(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان،پاکستان اوایران ګډه غونډه

[17.Feb.2012 - 12:16]

افغان صدر حامد کرزي  او دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې ليدنه کړې او پخپل مينځي چارو او سيمه ايز صورتحال يې خبرې اترې کړي دي.
 دسيمه ييزې همکارۍ سيوا کولو او په سيمه کې دامنيت او ثبات پياوړي کولو لپاره افغان صدر حامد کرزى په درې اړخيزه غونډه کې برخې اخستو په غرض دپاکستان صدر اصف علي زرداري او دايران صدر محمود احمدي نژاد سره ليدو لپاره په دوه ورځني سفر دزيارت په ورځ دپاکستان پايتخت اسلام اباد ته رسيدلى.
  په وزيراعظم هاؤس کې  دصدر حامد کرزي او پاکستاني وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ترمينځ ترسره شوې ليدنه کې  دپاکستان او افغانستان په اړه  په مختلفو چارو خبرې اترې کړي.
دواړو مشرانو په افغانستان کې  دامنيت باوري کولو لپاره په روانو هڅو هم خبرې اترې کړي، ددغه ليدنې وروستو دهيئتونو په کچه خبرې وشوې.
په دغه مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره  خارجه وزيره حنا رباني کهر، ددفاع وزير احمدمختار، دکورنو چارو وزير رحمان ملک، داطلاعاتو وزيره فردوس عاشق اعوان، دقدرتي وسيلو په اړه دوزيراعظم صلاح کار ډاکټر عاصم حسين  ملگري وؤ، دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل احمدشجاع پاشا هم په دغه موقعه موجود وؤ.
دافغان صدر په هيئت کې دنورو ترڅنگ   دبهرنو چارو په وزير ډاکټر ځلمي رسول او ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردک مشتمل ؤ.
دپاک افغان مذاکراتو وروستو گډه اعلاميه جاري شوې چې ترمخه يې  دواړو هيوادونو په ترهه گرۍ او تندلاريتوب دقابو موندلو لپاره پخپل مينځي همکارۍ اتفاق کړى.
افغان صدر حامد کرزى وائي دافغانستان په مشرۍ دامن هڅو کاميابۍ لپاره دپاکستان ملاتړ ضروري دى.
دگډې اعلاميې ترمخه  مذاکراتو کې دواړو خواؤ په سيمه کې دامن او ثبات لپاره دگامونو جاج واخستو اوددوه اړخيزه مرستې، تجارت په ودې، سيمه ټرانزټ ټريډ او په پوله دتگ راتگ په اړه په چارو بحث وشو.
افغان صدر حامد کرزي په دغه وخت افغانستان کې دامن او ثبات لپاره داخستو گامونو په اړه بحث وکړو.
داعلاميې ترمخه  پاکستان وائي په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دافغانستان په مشرۍ کې دهررقم گامونو ملاتړ کوي.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل افغانستان کې امن، خوشحالي او ازادي دپاکستان په گټه ده.
گيلاني باور ورکړو چې پاکستان  دوژل شوي پخواني افغان صدر برهان الدين رباني دوژنو دپلټنو لپاره مکمله مرسته ورکوي.
همدغه راز افغان صدر حامد کرزى وائي  پاکستان او افغانستان ددوؤ وروڼو پشان دي، دواړو هيوادونو ته دامن او ثبات لپاره په شريکه کار کول پکار دي.
 افغان صدر حامد کرزى دزيارت په سحر پاکستاني حکومتي او دحزب مخالف چارواکو سره ليدنې لپاره رارسيدلى، په نهو مياشت کې پاکستان ته دصدر کرزي دغه دوهم سفر دى.
 دشورو په ورځ  وال سټريټ جرنل سره په يوه مرکه کې افغان صدر حامد کرزي وئيلي وؤ دهغه استازو طالبانو او امريکائي حکومت سره خبرې پيل کړي.
امريکائي ورځپاڼه نيويارک ټائمز ليکي چې  دسولې دعالي شورا يو غړي په روانه اوونۍ کې  وئيلي وؤ طالب استازو سره  په قطر کې  دخبرو اترو مخ په وړاندې بوتللو باندې اتفاق شوى، خو دغونډو لپاره تر دې دمه کومه نيټه نۀ ده ټاکل شوې.
صدر حامد کرزى وائي  دامريکائي حکومت او طالبانو ترمينځ تماسونه شوي ، دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ تماسونه نيول شوي او دطالبانو په شمول مونږ ټولو لږ ډير تماسونه نيولي.
 دسولې دعالي شورا غړي حاجي موسي هوتک وئيلي دي  طالبانو سره لږې ډيرې خبرې پيل شوي

د ایران صدر محمود احمدی نژاد به د پاکستان ، ایران او افغانستان ترمنځ کیدونکي درې اړخېزه مذاکراتو کې گډون کوي.په دغه سرمشریزه غونډه کې گډون کولو لپاره د افغانستان صدر حامد کرزی د زیارت په سحر وختي اسلام اباد ته رسېدلې دې او د پاکستان صدر اصف زرداري او وزیراعظم گېلاني سر یې لېدل کتل کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ترمخه په درې اړخېزه مذاکراتو کې به  د ترهگرۍ د مخنيوي په اړه  ترسره کيدونکې يوه غونډه کې به دافغانستان او ايران د صدرانو مشري پاکستان کوي.هيله کيږي  ايران او پاکستان به  دايران گيس پائپ لا ئن په منصوبه هم په دغه مهال خبرې اترې کوي،دامريکائي اعتراضونو باوجود پاکستان  ايران سره دبلينونو ډالرو دگيس پائپ لائن په دغه منصوبه عمل کول غواړي، په کال 2010م کې  دلاسليک شوي تړون ترمخه ايران به دکال 2014م څخه پاکستان ته  قدرتي  گيس ورکوي.
 دپاکستاني، ايراني او افغاني مشرانو ترمينځ دغه خبرې اترې  به داسې حال کې ترسره کيږي چې اوس مهال  دامريکا او ايران ترمينځ  دايټمي پروگرام پسر اړيکې خرابې دي، او دايران دلانجمن  ايټمي پروگرام په ضد دممکنه  اسرائيلي بريد څخه وروستو دغه اړيکې نورې هم دتاؤتريخوالي ښکار شوي.
په پاکستان کې په درې اړخيزه کچه دترسره کيدونکو دغو خبرو اترو ارزښت اوس مهال ځکه هم سيوا دى چې  کابل دطالبانو سره  دامن مذاکراتوپيل کولو ته ليواله دى، سرچينې وائي اوس مهال  دامريکا او طالبانو ترمينځ  دنيغ په نيغه  تماسونو له امله  دکابل حکومتي چارواکي  انديښنه لري

- ډیوه
بېرته شاته