[23.Feb.2012 - 22:17]

 پيښور۲۳/۲/۲۰۱۲ :  په کوهاټ روډ  دبسونو په اډه کې  نن د ۲۰۱۱ ع کال د فرورۍ په ۲۳ مه نیټه دزيارت(پنجشنبي)په ورځ  په موټر بمي چاؤدنه کې ددوؤ ماشومانو پشمول لږ ترلږه ۱۵کسان وژل شوي او د۳۵ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
 
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې او  امدادي ډلو پيښه کې مړۀ او ژوبل کسان دپيښور  ليډي ريډنگ روغتون ته رسولي دي.
دپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين  دچاؤدنې په اړه خبريالانو سره دخبرو په مهال  پيښه کې دوژل شوؤ کسانو دوارثانو لپاره ددريوؤ ، دريوؤ او ژوبل شوؤ لپاره ديو ، يو لک روپو ورکولو اعلان وکړو او وې وئيل  سوبه کې امنيتي انتظامات دډاډ وړ دي او که چرې دامنيت په اړه نور گامونه واخستل شي نو بيا به دخلکو لپاره تگ راتگ گران شي.
 
دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو يو مشر جنرال شفقت ملک دپيښې پځايې کې  خبريالانو سره خبرو کې وويل  چاؤديدونکي مواد په يو گاډي کې ايښودل شوي وؤ، دلمړو اطلاعاتوترمخه دغه بمي چاؤدنه کې 45 کلو گرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
شفقت ملک وويل  دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول  په ذريعه شوې ده.
يو بل لوړپوړي پوليس مشر کالام خان  وئيلي پيښه کې ۳۵کسان ژوبل شوي هم دي.
 
پيښه کې ژوبل کسان دپيښور  ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي چې پکې دزياترو حالت مرگونى ښودل شوى.
دليډي ريډنگ روغتون يو ډاکټر رحيم جان  وائي  دهغوي روغتون ته تر دې مهاله 12 مړي او 35 ژوبل کسان راوړل شوي دي.
 
ددغه بمي چاؤدنې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو دپښتونخوا دبيلا بيلو سيمو په شمول ټول پاکستان کې  دبمي چاؤدنو پړه  په تندلارو اچول کيږي.
همدغه شان يو بل لوړپوړي پوليس مشر طاهر ايوب  خبريالانو ته وئيلي دي  په وژل شوؤ کې زياتره هاغه مسافر شامل دي چې  بسونو ته دختلو په انتظار کې وؤ، وژل شوؤ کې  دوه ماشومان دي

 

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په قبائيلي سيمه  اورکزو ايجنسۍ کې  د جيټ الوتکو لخوا د تندلارو په شکمنو ځالو بمباري کې لږ ترلږه 15 جنگيالي وژل شوي.
 
د جيټ الوتکو څخه دغه بمباري  په بره اورکزو ايجنسۍ کې شوې چې پکې دتندلارو څلور ځالې هم تباه شوي.
يو لوړپوړي پوځي چارواکي نړيوال خبري اژانس اى ايف پي ته  په دغه اړه وئيلي دي " نن سحر مونږ ته  استخباراتي اطلاعات ترلاسه شول چې په غرييزه سيمه کې دپاکستاني طالبانو دتحريک  جنگيالي پټ شوي  چې له دې وروستو مو سيمې ته دوه جنگي الوتکې وليږلې"
هغه وويل " دجنگي الوتکو  څخه  په خديزۍ،ثمربازار او برميلا سيمو کې بمباري شوې چې پکې  دتندلارو څلور ځالې تباه شوي او زياته يې کړه چې 15 جنگيالي هم وژل شوي"
 
سيمې پورې  دخبريالانو دورتگ دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه ددغه کارروايۍ او پکې داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى.
وړاندې هم  اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد پاکستاني ځواکونو ستر ځمکني عمليات ترسره کړي او چارواکو په زياترو برخو کې  دحکومتي عملدارۍ اعلان هم کړى خو په ځينو سيمو کې اوس هم  دجنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ وخت په وخت دنښتو اطلاعات ترلاسه کيږي

Source: Deewa Radio.

- زمونږخبریال
بېرته شاته