(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خان خټک ۳۲۳م تلین ونمانځل شو

[20.Feb.2012 - 22:09]

پښتونخوا: د توري او قلم خاوند سترپښتنون اتل  او د مغلو په مقابل کی د پشتنو د قامي ازادی بښخونکی غورځنګ مخکښ او لارښود خوشال خان خټک ۳۲۳م تلین په ۲۰ فرورئ ۲۰۱۲ نیټه  په اکوړه خټک او د پښتونخوا په ډیرو ځایونو کی ونمانځل شو.

پدغه بیلابیلو غونډو کی د پښتنو ګڼو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، پوهانو او د خوشال بابا مینه والو ګډون کړی ؤ

د غونډی مشر میلمه د پښتون قامي وحدت سبر لارښود  او د پښتنو سیاسی او روحانی مشر ښاغلی محمد افضل خان لالا ؤ، ښاغلی خان لالا  د خوشال بابا په ژوند او مبارزه رڼا واچوله او دده کارنامي ئی وستایلی دغه راز ښاغلی میا افتخار حسین او نورو ګڼو پوهانو بابا ته د عقیدت پیرزویني وړاندی کړی

دمشال راډیو قاسم خان مندوخیل

د پښتنو د ستر لیکوال،فلسفي،ننګیالي او شاعر خوشحال خان خټک ۳۲۳م تلین پرون د پښتونخوا صوبې په ګنو برخو کې نن  د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه ولمانځل شوه.
خوشال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کړي ډېر عالم
ستر خوشال خان بابا د پښتانه قام ملي اتل، لارښود، ټولنپوه، وګړپوه، سالار، ننګیال، طبیب، او لنډه دا چې د ژوند د ګڼو اړخونو پوهاند وو.هغه د پښتانه قام ناخوالې، کړاونه، تربګنۍ ،ناپوهې، او په وړو وړو خبرو کرکې او نفرتونه په ګوته کړي دي.

سترخوشال وايي،
پښتانه د بدنیتی د خصومت دی
په مېړانه او شجاع کې ورکړه شاش
یانې پښتانه په مېړانه او شجاعت کې له هیچا هم کم دي خو تربګینو او بدنتیو یې ملي پيوستون ته زیان رسولی دی.

نو ځکه ددغه وړو وړو کرکو او نفرتونو نه د راوتو لپاره دی وايي چې بیاد پښتانه په خپل ملي چوکاټ کې وپیل شي، چې د هغه په ګمان ملي او قامي غولۍ  یې افغان او افغانیت دی.

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
دلته ستر خوشال د هغه مهال حالات انځوروي چې د  خپل قام په ننګه یوازې زه راپورته شوی یم چې څرک یې په یوه بل شعر کې هم داسې ښکاري.

نوره واړه پښتونخوا په ځای مېشته ده
غم یوازې د خوشال خټک په کور دی
مانا دا چې د پښتانه په ننګه یوازې زه خوشحال ولاړ یم.

ستر خوشال نه یوازې د پښتنو فکري او سیاسي لارښود وو بلکې د خپل فکر لپاره یې عملي مبارزه کړې او د پښتنو پرکلیو بانډو یې یونونه کړي وو، د پښتنو وطن یې له کندهار تر اټکه لیدلی چې په خپل شعر کې یې داسې بیانوي
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو دننګ په کار پټ او آښکار
په دې شعر کې هغه د پښتانه قام جغرافییه ښودلې چې دوی باید تر یوه نظم لاندې سره وپیل شي.او د خپل قام په ننګه څرګند او د پردې تر شا یوموټي ودري.

نو نن د ستر خوشال بابا ورځ لمانځل د خپل قام ملي حافظه بیرته پرځای کول دي چې زموږ اوسنی کول یې په کارنامو خبر شي او د خپل ځان لارښود او  رول ماډل یې وګرځوي.
پکار دا ده چې د پښتونخوا اوسنی حکومت د هغه په نامه په خپله صوبه کې پوهنتونونه پرانیزي، د صوبې په لروبر لویو وړو ښارونو او ښارګوټو کې د هغه غټ غټ تصویرونه ولګوي، ګڼې کوڅې او لارې د هغه په نامه کړي، د هغه پر مزار یو ستر موزیم جوړ کړي، د هغه د زوکړې او تلین ورځ قامي رخصتي وګرځوي.
د خوشال بابا د تصویرونو سوغاتي توکي (سیوینیر) جوړو کړي.
د هغه مزار په یوه غټ علمي مرکز واړوي.د صوبې په ټولو سکولونو، کالجونو، پوهنتونونو او نورو سرکاري تدریسي او علمي مرکزونو کې لایبریریانې او ګڼې څانګې د هغه  په نامه ونومول شي.نو هله موږ ویلای شو چې...........
قدر د مشرانو په لېمو کوو
که نه نو دا به ځان او بل تېر اېستل وي چې زموږ دا بابا ،ها بابا فلانی بابا مو د سر سترګې دي خو چې کله هغه ته د پيرزوینې ګړۍ راځي نو هغه د چا خبره،
چې له سترګو دې کړم لرې نو د شونډو هم هېرېږم

ډیوه راډیو هم خپل راپور کی وائی: د پښتو ادب عظیم شاعر او بې مثله لیکوال خوشحال خان خټک د مرگ نن ٣٢٣ مه کال نمانځلی کیږي. د پوښتو ژبې ویونکې او ادب سره علاقه لرونکې د پښتون د پاره به هم د خوشحال خان خټک نوم د پیژند گلو ‍ضرورت نه لري.

پوهان وائي د دنیا په تاریخ کې کې به داسې کم شخصیات وي چې هغه په یو وخت د تورې او د قلم خاوندان وي او هم د خوشحال خان خټک په وجه د پوښتون قام شمله د قامونو په رورولۍ کې جگه ده چې هغه نه یواځې یو عظیم سالار وو بلکه ددې سره سره یو لوړ رتبه عالم، شاعر او طبیب وو.

خوشحال خان خټک د خپلې فلسفې په بهتر ډول پوښتنو ته د رسولو د پاره د زړه راخکونکو الفاظو د شاعرۍ اسر اختسې ده هغه دا کوشش ډیر کامیاب گڼلی کیږي.

د خوشحال خان خټک د ژوند د حالاتو په حقله مختلفو خلکو لیکونه کړې دي او د هغو د شعرونو نه هم معلومه ده چې دې په کوم دور کې پیدا شوی وو. تاریخ وائي چې خوشحال خان خټک د مغل بادشاه نورالدین جهانگیر په دور کې په کال ١٦١٣کې د مۍ یا د جون په میاشت کې د پیښور نه ٣٥ میله نور خاته پلو د اکوړه خټک یا سرائې کلې کې ځگیدلی وو. د پلار نوم يی شهباز خان وو چې د خټک قبلې مشر او د مغل سلطنت منصبدار وو.

خوشحال خان خټک په خپله وائي چې د ٢٠ ؤ کالو په عمر کې يي شاعري شورو کړې وه. ددې د ٢٠ ؤ کالو په عمر کې د لیکلې یو غزل یو شعر دادی:

عقل سل د مصلحت بندونه جوړ کړه

چې د عشق سیلاب پې راشې واړه نور کړه

خوشحال خان خټک د یو وفادار ملازم په حیث د مغلو ښه په اخلاص خدمت کولو او یوسفزو سره د هغو د جنگونو په ډیرو مقصدونو کې یو مقصد دا هم وو چې ډ لي په تخت ناست بادشاه د ځان نه خوشحاله ووساتي. د شاهجهان تر دوره پورې خو دی ډیر په امن او قلرارۍ کې وو خو د اورنگزیب د دور شورو کیدو سره د خوشحال خان خټک د تکلیفونو او د قید او بند دور شورو کیږي.

د خوشحال خان د ژوند د تاریخ نه معلومیږي چې د اورنگزیب بادشاه سره د خوشحال خان خټک اختلافات د درباري سازشونو نتیجه وه. دی د کال ١٦٦۴د جورۍ په میاشت کې پیښور ته د سرکاري صلا مشورې په بانه راووغوښتی شو او د ملاقات په بانه يي گرفتار کړو.

خوشحال خان خټک د قید او بند په دور کې ډیر نظمونه لیکلې دي. ددې دور یو څو شعرونه د بیلگې په توگه دا دي:

سړې اوبه د غر نشته په هند کې

ترې توبه که واړه ډک دی له نعیم!

همیشه به هند کې نه اوسې خوشحاله

عاقبت به عاصي اووزي له جحیم

پوښتنې جوني د زلفې باد ته نیسې

چې شمال يي بوې راؤړې په رتنبور کې

یوه بله قطعه کې خوشحال بابا وائي:

بس له بنده دادی عظم

د خوشحال د خاطر جزم

یانیولی مخ مکې ته

یا مغلو سره رزم

خوشحال خان خټک خپله شاعرۍ کې د ژوند په هر اړخ لیکل کړې دي. دا لیکل داسې دي چې د نن ورځې مفکران، دانشوران او ماهران يي سند ورکوي. د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې د حمد، نعت، مناقبت صوفیانه کلام، قامي او وطني شاعري او د رزمیه شاعري شامله ده.

د خوشحال خان حکمت نامه نن هم د جدیدي طبي څیړنې آئینه داره شاعري ده. دا عظیم پښتون د فیبرورۍ په ٢٠ م تاریخ کال ١٦٨٩ کې د پناه گیرۍ په ژون کې په تیراه کې په حق وورسیدو. د هغه مزار د اکوړې سره نزدې د چشمۍ کلې په مقبره کې دی

- زمونږخبریال
بېرته شاته